د افغانانو د دوو وروستیو کلونو خاطرې

دوه کاله مخکې د اګست په ۳۰مه نېټه افغانستان کي ستر بدلونونه رامنځته شوي او نوي پړاو ته داخل شو. دا درک کړې چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان خلکو په خپله د ځان او هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره هلې ځلې کړې دي. لسګونه کاله جګړې د دې هېواد سياست، اقتصاد، فرهنګ او بېلا بېلې ساحې زیاتې اغېزمنې کړې، نو دا طبيعي خبره ده، چې د افغانستان د بيا رغونې لاره دومره اسانه نه ده.  

د افغانستان خلک له جګړې ستړي شوي، ډېری خلک د خپل ژوند په اکثر وخت کې د جګړې له امله بې کوره شوي، ځيني خلکو د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، ځينيو خلکو د ژوند لپاره په ډېرو سختیو یو آرام ځای پيدا کړی او هلته يې کار کړی دی. اوسمهال د ډېرو خلکو په ذهن کې راتلونکی هم روښانه او معلوم نه دی، خو خلک کولی شي د خپل وطن ښکلی طبيعت له کتلو وروسته احساس کړي چې دا زموږ وطن دی او په خپله د پرمختګ لاره انتخابولی شو.

پر افغانستان په تېرو لسګونو کلونو کې د قوي هېوادونو لخوا تيري شوي، دغه هېواد لا تر اوسه د ځينو نورو هېوادونو تر اقتصادي بنديزونو لاندې دی، نو اټکل کېدای شي، چې د دغه هېواد اوسني بنسټونه کمزوري دي  او په وړاندې زياتې ستونزې شته. خو له دې ټولو سره سره د افغانستان خلک زړور او وطنپاله دي او د خپل ځان او خپل هېواد د نیکمرغۍ لپاره هڅه کوي او هیله من دی چې هېواد يې د خپلو طبيعي زېرمو او ځانګړو تولیداتو پرمټ پر خپلو پښو درېدای شي.

له ډېرو افغان ملګرو سره مې له خبرو وروسته احساس کړی، چې دوی د خپل هېواد پر پرېمانه طبیعي سرچينو او توليداتو وياړي او باور لري، چې دغه سرچينې او توليدات به د هېواد د بيا رغونې لپاره قوي رول ولوبوي، خلکو ته د روزګاري فرصتونه برابر کړي او ګټې ورسوي. دا د نړيوال اقتصاد په نقشه کې يوه ستره برخه نه ده، خو د افغانستان د خلکو په ذهن کې اصلي هيلې او غوښتنې دې. 

چين د افغانستان دوستانه ګاونډی هېواد دی او د ډېرو افغان خلکو په نظر، چين هيڅکله پر افغانستان تيری نه دی کړی، د دوی په سترګو کې چين زيات نفوس، د لويې پيمانې بازار لري او په تمه لري، چې خپل توليدات يې د چين په بازار کې وپلوري. 

اوس ډېر افغان خلک خوشبين دي او په دې نظر دی، چې هېواد يې خوندي دی او خپلواک دی، ځيني خلک انيښمن دی، چې اقتصاد کمزور دی او زيات خلک بې روزګاري دي، دا ټول سمې نظريې دې. دوی په دې خاوره کې له جګړې وروسته مناسب احساسات لري، په خپله د پرمختګ لاره مومي او هلې ځلې کوي. زما په اند، افغانستان ورو ورو د پرمختګ په حال کې دی او خپل ټپونه رغوي او له هېلو څخه ډک هېواد ګرځي.