د جنسيت تغيير

د جنسيت تغيير د معاصرې نړۍ په انسانانو کې يوه نوې مسئله ده چې په  يوه او بله بهانه ډنډورې ورته وهل کېږي په دې عمل کې د جراحي عملياتو په وسيله د مثال په توګه يو څوک غواړي د نارينه جنسيت نښې په ځآن کې ختمې او ځان په ښځينه جنس بدل کړې او بلعکس ښځينه جنس د جراحي عملياتو په مرسته غواړي ځان په نارينه جنسيت بدل کړي  او يا هم ځينې نرښځيان غواړي چې خپل جنسيت هغه لوري ته بدل کړي په کوم لوري چې یې غواړي او ان سبا خو عادي کسان هم بې له دې چې ظاهري شکل او احساسات سره په خپل منځ کې متغايره وي د شوق له مخې دا کار کوي. چې د ټولو اهل سنت علماوو له قوله دا کار په اسلام کې حرام او ناروا دی ځکه د خدای تعالی په خلقت کې ګوتې وهل ناسم او ناروا عمل دی او دوی استناد کوي چې بې له الله څخه هيڅوک هم د انسان جنسيت نارينه او ښځينه نشي ټاکلی.

دا مسئله د نړۍ په شرق کې او په ځانګړي ډول سني مسلمانانو کې د دينې او کلتوري اصولو له امله په شدت منع او د خلکو خورا ناپسنديده عمل دی خو شيعه عالمان یې د خاصو شرايطو په رڼا کې حلال ګڼي،  خو اوس په نړۍ کې په ځانګړي ډول په لويديځ، اروپا امريکا او استراليا کې  د جنسيت تغيير ته کمپاينونه کېږي او هغه نران چې غواړي ځان ښځينه جنسيت ته په ظاهري ډول تغيير کړي او هغه ښځينه چې غواړي ځان نارينه جنسيت ته تغيير کړي ګرمه موضوع ده. خو له دې مخکې غواړم تاسې ته د دا ډول خلکو چې غواړي جنسيت بدل کړي کومې بهانې راوړي. که څه هم د لويديځ پوهان وايي چې يو انسان په دوه ډول (ظاهري تنه (شکل او بدني رغاونه) او جنسيتي احساساتو ) له موره پيدا کېږي او کله چې ظاهري شکل او جوثه له احساسات سره همغږي ونه لري نو بيا مسئله پيدا کېږي او نارينه يا ښځينه غواړي له يوه جنسيت څخه بل ته ځان بدل کړي، مثلا ځينې نرښځيان چې دوی له مور څخه په نارينه شکل خو ښځينه احساساتو زېږېدلي وي او يا په ښځينه شکل (اندامونو) او نارينه احساساتو زېږېدلي وي نو بيا چې کله دوی امکانات پيدا کړی ظاهري شکل له خپلو احساساتو سره همغږی کوي.که څه هم د اسلام په دين کې د انسان په خلقت کې ګوتې وهل ناسم بلل شوي او ناسم عمل دی او تر اوسه پورې د نړۍ  په مسلمانه ټولنه کې په ندرت ليدل کېږي خو هڅې روانې دي په ګروپي ډول داسې ډنډورې د لويديځ لخوا د فردي ازادي په چوکاټ کې وهل کېږي چې ګويا بايد هرانسان په هر اړخيز ډول خپلواک واوسي او چې څه غواړي ویې کړي. 

سره له دې چې منظم فعاليتونه ورته روان دي خو بيا هم د ډېرو ټولنو کې دې کار ته په ښه نظر نه کتل کېږي او ناپسنديده عمل دی او هغه کسان چې دا چاره په انساني ټولنه کې عملي کولو ته ډنډورې غږوي لا د جنسيت تغيير نه خوښوي. ددې مانا داده چې زياتره لويديځ سياستوال هغه څه نه خوښوي چې دوی يې اعلانوي او یا یې نړۍ ته تبليغوي د خپل ځان لپاره يوڅه او ټولنو د فردي او اجتماعي ازادي په نامه بل څه غواړي او په دې یې سترګې پټې کړې دي چې د دوی دا کړنې د انساني ژوندانه خلاف او ناسم عمل دی. په دې اړه څو ورځې وړاندې د برتانيا د لومړي وزير ريشي سوناک هغه کليپ د نړيوالو خبري رسنيو سرټکی وګرځېد چې د خپل محافظه کار ګوند په غونډه کې یې په اډ ډيوي باندې چې د ليبرال ډيموکراټ ګوند مشره ده ددې لپاره چې جنسيت تغيير یې کړی او د عملياتو په وسيله یې جنسيت بدل کړی مسخره کړې او بيا په پټه ترې کليپ اخيستل شوی او د نړۍ رسنيو ته راوتلی دی چې له امله یې د ډېرو لخوا د حيرانتیا سبب شوي دي ځکه په ښکاره او خبري رسنيو کې د فردي او ټولنيزې ازادي په بهانه دا سياست وال د جنسيت د تغيير ملاتړ کوي خو چې د تلویزيوني کامرو څخه پټ شي بيا په دې کارونو چې دوی د پلي کولو اعلان کوي شرمېږي او ان په داسې کړنو پورې خاندي او مسخرې کوي. دوی ښه پوهېږي چې دا کار د انساني سرشت خلاف دی او يو سالم انسان ته نه ښايي چې خپل جنسيت تغيير کړي او په دې نامه چې ګويا داخلي احساسات مې نارينه يا ښځينه دي د جنسيت بدلول په ډېری انساني ټولنو او ان مسيحيت کې  کې ناسمه او د خلکو د خوښې خلاف کړنه ده.

نو هيله ده چې زموږ ځوانان کهول او خلک د داسې ډنډورو او پروپاګنډ ښکار نشي او په داسې تبليغاتو ونه غولېږي چې ګويا د جنسيت تغيير يو ښه، روا او سم عمل دی، دا عمل د انساني چوکاټ خلاف او ناروا کړنه ده او خصوصا هغه ځوانان چې اوس غرب ته تللي دي بايدپه دې پروپاګند ونه غولېږي او د خپل اسلامي، او افغاني فرهنګ څخه لرې نشي او د هغه په چوکاټ کې ژوند روان او برابر کړي او خپلو اولادونو ته د افغاني کلتور او فرهنګ په رڼا کې کورنۍ تربيه او اصول ور زده کړي چې تر څو په غربي کلتور کې له ورک کېدلو او حل کېدلو څخه وژغورل شي.