جمهوري نظامونه څه ته وایي؟

د شکل له مخي نظامونه په ډیرو ډولونو وېشل شوي. لکه: شاهي، جمهوري، امپراطوري، امارت، خلافت....... اودسي نور....

خو د شکل له مخي مهم نظامونه په دوه ډوله دي.
شاهي نظامونه.
او جمهوري نظامونه.

جمهوري نظامونه:
هغه نظامو دي چې په هغه کې سیاسي قدرت د قانون پر اساس د خلکو د مستقیمو او غیر مستقیمو رایو له مخي لاسته راوړل کیږي.

د جمهوري نظامونو تاریخي سیر:
جمهوري نظامونه په ننني بڼه د لومړی ځل لپاره په اتلسمه پیړۍ کې منځ ته راغلل یانې کله چې امریکا له انګلیستان څخه په (۱۷۷۶)م کال کې خپلواکي واخیستله نو د ځان لپاره یې جمهوري نظام رامنځته کړه.

له امریکا وروسته په اروپا کې فرانسه لومړني هیواد ؤه چې د (۱۷۸۹)م کال د انقلاب وروسته یي جمهوري نظام قایم کړ. په افغانستان کې د سردار محمد داوود خان په وخت کې جمهوري نظام قایم شؤ.

د جمهوري نظامونو ډولونه:
جمهوري نظامونه له دې اړخ چې د قدرت په رآس کې یو کس دی او که څو کسان، په دوو برخو وېشل کیږي.

۱: شورایي یا قونسلي حکومتونه:
هغه حکومتونه دي چې د قدرت په راس کې څو کسان موجود وي او د شورا په بڼه حکومت چاري مخته وړي. په اوسني وخت کې سویس فدرالي دولت دی چې د شورایي حکومتي نظام په واسطه اداره کیږي.

۲: واحد جمهوري حکومتونه:
هغه حکومتونه دی چې د قدرت په رآس کې یو کس موجود وي. په ننني عصر کې اکثره جمهوري نظامونه واحد دي. د قواوو د تفکیک اصل ته په پام سره په دریو برخو وېشل کیږي.
۱: پارلماني نظام.
۲: ریاستي نظام.
۳ محتلط نظام.