د افغانستان په پوهنتونونو کې تصوف او عرفان د یو مضمون په ډول ځکه لوستل کېږي چې زموږ ادبیات او پښتو او دري/ فارسي ژبې ښه صوفیان او عارفان لري چې ځینې یې ډېر لوی شاعران دي او آن نړیوال شهرت لري. تصوف یوه داسې نظریه ده چې د فرهنګونو، قومونو او انسانانو ترمنځ دیني، عقیدوي، انساني، عاطفي او د داسې نورو ټولنیزو خواوو په ګډو خواوو خبرې او نظریات لري.
په ټولو تصوفي تګلارو کې په انسان دوستۍ ټینګار کېږي، د ښو کړنو په کولو او بدو کړنو د نه کولو لارښوونې وي او په ټوله کې د یو ښه ژوند هغه تګلاره ده چې انسان په کې هېڅ ډول ستونزه ونه لري. دغه نظریات په زردشتیزم، هندویزم، بودیزم او په ټولو اسماني دینونو کې په ډېره برخه کې یو شان نظریات او پیغامونه لري. د پوهنتون محصلان، څېړونکي او هغه عام ډول خلک چې تصوف او عرفان مطالعه کوي، نو اړتیا لیدل کېږي چې د دې علم له ژبې سره اشنا اوسي.
د لیکوال، ولي الله ملکزي دا اثر د یو لنډ دائرة المعارف او انسایکلوپیډیا په فورم او قالب کې لیکل شوی دی چې د تصوف او عرفان ځینې اړین اصطلاحات، مقامات او د تصوفي او عرفاني شخصیتونو پېژندنه په کې راغلې ده. د علومو د پرمختګ سره سره، دا اړتیا پیدا شوه چې هر علم باید خپل آر او بنسټيز کلمات، وییونه، جملې او همدارنګه ترکیبونه ولري، نو ځکه د علومو پوهانو کوښښ پيل کړ چې د هر مسلک لپاره د ځانګړي علم، ځانګړی قاموس او د اصطلاحاتو یو اثر ولري چې دا کتاب د تصوف او عرفان په برخه کې د همدې ډول یوه هڅه ده. د دې اثر په لوستلو سره کولای شو چې د تصوف له ډېر مسایلو سره آشنا شو او د لویو صوفیانو او عارفانو ژوند د اوسنیو هغو انسانانو لپاره یو درس وي چې له ډېرو انساني او اسلامي ستونزو سره مخامخ دي.
په غیر اسلامي تګلارو او ځمکنيو دینونونو کې تصوفي او عرفاني تګلاره په دې دلالت کوي چې هغوی هم په دی باور دي چې یو څوک شته چې دا نړۍ یې پیدا کړې ده. د سقراط د ځان پېژندنې نظریه، د افلاطون د مُثل او غار نظریه او په همدې ډول د نړۍ ډېر فیلسوفان په دې بارو دي چې نړۍ پیدا کوونکی لري. همدارنګه په تصوفي او عرفاني تګلارو کې خو ټول معتقد دي چې د کائناتو پیدا کوونکی شته چې دلته د عرفان او فلسفې د علم او عالمانو نظریات په یو شان دي. ځینې دغه حقیقت د عقل او عقلانیت په وسیله ثابتوي او ځینې یې د کشف، شهود، عشق او زړه د داخلي نړۍ په ځواک باندې ثابتوي. نو د خالق او کائناتو پېژندنې لپاره په انفرادي ډول فلسفه او په ټولنیز ډول تصوف او عرفان یوه ښه لاړه ګڼل کېږي. نو ښه به دا وي چې د ځان پېژندنې، خدای پېژندنې، د کائناتو د حقیقت او د هر شي د پېژندنې لپاره د تصوف او عرفان همغزي په کار ده.
په اسلامي نړۍ کې د تصوف او عرفان د پیدا کېدلو بنسټيز لامل په اسلام ښه عمل نه کول او د مسلمان په نوم ناسمې کړنې وې، نو ځکه د نورو لاملونو ترڅنګ د همدې ستونزې پر بنسټ تصوف یوه داسې تګلاره شوه چې خلکو ځان یوازې کړ او د خالق د ترلاسه کولو هڅې یې پیل کړې. اوس هم په وروسته پاتې هېوادونو کې انساني ستونزې ډېرې دي، په ډېرو اسلامي هېوادونو کې په اسلام ښه پوهاوی نه شته، نو ځکه غیر انساني او اسلامي کړنې تر سره کېږي. نو د همدې ستونزې له مخې، د ملکزي دا کتاب زموږ د ټولنې د خلکو لپاره ډېرې ګټې لري چې ویې لولي او عمل پرې وکړي. د همدې اثر د لویو خلکو له ژوند څخه زده کړه وکړي او دوی د خپل ژوند یوه الګو وټاکي.
تصوف او عرفان موږ ته ښيي چې ژوند څنګه وشي؟ له نورو سره تعامل څنګه وکړو؟ ولې پیدا شوي یو او چېرته ځو؟ د پیداېښت علت څه دی؟ او په سلګونو داسې نورو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي. په تصوف کې انسان ته ښايي چې له ځانه ازادي واخلي او د بهرنۍ ازادۍ پر ځای دنننۍ ازادۍ ته پام وکړي. د غربي هېوادونو ډېر خلک د خارجي ازادۍ غوښتونکي دي، خو د انسان لپاره ښايي چې داخلي ازادي ترلاسه کړي. دا هغه ازادي ده چې له ځانه پیلېږي، په ځان څېړنه کېږي او ځان کشفېږي. موږ په داخلي نړۍ کې له نفس أمارة او شیطان سره مقابله کوو، د مقابلې دغه کشمکش له ډېر پخوا څخه را روان دی؛ بناء له دغو شیطانانو څخه ازادي اخیستل، اصلي ازادي ده.
که موږ درواغ وایو، غیبت کوو او په ټولیز ډول ښه انسانان نه یو، دا په دې معنا ده چې موږ ازادي نه لرو، موږ د شیطان په زنځیرونو تړل شوي یو او موږ د وراثت او چاپیریال په بند کې بند یو. د تصوف اړوند، د دې اثر ګټې دا دي چې انسان ته د ښو کولو او بدو نه کولو لارښوونه کوي، انسانانو ته د انسانیت، زغم او اسلامیت پیغام وړاندې کوي. د ژوند ښه تګلاره ښيي، د خدای پاک د لاسته راوړلو لارې چارې په کې ښودل کېږي او د افغانستان په پوهنتونونو کې د تصوف او عرفان په برخه کې یو مرستندوی اثر ثابتېدلای شي.
د لیکوال ژبه ښه روانه، ساده او عام فهمه ده. تصوف او عرفان یوه پېچلې موضوع ده او مفاهیم یې هم پېچلي دي، خو ملکزي په ډېر ښه شان په دې موضوع کار کړی دی. د موضوع تسلسل، له سرلیک سره د متن د هر عنوان اړیکه، په متن کې د عنوانونو اړیکې، د پاراګرافونو اړیکې، د لیکوال ژبه، تحلیل او تفسیر او داسې نورې خبرې د ستاینې وړ دي. د دې ټولو ښېګڼو سره د یو څو وړاندیزونو یادونه هم کوم؛ هغه دا چې نننۍ څېړو ته اړتیا لیدل کېږي چې په متن کې منظم ماخذونه وښودل شي او د اقتباسونو ډولونه په منظم ډول په کتاب کې راوړل شي، ترڅو د لیکوال خبرې له اقتباسونو سره توپير ولري او د هر یو خبرې څرګندې وي.
په پای کې لیکوال (ملکزي) ته ډېر عمر غواړم، الله تعالی دې ورته د نورو علمي څیړنو توان ورکړي او هیله مند یم چې نور علمي کارونه وکړي ترڅو ژبه مو غني او په بېلا بېلو برخو کې لا زیاته پیاوړې شي. په خوښۍ سره یادونه کوم چې دا کتاب هم د نوموړي د نورو دریو کتابونو په څیر، د هاشمي خپرندویه ټولنې له خوا چاپ ته سپارل شویدی.
وروستي