جګړه د بشریت ضد ده او لویه تباهي رامنځ ته کوي!

دا چې مونږ او تاسو ته بهتره معلومه ده؛ چې انسان ټولنیز مخلوق دی، سر او کار یې د ټولنې سره دی، پرته له ټولنې ژوند نشي کولائ، پرته له ټولنې خپلې اړتیاوې نشي پوره کولائ، نو  چې انسان مونږ د یو ټولنیز مخلوق پۀ توګه پیژنو، نو حتمن پۀ ټولنه کې ېې د یو غړي پۀ صفت د نورو سره فکري، عقیدوي، او د ګټو په سر ټکر رامنځ تۀ کېږي؛ چې دا ټکر پۀ یوه لویه جګړه بدلېږي، نو بناً د جګړې پر اساس بشر او طبعیت ته مالي او ځاني زیانونه رسېږي. نو د ټولنې څخه پۀ لویه کچه دولتونه هم د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره او خپل بهرني سیاست د ښه اعمال او هدف تر لاسه کولو لپاره وخت نا وخت جګړې ته لاس غځوي؛ چې دا جګړه ځينې وختونه د یوې لوېې خونړۍ جګړې کوربه کېږي. او لویې ورانۍ منځ ته راوړي.

چې ښه مثالونه یې نړيوالې لومړۍاو دویمې جګړې دي؛  چې ملیونونو انسانانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ، د خپل هېواد له بطن څخه جلا شول، په ملیاردونو_ ملیاردونو مالي زیانونه ورته واوښتل او لوي_ لوي تغیرونه پکې رامنځ ته شول.

جګړه يعنې څه؟
هغه وران حالات؛ چې پۀ پېښېدو کې، ېې د بشریت او طبیعت ژوند زيانمنېږي، وراني رامنځ ته کیږي او انساني حقوق پیمال کیږي، جګړه ورتۀ ويل کېږي. چې برعکس عمل ېې سوله ده، سولې تۀ پۀ لغت کې پرمختګ، مینه او یووالی ویلائ شو.

پۀ اصطلاح کې د جګړې او تاوتریخوالي پای تۀ رسولو تۀ سوله ویلائ شو. هغه ټولنې او هېوادونه؛ چې پۀ سوله کې ژوند کوي او د همکارۍ لار ېې خپله کړېده، د پرمختګ لویو پوړیو ته رسېدلي دي او د همپالنې له مخې خپلې اړیکې ساتي. لکه: ښه مثالونه ېې د جنوب ختیځې اسیا هېوادونه، اسیان سازمان، اروپایي ټولنه او... دي.

دا چې جګړه د بشریت ضد تعریفوو لوېې ورانۍ له ځانه سره لري، پۀ اوسنيو کلونو کې د اوکراین او روسیې جګړه ده، چې پکې لوي زیانونه دواړو خواوو ته رسېدلي دي، او هم یې د سیمې او نړۍ هېوادونه پۀ اندېښنه کې، اچولي دي؛ چې دوي تر ډېره د اتومي اسلحو د استعمال او همدارنګه د دریمې نړیوالې جګړې د پیلېدو څخه په وېره کې دي.

چې اوکرین د لویدیځو هېوادونو له لوري پۀ مستقیم او غیر مستقیم ډول تمویل کیږي، او بیلابیلې اقتصادي او نظامې مرستې ورسره کېږي.

له بل پلوه روسیه؛ چې هېڅ نه غواړي تر څو یې څنډو ته پخواني د سړې جګړې رقیبان را نږدې شي او د روسیې ګټې له خطر سره مخ کړي، د هرې لارې غواړي چې اوکرین په شاه وتمبوي. او کوښښ کوي چې د ځان برخه یې وګڼي.

نو عموماً بحث په جګړه و، او جګړه یو لوي ناورین د دې پر ځای؛ چې له جګړې څخه کار واخلو پر اساس یې باید د سولې لار غوره کړو؛ چې نه يوازې د سولې پۀ انتخاب سره روحي او فزيکي سکون او امنېت تامينېږي  بلکې، له دې سره_سره هېواد، سیمه او نړۍ هم پېشرفت کولائ شي.

او هېوادونه کولائ شي؛ چې پۀ اسانۍ سره خپلې اړتیاوې پوره کړي، او پۀ صمیمي ډول او د دوه او څو اړخيزې همکارۍ له مخې خپلو اړیکو ته دوام ورکړي، هغه کړکېچونه چې د هېوادونو تر منځ شتون لري، باید هېوادونه د دریمګړي رول ادا کړي او د پای ټکۍ ورته کیږدي، خصوصاً د ملګرو ملتونو سازمان باید د محدودو دولتونو پیروي ونه کړي، د هغوی ګټې په نظر کې و نه نیسي او په بې پرې او ناپېيلي ډول د نړیوالې سولې لپاره کار وکړي، ځکه د منشور محتوا ېې د نړیوالې سولې او امنېت لپاره کار کول دي، باید د خپل منشور د موادو مطابق وړاندې لاړ شي ملامت او سلامت معلوم کړي، حق حقدار تۀ وسپاري ځکه بې طرفانه پرېکړه یې مسولیت او وجیبه ده.