ځنګلونه چې دهرهيواد ملي شتمني جوړوي ساتل يې په هرهيواد وال ضروري اولازمي دي. ځنګلونه که طبيعي جوړشوي وي اوکه مصنوعي خوساتنه يې پرخلکواودولتي چارواکوضروري اولازمي ده ځکه چې ځنګلونه هېوادونواوسېموته ښکلا،ښايست اوسمسورتيا وربښي اوهم دځينو ساري ناروغيوچې دګرداوغبارڅخه انسانانو ته پيداکيږي په له منځه وړلوکې مرسته کوي اودهوا دککړتيا مخنيوي هم کوي زمونږهيواد چې کومه ښکلااخيستي علت اوسبب يي دطبيعي ځنګلونو شتون دي چې له يوې خوا ديادوځنګلونوپه شتون سره دخلکو يوه اندازه اقتصادي ستونزې هوارې شوې اوله بلې خواورته دکارکولو يوسالم مصروفيت پيداشوی ګرانو هيوادوالو! که مونږاوتاسې ددغو ځنګلونوساتنه وکړو اوقاچاقبرانوته داموقع ورنه کړوچې هغوي زمونږاوتاسې ځنګليزې شتمنۍ په بې رحمانه توګه ووهي!؟ اويې په کولي توګه له منځه يوسي نوپه کارده چې ددغه کار دمخنيوي په اړه مونږ لازم اوپه وخت ګامونه پورته کړنو په داسي کولوسره به مو دهيواد دپرمختيا اوساتنې لپاره عظيم کار کړی وي اودخپل هيوادسره به موپه ريښتوني ډول مورنۍ مينه څرګنده کړي وي له بلې خوا څه ډول چې وېيل کېږي دامهال دځينو خود غرضه اوملي ګټوته نه وفادارو کسانولخوا زمونږديوشمېر ځنګلونو شنې ونې په بې رحمانه توګه وهل کيږي اوبياګاونډيو هېوادونو لکه پاکستان اوايران ته په قاچاقي ډول ليږدول کيږي او هلته په ازادبازارکې دليلام په بيعه خرڅيږي چې، داپخپله دځان اوټول هېوادله خلکواوملت سره غټه جفاده نوښه به داوي چې په خپله ولس اوبيادولتي چارواکي ددغه کارمخه ونيسي او دغه رازکسانوته هيڅکله هم اجازه ورنه کړاي شي چې د بيا لپاره په ورته عمل لاس پوري کړي .ځکه داډول خلک په لوي لاس زمونږ دهيوادښکلااوپرمختګ ته زيان رسوي ددغه ناوړه چارودمخنيوي لپاره افغانستان دولت ته په کارده ترڅو دهغوخلکولپاره چې دامهال يې دبل کارد نه شتون له امله دځنګلونوشنوونو په وهلو اوقاچاق پيل کړي دي ،مصروفيت پيداکړي چې له دغه ناوړه کار څخه لاس په سرشي، ځکه چې دځنګلونوپه شته والي سره مونږکولاي شو دسوند توکو ستونزې هوارې کړو، له پښو لويدلی اقتصاد مو بيا په خپلو پښو ودروو اوګران افغانستان دنړۍ دنوپرمختللو هيوادنو په قطارکې راولو افغانان اوپه تېره بياپښتانه چې ٥٠٠٠ کلن تاريخ لري اوتل يي دخپلي خاوري ساتنه دهر اهريمن پر وړاندې کړې ،. داځل هم ددغه دښمن له منځه وړلو چې زمونږدځنګلونوونې په بي رحمانه توګه وهي خپلي مټي راونغاړي اونړيوالوته وښيي چې له دي وروسته افغانان دنوروپه لمسون خپل هيواد نه ورانوي اودخپل وطن په ښکلا او ساتنه پوهيږي اوکولي شي چې دځنګلونوپه ساتلوسره خپل هيوادته ښکلاور وبښي او په دې کارسره به دوی دخپلو څارويولپاره زيات دڅړځايونه هم موندلي وي اوهم به يې دهغوی دلوږې له ازار څخه ځانونه ساتلي وي چې داوخت مالداران وروڼه ورسره لاس اوګريوان دي او ترې عاجزپاتي شوي دي دخپل ګران هيواد دځنګليزو شتمنيودښي ساتنې په هيله
وروستي