مطالعه څه ته وایي؟

پر يو شي خبرېدلو او کتاب لوستلو ته مطالعه وايي. که هر څومره څوک مطالعه کوي، پوهه يې ډېرېږي. مطالعه د انسانانو له مغزو څخه د ناپوهۍ پردې لرې کوي، د ښو او بدو توپير پرې کوي او د انسان شخصيت جوړوي.

مطالعه د پوهې تهداب جوړوي، ځکه د ځمکې پر مخ د ټولو شيانو په اړه کتابونه ليکل شوي، چې په مطالعې سره يې انسانانو ته د ټولو شته موجوداتو په هکله معلومات لاسته راځي. همدارنګه مطالعه انسان د يوې سيمې له سياسي، اقتصادي، نظامي او ټولنيزو حالاتو څخه خبروي، او هغه منفي فکرونه چې موږ يې د يوې سيمې او خلکو په هکله لرو، له منځه وړي او مثبتو فکرونو ته وده ورکوي.

همدارنګه مطالعه د انسان ذهني پياوړتيآ او تمرکز لوړوي چې په دې سره انسانان د خلاقيت لوري ته هڅول کېږي او نړۍ د نويو اختراعاتو سره مخ کوي.

په پای کې موږ ټول بايد په ورځني ژوند کې د مطالعې سره ځان عادت کړو، تر څو د بريا لوړو پوړيو ته ورسېږو او د يو هوسا ژوند څښتنان شو.