د ترکيې نننۍ ټاکنې؛ ځينې وړاندوينې ښيي چې ښايي اردوغان يې وبايلي 

نن د مې مياشتې ۱۴مه ترکيه کې ولسمشريزې او پارلماني ټاکنې ته تر سره کېږي. ولسمشريزو ټاکنو ته يې اوسنی ولسمشر رجب طيب اردوغان، کمال قلیچ‌داراوغلو او يو بل کس نوماند دی. 
 
کمال قلیچ‌داراوغلو د ترکيې د لومړني ولسمشر او د اوسنۍ مډرنې ترکيې بنسټګر مصطفی کمال اتاتورک له ګوند څخه نوماند دی. د ترکيې د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند بنسټ مصطفی کمال ايښی وو. 
 
يو شمېر وړاندوينې ښيي چې دغه ټاکنو کې به کمال قلیچ‌داراوغلو له رجب طيب اردوغان مخکښ وي او لامل يې دا ښيي چې د اردوغان په وروستيو کالونو کې د ترکيې اقتصاد خراب شوی او د توکو بيې لوړې شوې دي.