د ايران اوسعودي کړکېچنې اړيکې او د چين منځګړېتوب 

که څه هم ايران او سعودي عربستان  منځني ختيځ کې اسلامي هېوادونه دي، خو سيمه کې د سياسي واک او مذهبي توپير پر بنسټ يې له کالونو اړيکې سره ترېنګلې او خرابې وې. 
 
د دوی دوو اړيکې په ۲۰۱۶ز کال کې هغه وخت ډېرې سره خرابې او کړکېچنې شوې، چې سعودي عربستان هلته د نمرــباقر په نوم يو اغېز لرونکی شيعه مشر ونېولو او وروسته يې اعدام کړ. 
 
د سعودي عربستان ددغه اقدام په غبرګون کې ايران کې د سعودي عربستان پرخلاف لاريونونه وشول او لاريونوالو تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت بريد وکړ، چې تلفات يې لرل. 
 
ورپسې سعودي عربستان خپل ډپلماتان له تهرانه راوغوښتل او پلازمېنه رياض کې يې ايراني دپلماتانو ته خبرداری ورکړ، چې ۴۸ ساعتونو کې هېواد پرېږدي. دې سره د سعودي عربستان او ايران اړيکې سره غوڅې او سفارتونه يې وتړل. 
 
تازه د چين په منځګړېتوب له ۷ کالونو وروسته د ايران او چين بهرنيو چارو وزيرانو سره رسمي لېدنه وکړه، او دې پايلې ته ورسېدل چې خپل سفارتونه بېرته پرانېزي او ډيپلماټيکې اړيکې سره پيل کړي. 
 
د ايران او سعودي عربستان د اړيکو د ناڅاپه ښه کېدو په اړه بېلا بيلې شننې کېږي، او انګېرنه داسې ده، چې چين په دې لټه کې دی، چې د اسيا لويه وچه کې د ستر ځواک رول ولوبوي او د امريکا لاسونه لنډ کړي.