کور او دفتر کې له وای فای (Wifi) سره د نېږدې پاتې کېدو زيان 

که څه هم تر ننه څېړنې داښيي، چې په کور او يا دفتر کې د انټرنېټ لپاره د وای فای موډم - روټر لګول او ور سره نېږدې پاتې کېدل روغتيا ته کوم زيان نه لري، خو يو شمېر تازه څېړنې ښيي، چې د وای فای وړانګې روغتيا لپاره مضرې دي. 
 
يوه تازه څېړنه په ګوته کوي چې شونې ده، وای فای له امله يو شمېر ستونزې رامنځته شي. د نارينه پر  هګيو او سپرم منفي اغېز، وجود کې د کلسيم نامنظم ډېروالی، د اندوکراين سېستم د هورمونونو ګډوډي او يو شمېر نور مسايل د وای فای له وړانګو سره تړاو لري. 
 
د يادونې چې تر اوسه د وای فای د وړانکو او وای فای سره د نېږدې پاتې کېدو د روغتيايي زيانونو په اړه جامع او په سندونو ولاړه  څېړنه نه ده وړاندې شوې، چې روغتيا لپاره ضرر لرونکی دی او کنه.