د هګيو له پوټکي د انساني هډوکي جوړول 

ساينس پوهانو د کالونو څېړنو وروسته دا پايله تر لاسه کړې ده، چې د هګيو د اضافي او بېکاره پوټکو څخه د انسان د هډوکو د پيوند لپاره ګټه واخلي او د هګيو له پوټکو هډوکي جوړ کړي. 
 
د شوې څېړنې مشر ډاکټر کیانلي ما کیانلي په خپل راپور کې ويلي دي، چې د هګۍ پوټکی کلسیم او فاسفورس لري او د هډوکي په جوړښت کې هم کلسیم او فاسفورس  اړين مواد دي. نو شونې ده، چې د انسان د هډوکو درملنې لپاره د هګۍ پوټکي د غوره خامو مواد په توګه وکارول شي. 
 
اوس که چېرې د جراحي عملياتو پر مهال د انسان د يوې برخې هډوکی کم شي نو اړتيا به نه وي چې د بلې برخې هډوکي ورته پيوند شي، بلکې د هګۍ پوټکي به دغه تشه پوره کړای شي.