د ملنګ جان په (خوږې نغمې) درېیم چاپ -تنقیدي لیکنه

بسم الله الرحمن الرحیم
خوږې نغمې
     ملنګ جان یعنې هغه نوښتګر شاعر چې ډيری هنري زړونه یې تر خپلې واکمنۍ لاندې راوستي  وو او تر اوسه یې هم پښتو د شعر او ژبې پالونکي د هنري انګازو په لمانځنو بوخت دي.       
  
ملنګ جان په ۱۲۹۲ لمریز کال د ننګرهار د بهسودو په چمیار کلي کې زېږیدلی دی، پلار یې ملک عبدالشکور نومیده، په پنځه لس کلنۍ کې یې په شعر لیکلو پیل کړی او د ۴۳کلونو په عمر د موټر د چپه کېدو له امله په ۱۳۳۶کال کې له فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.  
                                   
تر اوسه پورې د ملنګ جان خوږې نغمې درې ځله چاپ او خپراوي ته وړاندې شوې دي، چې درېیم وار د لعل پاچا آزمون په زیار ۱۳۷۷کال او د علامه سید جمال الدین افغان ټولنې له خوا په زر ټوکه کې چاپ شوی دی.            
                                                                                 
د دې کتاب د لیکنو په پیل کې پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار چې هغه وخت د همدې فرهنګي ټولڼې مشر وو؛ د څو پاڼو په ترڅ کې د یادښت او منښت تر عنوان لاندې یو ځغلنده نظر په چاپ چارو تېر کړی دی، ورپسې د ملنګ جان په ژوند ډېره ضعیفه او لنډ مهاله رڼا غورځېدلې چې لیکوال یې نه تر سترګو کېږي په منطقي ګمان باید لعل پاچا آزمون لیکلې وي خو نورې ټولې لیکنې دلته د زیار صیب دي. له دې وروسته تر مکرر/ بېل عنوان لاندې یو څو خبرې د تېر یادښتیز متن په دوام لیکل شوې دي خو دلته تر دې لیکنې لاندې بیا یوازې د (سید جمال الدین افغان فرهنګي ټولنې مشر) لیکل شوي دي، چې په لوړ احتمال به دا هم د زیار صیب لیکنه وي.   
                                                  
دوکتور زیار دلته په ډيرو مهمو موضوعاتو باندې خبرې کړې دي؛ د کتاب د بیا خپراوي په عواملو او رامنځته شویو بدلونونو په اړه  یې یادښتونه وړاندې کړي دي، په دې چاپ کې د ملنګ جان  ۲۹نوې شعري بېلګې، دوه درېیو زړو مسرو اصلاح، د لیک دود غلطیو  سمونې او جولیزې ښکلاوې په نظر کې نیول شوې دي.       
                                                                                       
د دې چاپ په اووم مخ/درېیم پاراګراف کې د ګرامري سمونو برسېره د کلمه ییزو تحرفاتو ذکر شوی چې آزمون صیب بیا دا تحرفات د بختیاني او رښتین صیب په اجازه ترسره کړي دي؛ که چېري یو لوستونکی په دې پوه شي چې په متن کې یې تحریفات موجود دي، کوم چې تذکر پراخ خیال هم نه وي پکې ساتل شوی نو متن ورته بې خونده او شکمن کېږي.                                                  
  
د ملنګ جان خوږې نغمې  درېیم ځل چاپ د آزمون صیب په خواریو ترسره کېږي، نو اشده اړتیا د ده د موندنو، نظریاتو  او کار بهیر بیان ته لیدل کېده، یعنې کم تر کمه د کره کتونکي له لیکنو پرته خو یو متن د ده په نوم موجود وای؛ چې هلته به ده په بشپړه توګه د کار میتود، روش، تحرفاتو، ستونزو،د بشپړو ماخذونو او اعتبار او تدوین ټولو چارو ته اشاره کړې وای خو دلته د آزمون صیب تش نوم صرف څو ځله ذکر کېږي چې ده همدې یادونو له مخې موږ پوهیدی شو چې دا کتاب دا ځل آزمون صیب تدوین کړی دی؛ داسې ښکاري چې آزمون صیب د دې هر څه کیسه زیار صیب ته په شفاهي بڼه کوي او هغوي هم مهم ټکي نوټ کړي وي او بیا زیار صیب لیکنو ته ملا تړلې وي.      
         
ملنګ جان په خپلو هنري/پښتني نارو سورو د پښتو شعر لوړو برجونو ته خېږوي؛ نو اته مخیزه لنډه/ تنګه لیکنه یې له آسمان او ځمکو موضوعاتو په اړه  د ذوق او زیار په راسپړنه کې له مخه پناه کول دي.  په راتلونکو تدوینونو کې لازمه ده چې د ملنګ جان د شاعرۍ په ارزښت، اغېز، شعري سبک، قالبونو، ادبي صنایعو، هنري خواوو، نوښتونو او نورو بېلابېلو موضوعاتو هم یادونه وشي.             

 آزمون  صیب د ملنګ جان د تدوین کړي کتاب په حواشو کې د هغو ۲۹ نویو شعري بېلګو د سرچینو یادونه کړې ده؛ دلته یې د ګوتو په شمار څو بېلګې له معتبرو کتابونو راخیستل شوې دي او نورې پاتې بېلګې د سندرغاړو له خولو  رانقل کړې دي د خواشینۍ خبره دلته ده چې سندرغاړې د هر شعر مجسمه د خپلې خوښې او اړتیا پر اساس له سره حکاکي کوي.                                                  
       
په دې چاپ کې د نتیجې په توګه د نویو بیلګو د موندنو په دوام د دې اړتیا وه  چې ملنګ جان اوس  څه تعداد بیتونه، بندونه یا شعري ټوټې لري؟  خو زیار صیب په دویم مخ وروستي پاراګراف کې په دې چاپ د بشپړتیا حکم کوي، نو داسې ښکاري چې د ملنګ جان د نورو شعرونو موندلو او تصحیح کولو ته دې څوک ځان نه ستړی کوي.                                                                         
 په هر حال ملنګ جان بابا د پښتو ژبې هغه شاعر دی چې په ځواکمنه توګه یې د پښتو او پښتنو لپاره  له همت او غیرت ډک شعرونه وړاندې کړي.    
                                                             
د ده په دې موزون هنر  کې دومره جذبه او حماسه پرته ده چې بشپړ لښکر راپاڅولی شي چې یوه بېلګه یې دا ده:                                                                                                   
زما ځواني ډول کوي او پښتنواله سره
زه په پښتو او پښتنواله باندې سر ورکوم
په درنښت!