د TEMPO په نوم دغه سپوږمکۍ فضا ته استول کېږي ترڅو د هوا ککړتيا دقيقه مالومه کړي 

د ناسا ادارې له خوا د TEMPO په نوم  دغه سپوږمکۍ په نېږدې ورځو کې فضا ته استول کېږي  او دنده  يې دا ده چې د هوا د ککړتيا په اړه دقيق مالومات راټول او ځمکې سره شريک کړي. 

په پرمختللې او دقيقه بڼه دغه جوړه شوې سپوږمکۍ به اټموسفير کې د دي - اکسیدنیتروژن، فرمالدئید او اوزون په اړه مالومات رااخلي او پر ځمکه منفي اغېزې به يې راټولوي. 

TEMPO به هره ګړۍ هوا کې د مضرو عناصرو اندازه او شدت په ګوته او دا به وښيي چې ځمکې باندې ددغه مضرو عناصر اغېز تر کوم بريده دی او ور سره به يې د مخېنوي لارې - چارې وړاندې کوي. 

اوسنۍ ۲۱مه پېړۍ کې د هوا ککړتيا يوه نړيواله ستونزه او کشاله ده، چې د ځمکې پر مخ د انسانانو ژوند يې له ګواښ سره مخ او لسګونه ناروغۍ يې پيدا کړې دي.