مګنیزیم وجود ته څه ګټه لري او کومو خواړو کې پيدا کېږي؟ 

مګنیزیم د ژونديو موجوداتو او په ځانګړي د انسانانو د وجود لپاره يو اړين او مهم منرال دی. هغه کسان چې وجود کې يې مګنیزیم  کم وي - اشتها نه لري، د ډوډۍ خوراک وروسته کانګې (استفراق) ورځي، وجود يې کمزوری او ستړی وي او عضلي يې درد کوي. 

که چېرې وجود په کافي اندازه مګنیزیم ولري نو اړوند کس ته ډېر تشويش نه پيدا کېږي، سردرد نه وي، د عضلو او په ځانګړي ډول د زړه عضلو حرکت يې روغتيايي وي، مګنیزیم لرونکي خواړه د شکر د دويم ډول مخه نيسي او مګنیزیم د کلسيم په څېر د هډوکو غښتلتيا کې ونډه لري. 

تور رنګه شنه سابه لکه پالک، د وچې ميوې بېلا بېل ډولونه، او حبوبات لکه لوبيا، نخود او نور د مګنیزیم غني سرچينې دي. تازه ميوه کې پاپايا، انځر، کيو او تور توتان ډېر مګنیزیم لري.