له خوب ويريدل (somniphobia) يوه شديده رواني ناروغي -دويمه برخه 

د همدې ليکنې په لومړۍ برخه کې مو  له خوب ويريدل (somniphobia) په اړه عمومي مالومات او ددغه رواني ناروغۍ نښې - نښانې درته وښوودلې؛ دې دويمه برخه کې يې درملنه او مخېنوی زده کړئ. 

په دې پار ترڅو somniphobia باندې ککړ نه شئ نو له خوب وړاندې يو ساعت د تلوېزون کتل، د موبايل او کمپوټر کارول پرېږدئ. منظم او هر وخت سپورټ وکړئ، سړه او تياره کوټه کې ويده شئ. 

که چېرې پر دغه رواني ناروغۍ ککړ ياست نو د Inderal، Tenormin او Xanax په نومونو درمل دغه ناروغي کنټرولوي خو اړينه دا ده، چې له يو رواني ډاکټر سره په اړيکه کې شئ او د هغې د لارښوونې اړوند وړاندې لاړ شئ او ځانګړي توصيه شوې درمل د ډاکټر په لارښوونه وخورئ.