د ډیناسورو په اړه 

د ډیناسورو پاتې شونې او نښې په اووه وچو (اسيا، افريقا، انترکتېکا، اروپا، اسټراليا، سويلي او شمالي امريکا) کې پيدا شوې او دا ښوودنه کوي چې دغه ژوو د نړۍ په هره برخه کې ژوند کړی او مېشت شوي وو. 

د ډیناسور پاتې شونې څرګندوي، چې دوی (ډیناسور) ۶۶مېليونه کاله وړاندې ژوندي موجودات وو. د لرغون پوهانو موندنې ښيي، چې ډیناسورو ۱۵۰ مېليونه کاله په دې خاورينه کُره نسلونه - نسلونه پاتې شوي دي. 

ډیناسور دومره غټ ژوندي موجودات وو، چې د يو ډیناسور وزن نېږدې پنځوس ټنو ته رسېدو. د لرغون پوهانو په اند ډیناسورو کم عمر درلود. د عمر منځنی حد يې له ۵۰ تر ۱۰۰ کال پورې وو. 

دا چې دغه موجودات څنګه له منځه لاړ، په اړه يې نظريې توپيري دي. ځيني وايي چې د اقيلم ډېر ګرمښت او د ځينو په اند د هوا يخوالی د ډیناسور د نابودۍ سبب شو.