د خلکو په تیروتنو سترګې پټوه!

الله تعالی فرمايي:
اې پېغمبره! د نرمۍ او تېريدنې لار غوره کړه، د ښو چارو ښوونکی اوسه او له ناپوهانو سره مه نښله. 

که د چا ښېګڼې ډیرې او بد ګڼې کمې وي؛ نو د هغه پريښودل نه دي پکار، ځکه دغه کمې بد گڼې یې د بښنې وړ دي!

حکیم کندي وايي:
دا چې انسان له څلور ډوله عناصرو رغښت موندلی دی؛ نو ته څنګه کولای شې په يو دوست کې يو ډول عادتونه او خویونه ترلاسه کړې؟!

ژباړه:  هغه کسان،  چې له لويو لويو ګناهونو او ښکاره څرګندو ناوړه افعالو څخه ډډه کوي؛ خو دا چې څه قصور ترې صادر شي پدې کې شک نشته چې ستا د رب د بښنې لمن ډيره پراخه هغه پر تاسې له هغه وخت نه ښه پوهېږي،   چې کله هغه له ځمکې  نه تاسې پيدا کړئ او کله چې تاسې  لا د خپلو ميندو په ګېډو کې اومه ماشومان (جنين ) وئ.  نو د خپل نفس د پاکۍ دعوې مه کوئ،   همغه ډېر ښه پوهېږي،   چې رښتینی پرهيز ګار څوک دی. 

ستا لپاره همدا بس دي، چې په ملګري کې فقط مثبت اړخ ولټوې.  
ابو درداء رض فرمايي:
د يوه دوست ملامتول تر دې غوره دي، چې بیخي یې له لاسه ورکړې،   ځکه له تا سره پوره دوستۍ ته څوک چمتو دي؟!
همدغه مانا او مفهوم شاعرانو هم اخيستی:
ځينې حکماء وايي:
بشپړ انصاف غوښتل هم بې انصافي ده. 
ځينې نور بیا وايي:  موږ له ځانونو څخه خوښ نه يو؛ نو له نورو به څه خوښ شو ؟!

نابغه وايي:
که د یو چا تيت و پرک حالت ور جوړ نکړې؛ نو څوک به دې دتل لپاره دوست پاتې نشي. 

جعفر بن محمد خپل زوی ته وايي:
بچیه !  ستا په دوستانو کې که يو څوک ډیر ځله له تا نه خپه شي؛ خو بیا هم ستا په اړه څه ناوړه خبره ونکړي،   نو له دغسې کس سره دوستي را ټینګه کړه.
 
حسن بن وهب وايي:
د دوستۍ حق دا دی، چې دې دوستانو په تېروتنو سترګې پټې کړې. 
الله تعالی فرمايي:
موږ آسمانونه او ځمکه او د هغو ټولې هستۍ له حق نه پرته پر کوم بل بنسټ نه دي پیدا کړي او د پريکړې سات هرومرو راتلونکی دی؛ نو ای محمده صلی الله عليه وسلم ! ته (د دغو خلکو پر بابیزه چارو) له شريفانه تېريدنې څخه کار واخله. 

ابن رومي وايي: 
  دا دنیا ده او دا یې خلک چې په سترګو کې یې لږه څه خړ پړتیا منځ ته راشي؛ نو هغه د چا خبره آسمان په تېږو ولي،   کله چې ته په خپله بشپړ نه یې، نو له نورو څنګه د بشپړتيا او کمال غوښتنه کوې،  دا څنګه انصاف ده؟!

يو شاعر وايي:
له هرې زمانې سره زموږ تړاو پاتې دی؛ خو زموږ بیلتون د پسرلي بارانه ته ورته دی، چې ويره ول ډیر او ورول کم کوي،  د هر چا له غوسې نه الله تعالی ته پناه ور وړم، پرته د محبوب له نازونو او نخرو څخه، ځکه چې دا د هغه فطرت دی. 

الله تعالی فرمايي:
«که پر تاسې باندې د الله تعالی مهرباني،  رحم  کرم نه وای،  نو له تاسې څخه هيڅ يو نه شو تزکیه کيدلای. »

يو شاعر وايي: آيا ته دې يوه داسې بشپړ انسان په لټه کې یې،  چې له هر ډول عیبه پاک وي؟! څه فکر کوې، چې د عود لرګی تر دود او لوګي پرته خوشبويي ورکولای شي؟!
بیا فرمایي:

ژباړه «نو د خپل نفس د پاکۍ دعوې مه کوئ،  همغه ډير ښه پوهېږي، چې رښتینی پرهيز ګار څوک دی.»