ننګرهار کې په لومړي ځل د څاڅکو اوبه خور سيستم فعال شو

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ هډې اخندزاده صېب شپږم بلاک کې د څاڅکو اوبه خور سيستم په لومړي ځل فعال شو، دا سيستم د Drip Irrigation يا څاڅکې اوبه خور سیسټم نومیږي چې ۱۰۰ جريبه ځمکه یې په دوه صحي اوبو څاه ګانو  اوبه خور کېږي، د هېواد سپين غر شرکت مشرتابه الحاج انجنير معروف فقيري په هڅو چمتو شو، چې د پرانېستې مراسمو ته يې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر حاجي مولوي صاب عطاءالله عمري او ګڼ شمېر نورو مسوولينو په ملتيا هم ورغلی و. ښاغلي عمري په دې پرانېست غونډه کې له پانګوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي او دکرنې وزارت دوی ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو له ډلې د ځمکې اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.

د دې غونډې چې د نظامت چارې یې د هېواد ځوان لیکوال او ژباړن استاد حضرت عثمان نوري مخته وړلې، پکې د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو او یوشمېر پانګوالو په حضور کې په سل جریبه ځمکه کې د څاڅکې اوبه خور سیسټم د پرانیستې په موخه جوړه شوې وه او د هغو بڼونو څخه چې د څاڅکې په سیسټم خړوبېږي د لیدنې پر مهال د کرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري له خصوصي سکټور څخه د کرنې وزارت ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه: «موږ په خپل هېواد کې ډېر زیات امکانات لرو، چې په وروستیو څو لسیزو کې د جګړې او نورو ستونزو له کبله مو ورته لاس رسی نه درلود، خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته په دې وروستی یو نیم کال کې له امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په موخه وضعیت ډېر ښه شوی دی او له دغو امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې اساسي ونډه زموږ د پانګوالو ده.»

ښاغلی عمري دغه راز له پانګوالو وغوښتل، چې رادې شي او له کوم خطر او ګواښ پرته دې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي: «موږ دکرنې په وزارت کې په هره کچه ځمکه چې دوی ورته اړتیا ولري، د دوی په اختیار کې ورکوو او ترڅنګ یې هر ډول اسانتیاوې هم ورته برابروو. دکرنې وزارت د کرنې د پراختیا صندوق لري، چې له دې لارې سوداګر چې څومره پیسې وغواړي ورته برابروي ترڅو دوی راشي او د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، چرګانو روزنې، بڼوالۍ او نورو سکټورونو کې پانګونه وکړي.»

په همدې حال کې یوشمېر هغه پانګوال چې په بڼونو کې د څاڅکي اوبه خور بڼونو په جوړولو کې یې پانګونه کړي دي، د کرنې له وزارت څخه د اسانتیاوو برابرولو په ځانګړې توګه د پانګونې په پار دوی ته دځمکې اسانتیاوو برابرولو په موخه دکرنې له وزارت څخه مننه وکړه او د خپلو بڼونو د لا پراختیا په پار د ا.ا.ا د ملاتړ او همکارۍ غوښتونکي شول.

د هېواد سپین غر شرکت اړوند د دې باغ تخنیکي مسوول محمد عزیز سعیدي وویل: «موږ نږدې پنځه کال وړاندې په ننګرهار کې د څاڅکې اوبه خور سیسټم څخه کار واخیست، په دې وخت کې هېڅ چا  باور نه درلود، چې دا سیسټم به بریالی شي او ښه پایله به ورکړي، خو موږ په دې بڼه پنځه سوداګریز بڼونه جوړ کړل، چې پایله یې غوره وه، په همدې موخه نور خلک هم وهڅېدل او د څاڅکي اوبه خور په سیسټم یې بڼونه جوړ کړل.»

د ننګرهار ولایت دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دمګړۍ په ننګرهار کې د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال څه باندې ۵۰۰ جریبه بڼونه جوړل شوي دي او دا لړۍ روانه ده.

په همدې حال کې د ننګرهار د کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم د ابادۍ او زرغونتیا په پار د کرنې وزارت پر هلو ځلو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «په کوم ځای کې، چې موږ یو په وروستیو لسیزو کې په کې کوم کار نه دی شوی، ویجاړه پاتې وه، خو اوس داسیمه اباده شوې ده، او په کې بڼونه جوړ شوي دي، د هېواد ابادۍ او زرغوتیا په پار زموږ هلې ځلې روانې دي او له خلکو هم غواړو چې په دې برخه کې دې له موږ سره همکاري وکړي.»

دا غونډه  د بهرنيو چارو وزارت د ټرانسپورټ رييس مولوی نقیب الله ځلاند، د رياست الوزراء د دفتر مرستيال احمد الله متقي، د رياست الوزرء مطبوعاتي مسوول ملا محمد نسیم هلال، د رياست الوزراء د دفتر رياست د معينيت سکرتر مولوی عزت الله عابد، دکرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس مولوی مصباح الدین مستعین، د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد او د کرنې وزارت سلاکارانو میرویس خوگیانی، بشیر احمد پیام، محمد ولي وزیري او عزیزالرحمن رحماني په شتون کې په لاره اچول شوې وه.

د هېواد سپين غر شرکت مشرتابه او د دې باغ څښتن الحاج انجنير معروف فقيري له راغلو ټولو کرانقدرو مېلمنو د مننې وېنا وړاندې کړه او د دوی له راتګ یې خوښي څرګنده کړه.

غونډه د مولوي محمد اسلم حنفي په اختتامیه دعايې پای ته ورسېده.