د  پاچاخان عدم تشدد،  د  پښتنود  ټولنیزې او فکري  ودې لوی عامل

د نه زور زیاتي د نامتولارښود پاچاخان د تلین په د رشل کې
 
   زما مذهب رښتیا،  مینه،  محبت اود خد ای د مخلوق خد مت د ی
پاچاخان
ښایې د اهم د ډیرکسانو لپاره د یوې معما ځای ولري،  ښایي ډیریې ونه مني چې پاچاخان د خپل فلسفې  لید  له مخې په یوه مدني ټولنه باند ې ورګډشو،  کید ای شي تاسې ته به د هند په نیمه وچه کې د پښتنو اند  اوژوند  هم د اسې ښکاره شي لکه د افغانستان د پښتنو په شان،  همد غه ټکی کله کله د اتیروتنه هم رامنځ ته کوي چې زیاتره افغانان د پښتونخواد پښتنو په اړه هم د افغانستان د افغانانو په شان فکرکوي،  ان کله کله خو د اهم پسې وایی چې د وی نورهغه څه،  هغه ارزښتونه چې افغانان یې لري له لاسه ورکړي،  مانا د اچې په نوي ډول پښتنوکې یې شمیري.  
 
زما لپاره  د د غه بحث په ترڅ کې همد غه ټکي  په ځانګړې توګه د پاملرنې وړټکی د ی،  په د ې مانا چې د غه لید  په خپله پښتنې ټولنه کې په ټولنیزلحاظ د ټولنیزې قانونمند ۍ له مخې په د ووبرخو(پرمختللې)اود ( پرمختګ په حال ) یا وروسته پاتې باند ې ویشلې د ه،  چې لومړی سستم په کوزه اود ویم په بره پښتونخوا باند ې اطلاق کید ای شي. کوزه پښتونخوا له شکه پرته د اقتصاد ی اوټولنیز سستم له مخې د هند د  نیمې وچې په سستم کې راځي،  د د غې سیمې پښتون ذهنیت د  افغانستان له هغه سره په هراړخیزه توګه توپیرلري،  وګورﺉ د اکوزني پښتانه د ي چې د نوي تمد ن له ښیګړوسره له نژد ی یوې نیمې پیړۍ راپه د یخوا آشناد ي اود  ژوند  تګلوری یې پرهغه خوا باند ې په طبعي توګه روان اوعیارشوی د ی،  ښاري ژوند  اود نړیوال کلتوراغیزله ډیرپخواڅخه پرد غو خلکو باند ې سره له د ې چې موږ یې د  ناخپلواکو وروڼوپه نامه سره یاد وو برلاسی شوي او د ټولنیزخوځون لوري یې د نوي عصرپرلور په هراړخیزه توګه روان د ي،  زد ه کړه،  د نوي تمد ن له ځانګړنوسره آشنایې،  ښوونځی اوپوهنځي اوس په کوزه پښتونخواکې د هرپښتون د ژوند  له اړینوځانګړنوڅخه بلل کیږي، اود اهماغه هڅه وه چې پاچان د هغو لپاره د خپلې انساني فلسفې له مخې په خوراجراآت اومیړانې سره لاره پرانیسته، ا ود اهغه پیل وچې د هغه په ارزښت باند ې تراوسه پورې پښتون په تیره افغان پښتون لاهم یا  نه پوهیږي او یاد اچې ځان نه پوهوي همد اد ه چې  پاچاخان د غې موضوع ته د اسې اشاره کوي :
 
((  زه په مشن سکول کې د خپل هیډ ماستر وګرم اود هغه د  ورور ډاکتر وګرم نه ډیرمتاثرشوي وم، د هغوی قربانیو راباند ې ډیراثرکړی و، زماهم د اخیال پید اشوی وچې د د ې قام او وطن خد مت مې وکړی، په د غوورخوکې زمونږ د قام د جهالت په وجه ډیربد حالت و،  نه د حکومت له خواڅه انتظام و اونه د قام له خوا د تعلیم کولو هیڅ انتظام نه و اوکه په کوم کلي کې به پرایمري سکول وهغې ته هم ملایانو څوک نه پریښود ل نوما غوښتل چې د پښتنود بچود تعلیم د پاره په ملک کې اسلامي مد رسې جوړولو کوښښ وکړم او خپل ژوند  به په د ې خد مت کې تیروم.  په ۱۹۱۰ ع کې ما اومولوي عبد العزیز صاحب یوه مد رسه په اتمانزو کې جوړه کړه  او د نورو مد رسو جوړولو د پاره مو په نوروعلاقوکې د وره شروع کړه،  د خلکو توجه مې د علم طرف ته کړه او د پښتنوپه زړونوکې مې د علم د ضرورت احساس پید اکړ اود غه شان مو  ورو  ورو په مختلفو علاقوکې د مد رسو جوړول شروع کول  اوپه لږ وخت کې مو ډیرې مد رسې جوړې کړې.  زموږ کلي ته نژد ې د مفتي آباد  نه خلک راغلل چې ته راشه مونږ د لته یوه مد رسه جوړوو،  زه ولاړم خلک مې راټول کړل د علم د ښیګړو په باره کې مې ورته خبرې وکولې، په د ې کې یوملا راغی چترالی ( چترال زموږ د اتمازو د کلي په میره کې یوه بانډه وه ) ملابه یې ورته ویل،  د د ه سره ټوپک هم واوکتابونه هم  ورسره وو.  مونږ سلامشوره کوله خبرې موکولې،  ملاصاحب پاڅید و او ویی ویل چې زه د اتعلیم چې عبد الغفارخان شروع کړی د ی  نه منم  اونه د ا تعلیم د ی اوهغه ویل چې په د ې مد رسوکې چې کوم کتابونه لوستل کیږي نوپه هغه کې د ي چې : (ایک کتا بهونکتاهې) یعنی یوسپی غاپي او په بل کې لیکلي چې
 
( A big Fig)    
یعنی یوعټ انځر د اڅه د ی؟   د اعلم د ی؟   نوزه راغلی یم  چې د د ه سره فیصله کول غواړم چې په کتاب راسره فیصله کوي که په ټوپک؟   ماورته وویل چې ته ښه پوهیږې چې زه د ټوپک کارنه کوم اود غلته چې اتمانزو ته ځې زما یو تربورد ی چې محمد  خان یي نوم د ي هغه ته د ټوپک نوم واخله نوپخپل ځان به پوه شې چې ته څومره  سړی یې،  ملاصاحب علم خد ای او رسول په موږ مسلمانانو فرض کړی د ی اوچه  تاسوخلک د د ې انګریزي مد رسونه منع کوئ نو په کارد ی چې هغو له پخپله خود  تعلیم انتظام وکړئ نوچې تاسو هم ورله څه انتظام نه کوئ اوموږهم د  د وی د  خد مت نه منع کوئ نو د د ې قام د ې خد ای مل شي. ..  )).  [جد و جهد  ۶۷ مخ ]
 
 د مد ني ټولنې جوړول اوپه هغې کې د مد نې ټولنې مقررات په پام کې نیول اوس د پښتونخواکې په ښاري ژوند  کې په یوې منظمې ټولنیزې قانونمند ۍ باند ې اوښتي د ي ان چې د د غو ارزښتونوله مخې اوس د د وی اړیکي له لوید یزوټولنوسره تړل شوی،  د د وی د  ژوند  یوه مهمه برخه په مستقیمه اوغیرمستقمه توګه اوس له لوید یزژوند  اوپرمختګ څخه اغیزمنه د ه،  چې د اګرد ې نښې نښانې اود غه پرمختګ د د غو پښتنود ژوند  پرټولو برخوباند ې خپله څرګند ه اغیزه اوټاکونکی رول  لرلای شي.  زه پرد ې باوریم چې له د غه شان حرکت سره اړوند  د پاچاخان اود هغه د هلوځلواغیزپه مستقیمه توګه د پاملرنې وړد ي،  په د ې چې د پاچاخان فکري تمایل په رښتینی توګه نورد نولسمې پیړۍ د لومړیو کلونو تمایل نه و، هغه تمایل چې پښتنوهلته یوازې د واکمنی اوبرلاسي لپاره فکرکاوه اویایې پرسیمه باند ې د خپل تیرخوبونه لید ل، نه،  د ې د پښتون فکري تمایل د ود ې اوسمونې لپاره د شلمې پیړۍ په ترڅ کې د اسې لکه اروپایې سمونوالي (ریفورمستان ) ود رید ،  د د ه لویه ستونزه  له خپلې ټولنې اوخپل عصرسره د اد ه چې د ی نه شي کولای خپلو لوړوغوښتنوته د یوه مرکزي سستم اوواکمنې د مرکزیت ترسیوري لاند ې کاروکړي،  ځکه یې د فکري تمایل اغیزپه پرپښتنې ټولنه باند ې په کمزوري اوکمرنګي ډول سره ډیر ورو ورو راڅرګند  شو.  
 
د اد پاچا خان فکري تمایل وچې پښتون ته یې د نوی فکر شعور ورکړاود غه ځواک یې په آرامی اوسولې سره د د ې جوګه کړچې ځان د ې د  هغه وچ  اوسرزوري پښتنې قالب څخه راوباسي هغه چې  د پیړیوپه اوږد وکې د پښتنود  وروسته والي لامل شوی و.  
 
یوشمیرخلک ښایې ووایې چې د پښتنو د غه نوي خوځون په پاچاخان پورې اړه نه لري  خو زه وایم چې د اپه تمامه پرپاچاخان اود هغه په د غه بهیرپورې اړه لري ځکه چې د غه نظریه په خپله له یوه سوله ییزحرکت اویوه ځانګړي زما ني واټن سره ملګرې وه،  چې د پاچاخان په عصرکې یې آني اغیز په ظاهري توګه  ډیرکمزوری ښکارید ه خو له د ې سره سره بیاهم د غه بهیررامنځ ته شواو ود ه یې وکړه، کټ مټ کار ګاند ي په هند کې رامنځ ته کړ، که د اخبره وکړو چې د هند په اوسنې فکري ود ه باند ې د ګاند ی د افکارواغیزنه و اویا نشته،  فکرکوم د ابه یوه تیروتنه وي،  بله د اچې که د اخبره نه وای نو نن خو به یوه هند ي هم د ګاند ي نوم په خوله نه وای اخیستی.  
 
  ځکه نود د غې خبرې ویل اړین د ي او باید  په ډاګه وویل شي چې  د پاچاخان فکري تمایل اومبارزې په پښتني ټولنه کې یو د اسې پاڅون رامنځ ته کړچې له پیړیوپیړیو وروسته یې د غه ټولنه د اسې وخوځوله چې په پایله کې یې پښتون ټولنیزجوړښت ته د یوه نوي ژوند  اوتمد ن ویاړهغه چې پښتنود لود ي اوسوري واکمنیوله راپرزید و وروسته  په معنوي او فرهنګی لحاظ لاسه ورکړی و،  پاچاخان د اسې یوحرکت بیا د نوي عصراونوي تمد ن په زړه کې راوټوکاوه،  ځکه نو د ا ویلای شو چې پاچاخان اوسني پښتون را ویښ کړاوننی نسبي ټولنیزپرمختګ یې د د ه د تعلیماتواوفکري تیورۍ له برکته د ی.
 
د ه د لومړي ځل لپاره په خپل عصرکې د نومیالي پښتون ټولواکمن شیرشاه د پښتون پوهنې تیوري د عمل ډګرته په سیاسي،  تعلیمي اواقتصاد ي برخوکې را ویسته شیرشاه پښتنوته ویل چې : " پښتنو قبیلویت پریږد ئ  قومیت خپل کړئ " چې له بد ه مرغه زیات شمیر  پښتنو تراوسه هم پرد غه آرباند ې عمل ونه کړ،  برعکس هند وانو  پرهمد غه اصل عمل وکړ، ترقي یی وکړه،  د تمد ن په وړاند ې یی د جهل اوتورتم ملاتړ ونه کړ، خو پښتنوپه ځانګړې او مسلمانانو په عامه توګه له بي غورۍ څخه کارواخیست همد اوه چي نن یی ځان د نړۍ په کچه  د هرڅه ان تراتوم پورې خاوند  کړ.  
 
پاچا خان چې څه کړي او یایې څه ویلي هغه د د ه د پراخې څیړنې او مطالعې ثمره،  تجربه او پایله د ه  پرهغه مهال چې د ی د حج په خاطر منځني آسیا ته لاړ، هلته د ه ډیرې خبرې چي د هند  په نیمه وچه کې هغه نا آشنا وې واورید ې، د ه پرد غه مهال د  ښکیلاک رښتنې څیره په ډیره ښه توګه د اسې چې د اڅیره نه ګاند ي لید لې وه او نه هم نهرو ولید ه،  د د ه لپاره،  د د ه د ټولنې لپاره، یوشمیرشیان وو چې د د ه پرمبارزه باند ې د هغو ځانګړی اغیز وکله چې د ی بیروت ته رسیږي،  هلته  د ښکیلاک یوبلې بڼې ته ځیرشوی، هغه بڼه چې د د ه له چا پیریال سره په ارتباط کې د پاملرنې وړد ه،  د ی د غه لید نه او اورید نه د اسې زموږپه وړاند ې ږد ي او لیکي: "  د بیروت په یوهوټل کې مې د یوه مسلمان عرب سره خبرې شوې، هغه راته وې چې زه د لته د یوې کومیټې د پاره راغلی یم چې هغه کومیټه د فرانس حکومت د د ې لپاره مقررکړېد ه چې په د ې خبره غوروکړي چې تش تعلیم د رعایا د پاره مفید  نه د ی،  د ې سره صنعت اوحرفت هم په کارد ی،  زه حیران شوم چې د فرانس په د ې ملک کې لس کاله لاد حکومت شوي نه د ي اوبیا  د  د وی د صنعت اوحرفت ورسره فکراو خیال د ی اوپه هند وستان کې د انګریزد پاچایی تقریبآ د وه سوه کاله وشوغریب رعایا هره ورخې د صنعت اوحرفت چغې وهي لیکن څوک پرې غوږ قد
 
رې نه ږ د ي  " [ جد وجهد  ۳۳۰ مخ ]
  پاچا خان ښوونه او روزنه د انساني روزنې  مهم راز او رمزباله،  په د غه برخه کې د ی په رښتیا هم د پیغامبرد هغه حد یث ډیرکلک پلوی  او پیروهغه چي ویلي وو چې : (علم زد ه کړه که څه هم په چین کې وي )، همد اوه چي په د غه ترڅ کې د هغو انساني هڅو اوکوښښونو د رناوی کاوه هغه چې  د اوسني نړۍ انسان هغه ته اړتیا د رلود ه،  ښایی ډیرخلک پاچاخان ته په بیلابیلولارو لوی انسان،  لوی خد متګار او لوی لارښود  ووایی خو څه چې د ی پرهغه باند ې باورلري او هغه غواړي هغه انسان روزنه او د هغه زد ه کړه د ه،  همد اد ه چې د د ه پراند  وژوند  باند ې د غه اصل د رنه اغیزه د رلود ه اود ایی د پښتون نوي نسل ته لوی او د  زړه له کومي میراث پاتې شو،  د د ه په ژوند  کې لوی انسانان هغوی د ي چې انسان روزي اوهغه لارښونه کوي،  په د غه ترڅ کې د ی پرهغو معنوي لارښونوباند ې هم ویاړي هغه چې د خد ای په کتا بوکې ېې یاد ونه شوې د ه : " زمونږ بورډنګ ته مخامخ د پرنسیپل چې مسترهورنومید ه بنګله وه،  هغې کې زمونږ هیډ ما ستر وګرم صاحب اود هغه ورور ډاکتر وګرم صاحب په مشن هسپتال کې وو اوسید ل،  د واړه وروڼه د انګلستان د یولوی سړي زامن وو، د واړه یې مشن ته بخښلي وو، په کومه مینه اواخلاص چې د ې د واړو وروڼو د خلکو خد مت کاوه زه یی بیان نه شم کولی،  زه هغه وخت وړوکی وم خو څه نا څه په د ې خبرو پوهید م.  مستروګرم به چې کومه تنخوا اخیستله د هغې نه به يې زموږ بې وزلو پښتنو هلکانو ته وظیفې ورکولې،  یوه ورځ زما پښه ګزک شوې وه،  ډاکتر وګرم خبرشو،  راغی زه یې خپلې بنګلې ته بوتللم اوبه یې ګرمې کړې،  زما پښه یې  ووینځله او بیایې زماپه پښه پټۍ ولګوله،  رښتیا خبره خود اد ه چې زمونږد رسول په قول ( خیرالناس من ینفع الناس ) باند ې د وی عمل کړی د ی.  وایه زمونږ چې ناس یعني د خد ای مخلوق خو پریږد ه د خپل قام،  ورورو اوعزیزخد مت کولو ته تیارنه یو په اورکې رانه ولاړ وي اوځکه خو خد ای خواراو ذلیل کړي یو، ما کې چې د انسانیت،  قوم پرستۍ،  وروروۍ،  عزیزولۍ او وطن د وستۍ اود خد ای د مخلوق د خد مت کومه جذبه پید ا شوې د ه په هغې کې زما  د د ې استاذ وګرم ډیرلاس د ی، ما به د ا فکرکوو چې د وی د کوم ځای نه راغلي د ي،  زمونږ د قامه نه د ي زمونږ په مذهب نه د ي د لته راغلي د ي اوزمونږ د بچو خد مت کوي اوغریبانوته د خپلې ګیډې برخه ورکوي او زموږ خپل وطن د ی، زمونږ خپل بچي د ي،  زمونږد خپل قوم د ي او مونږ د هغوی د پاره هیڅ نه کوو بیابه مې د ې خپل قوم او ملک طرفته خیال لاړنوما به د ې ته ډیرفکرکوه چې زموږ خانان،  نوابان،  ملایان  او تعلیم یافته خلک سره د د ې چې مونږ یوقوم،  یو روڼه اویومذهب یو خو د اجذبه راکې نشته چې د د ې خپل غریب قوم د بچو سره امد اد  وکړو په مشن سکول کې نیمه ګنټه د انجیل د  د رس د پاره (وال د ی ګریو) نومي یو پرنګي وهغه به راته د انجیل د رس وایه او وعظ به یې هم راته کاوه، زه وړوکی وم په د ې خبره  د ومره نه پوهید م ځو ثمین جانخان زمانه یو جماعت مخکې وهغه پرې پوهید ه ماته به یې ویل چې زه د  (وال ډي ګریو) وعظ ته غوږ نه نیسم په غوږوکې ګوتې ږد م ځکه چې په ما تاثیرکوي هسې نه چې بل څه چل راباند ې وشي  " [ جد وجهد   ۳۱ مخ ]
 
له بد ه مرغه چې موږ تراوسه هم پاچاخان،  د هغه فکري تمایل اوتجربه چې زموږ د ژوند  اوافغاني ارزښتونود ژغورنې اولارښونې ترټولومعقوله او یوازنۍ لاره د ه ونه څارله،  هغوی چې د پاچاخان نظریه یې په خپل عملي ژوند کې د خپلې لارې مشال وبلله هغوی،  خپله لاره وموند ه اوهغوی چې له د غې لارې بې لارې شول اوځان یې د ځان غوښتنې اوخپل باورغوښتنې په لومواوځنځیرونوکې ښکیل کړ،  د هغوی میښې لاهم نرګټې زیږوي،  لاهم د جهالت په تیارو کې د ناپوهۍ ننګه کوي اوله مقد ساتوپه ناخبرې کې د حورواوغلمانوپه نیت پرځانوباند ې بمونه تړي،  انسان اوانسانان تباه کوي.  پاچاخان کله هم پښتون پرد غه لاره جنت ته نه د ي هڅولي اونه یې په تلپاتې د رسونوکې د اسې وحشت څوک لید ای اولوستای شي.