شوپنهاور او مرګ- دويمه برخه 

د تېرې لیکنې ( شوپنهاور او مرګ) په دوام سره دويمه برخه 

د همدې له پاره هم ده چې یالوم وایې؛ "د ژوند په پوره تجربو کې هرڅومره چې ناکامه شوي يئ هغومره به له مرګه ډیر وډار شئ." نیچه دا باور په دوو لنډو ټکو کې بیان کړی ده. 

«ژوند دې کمال ته ورسوه او په وخت مړ شه» 
هماغه ډول چې يوناني زوربای د دې خبرې په ویلو سره ټينګار کړی ده؛
«د مرګ لپاره پرته له يوې ورانې کلا بل څه په ځای مه پریږده» 
او سارتر په خپل ژوندليک کې لیکلي دي؛ "ورو ورو مې د خپل کار پای ته نږدې کېدم یقین مې درلوده چې زما د زړه وروستي ټکانونه زما د کار په وروستيو پاڼو کې لیکل کيږي او مرګ به یوازې مړ سړی ومومي"

په بل تعبير سره خوښ اوسېدل یوازینی غچ ده چې کولای شو له ژوند څخه یې واخلو. همدارنګه لکه څنګه چې روبرت هندلی د اضطراب د علت په تړاو په ډاګه کوي "د انسان سیستم هم همداسې ده چې له هرې موضع او لیدلوري ژوند ته وګورئ دقیقاً په هماغه ډول مثبت او منفي هورمونونه تولیدیږي.

چې دا ستاسو د موقعيت او د ژوند له مسایلو د مخامخېدو ډول سره اړیکه لري چې په پايله کې څه پریکړه نيسي ( له یاده مه باسئ چې په نه غوره کولو کې هم پریکړه شته ) پریکړه کوئ چې منفی انرژي او منفي لیدلوری ولرئ یا مثبته انرژي او مثبت لیدلوری!
مونږ نباید د ځینو پست مډرنیزمو مکتبونو وسله وګرځو او هر هغه څه چې منفي ول او د ژوند د تیارو، ترينګلتياو څرګندونکی وه، ومنو او یا ور څخه ملاتړ وکړو، دا له ژوند او د ژوند له مسایلو سره یوه عامیانه، ساده او غلطه مخامختيا ده. او د همدې لپاره هم وه چې نيچه ژوند ته هو ویونکي وه او البته د شوپنهاور سر سخته دښمن (په عین وخت کې چې هغه یې خپل لوی ښوونکی هم باله.) 

زمونږ هر تقدير ته چې کله د شوپنهاور له نظره مرګ ته نظر اچوو له يوې خوا ژوند او مرګ ته د هغه د تريخې بدبيني شاهدان یو او په عين حال کې د مرګ پر وړاندي د هغه د زړورتيا او جسارت شاهدان هم یو. هغه ورو ورو مونږ دې ټکي ته نږدې کوي چې نباید ژوند او حتی خپله مرګ دومره جدي ونيسو چې ونه شو کړای د هغه په وړاندې مبارزې ته ملا وتړو. 

د شوپنهاور له لیده مونږ تل د مرګ په حال کې یو او زمونږ هره شیبه او هره ګړۍ تیر ته راجع کېږي او وژل کیږي. 

مرګ تل له مونږ سره وه د پیدایښت له پیل څخه ده، او وی به او په پایله کې پېښېږي، مرګ یوه نه تښتېدونکې پېښه ده.
بشپړه ليکنه پر پورته تړوني روهي وېب پاڼه کې ولولئ