ولې پيسي ژر له منځه ځي؟

پيسی د یو هیواد ملي ارزښتونو څخه دي چې د یو هیواد پيژندګلوي او هویت په ډاګه کوي. 
راځو دلته  د افغانیو ساتنې په اړه غږیږو:
آیا د افغانیو د کاغذ کیفیت خراب دی؟
ایا ساتنه یې په ښه ډول نه کیږي؟ 
ایا د افغانیو د کمښت له امله د هغې استمال زیات دی؟
زموږ د ګران هیواد پيسې ډيرې د استمال وړ دي؛ دوه لوی لاملونه چې زموږ افغانۍ د خرابېدو لامل ګرځيدلي. 
لومړی: په ښه ډول یې ساتنه نه کوو. افغانۍ چې کاغذ يې د کیفیت له پلوه ښه دی نو زیاته ملامتيا په خلکو کې ده، چې د پيسو ساتنې ته هیچ ارزښت نه ورکوي نو همدې له امله زموږ  پيسې کیفیت له لاسه ورکوي او زر زړيږي. 

دويم: زموږ هیواد کې د بشپړ برېښنايي بانکي سېسټم نشتون  ياڼې ټوله راکړ او ورکړه لاس په لاس کوو او د نورږ هیوادونو په ډول بانګ کارتونه  یا ATM نه لرو چې هر چیرته څه واخلو او  په مقابل کې زموږ له کارته  پيسې وګرځوي.
لنډ راځو چې دپيسو ساتنه په کوم شکل تر سره کوو:
۱- پيسې بايد بټوه کې وستل شي؛ 
۲- پيسې بايد د ماشومانو له لاسونو لېرې وساتل شي؛  
۳- له اوبو څخه لېرې ساتل يانې لاندو لاسونو کې  يې ونه نېسو؛ 
۴- د پيسو ساتنې په اړه خلکو ته عامه پوهای ورکول؛
۵- د بانکي کارتونو منځته راتګ او د کارونې مروج کول يې؛ 
۶- له بازار څخه د زړو او ډېرو استعمال شويو پيسو راټولول؛ 
۷-  افغانۍ زموږ ملی هویت دی  چې بايد په راکړه او ورکړه کې ترې ګټه واخلو.