د عقيدې آزادي

اسلام کې د فردي حقوقو له جملې يو هم د "عقيدې" آزادي ده؛  هر فرد ته دا حق ورکړل شوی چې د صحيح فکر او عقل په مرسته خپله عقيده جوړه کړي.  د قرآنکريم ډېری آيتونه د ځمکې، آسمانونو او په کايناتو کې په تفکر او سوچ کولو باندې لارښوونه کوي،
"أَوَلَمْ يَنظُرُوا فِى مَلَكُوتِ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللَّهُ مِن شَىْءٍ وَأَنْ عَسٰىٓ أَن يَكُونَ قَدِ اقْتَرَبَ أَجَلُهُمْ ۖ فَبِأَىِّ حَدِيثٍۭ بَعْدَهُۥ يُؤْمِنُونَ."
[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف: ۱۸۵]
"آيا دې خلكو د اسمان او ځمكې پر انتظام هیڅكله غور نه دى کړی او د خداى له هستونو څخه یې هیڅ شى هم په غړېدلو سترګو نه دي ليدلي؟ او آيا هغوى په دې هم فكر نه دى کړی چي ښايي د ژوند ددې مهلت د پوره كېدو وخت را نژدې شوى وي؟  ښه نو د پېغمبر له دې اخطار څخه وروسته بله څه ډول خبره داسې کېدای شي، چي دوى ايمان پرې راوړي؟"

- کله چې يو انسان په اسلام باندې بيعت کوي او د مسلمانانو له مسجد، روغتون، عامه لارو او منافعو څخه ګټه اخلي، دا په دې معنی چې ګواکي ده يو شرعي عقد/ژمنه وکړه چې د اسلام هر ډول حکم (حدود، قصاص، تعذير۔۔۔) او هرڅه ته پوره ژمن دی او د مخالفت په صورت کې د سزا منونکی دی. 

-خو کله چې بيا له اسلام څخه مخ واړوي/مرتد شي، بايد بېرته وهڅول شي او راوبلل شي، که بيا هم راونه ګرځي نو وژل کېږي. 

دلته ملحدين اعتراض کوي چې په اسلام کې فردي حقوق په خاص ډول د عقيدې آزادي او حق نشته؛ چې بايد ووايو, دا وژنه په دې معنی نشي کېدای چې ګواکي اسلام د عقيدې آزادي نلري، بلکې دلته يو شرعي عقد/ژمنه يې ماته کړې او حق يې دی ترڅو ووژل شي؛ لکه د دنيا په نورو نظامونو کې هم ژوندي مثالونه لري چې د يوه دولت د استخباراتو کوم افسر له دندې وروسته نشي کولای دنده پرېږدي  او که پرېږدي يې هم بايد ووژل شي ترڅو پټ رازونه له ځان سره وېنسي.