موږ باید د ماشومانو ځينې کړنې خپلې کړو

١- باید مهربانه زړه ولرو: د ماشومانو غوندې مهربان واوسو. تاسو به لیدلې وي چې ماشومان ډېر زړه سواند او مهربان دي. د لویانو په پرتله، مهربانۍ کې ژوند تېروي.

٢- کینه کوونکي مه اوسئ! تاسو به ماشومان لیدلې وي چې کله یو بل سره جنګ وکړي یا هم خفه شي نو ډیر ژر بیرته پخلا کیږي او کینه نه کوي، خو لویان به مو هم لیدلې وي چې څنګه چلند کوي. بښونکي واوسئ! په دي باندې د اسلام مقدس دين هم تاکید کړی چې څوک درسره بد وکړي تاسو ورسره ښه وکړئ.

٣- د تېر او راتلونکې په اړه ډېر فکر مه کوئ: ماشومان په اوس کي ژوند کوي نه یې تیر په یاد وي او نه د راتلونکې په اړه ورسره اندیښنه وي. ټول تمركز یې په اوس وي او په اوس کې ژوند کوي! مشهور عالم وايي (چې  راتلونکې سره لويه ښیګڼه اوسني وخت ته ټول پام کول دي) اوس ښه کار وکړئ چې بیا راتلونکې کي پښیمانه نه یاست. نو موږ له ماشومانو ډیر شیان زده کولای شو.