بهتره صدقه هغه ده چې په ژوند ادا شي 

هغه صدقه يا خيرات چې په ژوندوني ادا شي، د هغو خیراتونو څخه غوره ده چې تر مړینې وروسته ادا کيږي.

افغانستان يو لوی هیواد ده، چې وګړي یې د څو کلونو را هیسې جګړو ځپلي او د نېستۍ په ټغر یې کینولي دي.

تر بل هر وخت افغانستان په اوس وخت کې په هره برخه لکه اقتصاد، روغتیا، زدکړو او نورو کې زياتې مرستې ته اړتيا لري.

راځئ چې مونږ افغانان د يو او بل لاس ونیسو او ملتيا یې وکړو، دا که هر ډول مرسته وي.

که يو ډاکټر د ورځې د ۲ ناروغانو درملنه له پیسو پرته وکړي، د يوې برخې سره به مو مرسته کړې وي.

که يو انجينير په کمو عوايدو د ښونځي د ابادۍ نقشه جوړه کړې، د افغانستان د معارف سره به یې لويه مرسته کړې وي.

که سوداګر د خپلې کمې ګټې په پام کې نيولو سره، بازار ته ښه او ارزانه څېزونه وړاندې کړي، اقتصادي څرخ به په حرکت راشي.

هغه هېوادوال چې په هېواد کې دننه دي او اقتصادي وضعه یې ښه ده، هغوی دې په خپل شاوخوا ګاونډ کې د بېوزله کسانو سره مرسته وکړي او هغه هېوادوال چې له هېواد څخه بهر دي، هغوی دې هلته ډېر کار وکړي او پیسې دې  افغانستان ته راولیږي، چې ګټه یې زمونږ هیواد ته هم ورسېږي.

يو ماښام کور ته راتللم، چې د کارته نو له سیمې څخه نیولې تر بوتخاک څلور لارې پورې ۶۳ سوالګرو سره مخ شوم، چې په دوی کې زړې ښځې، پیغلې نجونې، سپین ږيري او د ډېر کم عمر لرونکي ماشومان شامل ول.

ددغو سوالګرو د ژوند ټولې هیلې مړې شوي دي، يواځنۍ هیله چې دا ټول یې په اوس کې لري، د ژوندي پاتې کېدلو لپاره يوه مړۍ ډوډۍ پیدا کول دي.

دا کسان د کوم بل هیواد يا کوم بل دين پيروان نه دي، دا زما او ستا مسلمان او د يوې ژبې ويونکي ورونه دي.

که د ژمي لپاره نوې کورتۍ اخلې، پخوانۍ کورتۍ دې يو بېوزله ته ورکړه.
که د ژمي لپاره دې خروار لرګي واخیستل، يو من (سېر) يو غریب ته واخله، من په سل افغانۍ دي، ډېر نه تاواني کیږې.

په دې ډول به د روح او زړه سکون پیدا کړئ. که کوم چا درته د مرستې لپاره لاس ونيوه خالي لاس یې مه لېږه، ځکه کیدای شي الله ج ستا ادرس ورکړی وي.

راځئ جرعت وکړو او خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړو، غریب خلک په مونږ مالدارو داسې حق لري لکه اولاد یې چې د پلار په میراث کې لري. الله ج د اسلام څلورم رکن زکات ځکه ګرځولی ده، تر څو زمونږ په شتمنيو کې د بې وزله کسانو چاره هم وشي.

رب چې مونږ ته څومره مال راکړی، دا یې د همدې دنيا د مصرف لپاره راکړی ځکه خو د مرګ په وخت کې له خپلو اعمالو او څو متره سپېنې ټوټې چې کفن یې بولي پرته بل شی قبر ته نه شو وړلای.

راځئ نن یو ازمايښت کوو؛ تاسو همدا شېبه د خپل وس مطابق د يو غريب انسان سره مرسته وکړئ، لومړی د غریب خوښۍ او دعاګانو ته ځېر شئ او و ورسته بیا په خپل زړه لاس کیږدئ، چې زړه مو څومره د خوشحالۍ احساس در کوي.