شوپنهاور او مرگ -لومړی برخه 

شوپنهاور د مرګ په تړوا د ژوند او حیات په څېر ډیر زيات بدبېنه او په ورته مهال کې خوشبینيه هم ده. دا ظاهري ځورونکی تناقض د هغه په نظر کې مخاطب لا پسې ډیر هغو مسایلو ته چې هغه یې په دې برخه کې طرحه کوي او د بحث لاندې راولي راجلبوي.

هغه مرګ د ژوند موخه بولي، د ځورورنو، تراژیديو، سختيو او ناکامیو د نه کیدلو او نه پېښېدلو، نباید، تريخ نهې او د نه نه... او د ټولو بندیزونه پای.

مرګ د شوپنهاور له نظره د هوساینې توده او آرامه غیږه ده، مطلقه خلاصېدنه ده ځکه چې د شوپنهاور په آند « ژوند مداومه مړ کیدل دي»، « هستی دوامداره مړ کېدنه ده»، « ژوند ځنډول شوی مرګ دی» « حیات د هستی ګناه سزا ده»

هغه وایي راځئ خپل ځان ونه غولو چې ژوند ښه دی، خوږ دی، په زړه پورې دی، ښکلی دی دا ډول لیدلوری د دې سبب کيږي چې تاسي د يوه کاذبه تلقین په مرسته په ریښتیا سره ګمان وکړئ چې بریالی او نیکمرغه به شئ، په داسې حال کې چې په یقین سره انسان هیڅکله خوشحاله او نیکمرغه نه وه او نه به شي. نو که انسان خپل ځان دوکه کړي او وروسته له دې تریخ حقیقت سره يعنی ناکامي رنځ او د ژوند دروند پيټي سره مخامخ شي هک پک سرګردانه او لالهانده به وی! 

هغه په همدې ټراو په خپل شهکار اثر « نړی د تصور او ارادې په څیر» کې لیکي:
"خوش بینی په پایله کې د ریښتیني نړی د خالق بلا توجیه ستاينه ده، يعني د هغه جهان اراده چې په خوښۍ سره خپل ځان په خپلو پیدایښتونو کې منعکسوي، له‌ همدې امله خوش بینی نه يوازې یوه غلطه ښوونه ده بلکه یوه ضرر رسوونکې ښوونه ده ځکه چې ژوند لکه يو غوره حالت او د انسان نیکمرغي لکه مقصد او موخه ښکاروي، هرڅوک چې له همدې ځايه پیل وکړي په دې باوري کیږي چې نیکمرغي او خوند د هغه واقعي حق دئ.

او که چیرې لکه اغلبا چې پېښېږي نیکمرغي او خوند یې په نصیب نشي فکر کوي په حق کې یې بې عدالتي شوې ده. او په واقعيت کې د هستي له موخې په بشپړه توګه غافل کیږي په داسې حال کې صحيح دا ده چې زحمت او محروميت، درد او غم د خپل ژوند تر ټولو ستر مرګ، موخه وګڼو ځکه همدا دي چې د حیات د انکار د ارادې سبب ګرځي.

البته کولای شو د یالوم او سارتر په څېر شوپنهاور ته ځواب ورکړو چې وایې: « هرڅومره چې له ژوند څخه مو لږ ګټه او سود وړی وی، د مرګ ربړ او ځور ډیر ده» یعنی دا ډول نه ده چې ګمان وکړو که مونږ په دې هيله چې هو د ژوند موخه مرګ ده او ژوند تریخ دی او دوامداره مرګ ده نو هیڅ ډار به له مرګ ونلرو، نه مسله کاملاً د دې موضوع برعکس ده! يعنی که انسان هرڅومره محروم وی په هماغه کچه له مرګ څخه په ډار وی.