اورمړکول غواړی

ناپوهه یرغلګرددی وخت پوهول غواړی
ستمګردزمانی له دی خواری شړل غواړی
دانتقام په تمه چه راغلی زمونږلورته
کږی خولی ددی ظالم په سوک سمول غواړی
کور په کوراوښارپه ښاراورونه بل دی
افغانه ستاسوپه همت دغه اور مړکول غواړی
لوی او واړه یی په بی رحمی زمونږوژلی
دا ټکری ټکری بدن ددی ولس ښخول غواړی
په غم کی دخپل ځوی چه شپه اوورځ کوی ژړا
اوښکی دلیمو نه ددی مورهم پاکول غواړی
نه موجومات دلته نه مومدرسه ده روغه پاتی
خړکورونه ړنګ پراته ددی وطن جوړول غواړی
څنګه یی چه مونږیوپه دی خاوره زورولی
همداسی ددوی میندی په وطن ژړول غواړی