نوښت څه ده؟ 

نوښت د بریا له ورکو شويو کړیو څخه ده چې ډیری متخصصان ورته پاملرنه نه کوي او کله چې خبره د بریا او د موخو څارلو څخه خبره راپورته کیږي، ورڅخه یادونه نه کوي. ځکه پوهېږي چې یو پېچلی مفهوم ده او لاسرسی ورته اسانه کار نه ده. هغه څوک چې نوښت یا خلقونه ولري کولاي شي د خپل نوښتګر فکر په ځواک ډیری خنډونه او محدوديتونه له مخې پورته کړي او خپلو موخو ته ورسيږي. 

په دی لیکنه کی نيت لرو د نوښت په تړاو خبرې وکړو او په خپل وجود کې د نوښت د روزلو لپاره لارې چارې وړاندې کړو. په نني جهان کې ډيری کسان په خپل وجود کې د دې عامل د روزلو په لټه کې دي خو کله چې د عمل نوبت رارسیږي، زیاتره شاتګ کوي او پريکړه کوي چې له دودیزو لارو چارو او حل لارو څخه ګټه واخلي. په هغه صورت کې چې لیوالتیا ولرئ دې مفهوم سره آشنا شئ او په خپل وجود کې د پياوړي کولو لپاره بریا ته ورسېږئ، د دې لیکنې تر پايه له مونږ سره مل اوسی.

مخکې له دې چې وغواړو د نوښت ګټې او ښیګڼې وڅیړو او د غښتلي کولو لپاره یې لاری چارې وړاندې کړو، ښه ده چې د نوښت له تعريف سره بلد شو. نوښت په ټوله کې خلق کولو او پیدا کولو سره لېوالتیا او میل ته وایي، خو د څه شي خلقول؟ ممکنا زمونږ موخه په يوه موضوع کې د پرمختګ لپاره د يوې نوې تګلارې رامنځته کول وی. د بېلګې په توګه په تیر وختونه کې خلکو له ژوو او حیواناتو په وسیله سره سفر کاوه خو له یوې مودې وروسته، موټرونه نړۍ ته وړاندې شول او د لېږد او رالېږد په برخه کې یو تحول او انقلاب رامنځته شو. په داسې حالاتو کې له نوښت څخه موخه په یوه موضوع کې د پرمختګ لپاره د يوې وسيلې یا نوي تګلارې رامنځته کول دي.

کله کله هم امکان لري چې یو تحول رامنځته نه کړو، بلکې د هماغه مخکینیو وسایلو او لارو چارو نه په ګټه اخيستلو هغه څه وکړو چې په ډیرې اسانۍ او هوساينې سره کومې موخې ته چې رسيدل غواړو ورسیږو. فرض کړئ یوه تولیدي څانګه خپلې چارې سرته رسوي چې ناڅاپه یو نوښتګر مهندس له لارې راځي او د تولیدي څانګې د روند له څیړلو وروسته ځینې بدلونونه پکې رامنځته کوي چې تولید په ډیر حجم او چټک سرعت سره ترسره کېږي. دا هم د نوښت یو ډول ده.

کله کله هم امکان لري چې یو تحول رامنځته نه کړو، بلکې د هماغه مخکینیو وسایلو او لارو چارو نه په ګټه اخيستلو هغه څه وکړو چې په ډیرې اسانۍ او هوساينې سره کومې موخې ته چې رسيدل غواړو ورسیږو. فرض کړئ یوه تولیدي څانګه خپلې چارې سرته رسوي چې ناڅاپه یو نوښتګر مهندس له لارې راځي او د تولیدي څانګې د روند له څیړلو وروسته ځینې بدلونونه پکې رامنځته کوي چې تولید په ډیر حجم او چټک سرعت سره ترسره کېږي. دا هم د نوښت یو ډول ده.

ډیری تصور کوي چې نوښت یوازې په دې معنا ده چې وکولای شو مسایل په بشپړه توګه په نوې او متفاوته بڼه حل کړو، خو ځینې پوهان په دې باور دي چې تر هغه وخته پورې چې په موجوده لارو چارو تلسط پیدا نکړو او هغه روند چې اوسمهال د پېښېدو په حال کې ده په بشپړه توګه درک نکړو، نشو کولای نوې تګلاره وړاندې کړو او د موضوع روند چټک او آسانه کړو.

نوښت؛ لږ څه خطرناکه او ستونزمن
هغه ارواپوهان او ماهران چې د نوښت او بریالیتوب په برخه کې کار کوي په دې باوري دي چې نوښت مدام هم ښه نه ده او د هڅونې وړ نه واقع کيږي. ځینې وخت نوښتګر خلک د همدې فکر او نوی لیدلوري په پاره چې یې لري د خپلې ټولنې لخوا شړل کيږي. د ګالیله کیسه دا موضوع په ښه توګه سره ښکاره کوي.

هغه کسان چې غواړي نوښتګر اوسي او له نویو لارو چارو او طریقو څخه د مسایلو د حل لپاره استفاده وکړي، باید د یو ډول تفکر څخه چې د « لیرې والی تفکر » په نوم یادیږي کار واخلي. 

په واقعيت کې هغه باید په هغه لاره باندې لاړ شي چې د ټولنې نور غړي په هغه لاره نه دي تللي. حتی ځینې وخت نوښتګر کس اړ ده د ټولنې ده اوسني مسیر د مخالف اړخ په لورې حرکت وکړي او د ټولنې د مخالف لوري په طرف دا حرکت کولای شي ستونزې ورته راولاړې کړي.

په دې برخه کې غواړو د نوښت له ګټو او ښیګڼو سره آشنا شو ترڅو وویني چې دا اساسي مفهوم څه ښیګڼې له ځانه سره لري. صحيح ده چې دا مفهوم کله نا کله خطرناکه او ستونزمن ده ولې په ډیرو برخو کې کولای شي یو کس او ټولنه د هوساينې، آرامتیا، روزنې او د پرمختګ مسیر ته راوکاږي. په دوام کې د نوښت څه مورده ښیګڼو او ګټو ته اشاره شوې ده.

د نوښت ځینې مهمې ګټې
۱_ نوښت د انسان حال ښه کوي

نوښتګر انسانان د هغه نوښت په وسیله چې په وجود کې یې لري، له خوښې او ښادۍ څخه برخمن کېږي. ځکه چې د خپل ځان پر وړاندې هېڅ خنډ نه ویني او په دې باور دي چې دا وړتيا او ځواک لري چې هر خنډ له خپلې مخې پورته کړي. نوښت دا ځواک لري چې په انسان کې ښادي زياته کړي.

۲_ نوښتګر اوسیدل د ښادي په زیاتولو سربیره کولای شي د عقل د زوال مخه ونيسي او نوي مغزي حجري جوړي کړي او ستاسو د مغز په سلامتیا کې مرسته وکړي. هغه کسان چې نوښتګر دي، معمولا لږ استرس او پریشاني تجربه کوي او په همدې دلیل غښتلی ایمیني سیستم لري. له همدې امله له نوښتګر فکر څخه د برخمنېدو لومړنۍ ښېګڼه دا ده چې ستاسې حال ښه کوي او تاسې سالم او خوښ ساتي.
 
۳_ نوښتګر فکر د ځان عزت ( عزت نفس ) د زیاتوالی باعث ګرځي 
یو له ډېرو مهمو ښیګڼو چې نوښت او نوښتګره تفکر یې لري دا ده چې د عزت نفس د زیاتېدو سبب ګرځي. هغه کس چې د بشريت لپاره ګټه ولري، غوره، کره او لار پرانیستونکې مفکورې ورکوي او ټولنې ته د چوپړ په هڅه کې ده، قطعا ټولنه هم ورته درناوي لري او کله چې د هغه هڅې او زحمتونو ویني له هغه څخه ستاینه کوي.