ښاغلی"محمد سرور وکيلي" د«ول» د کړنځي [مصدر] تشریح؛ ترعنوان لاندی یوه پوهنیزه څیړنه لري. (۱)
« د «ول» کړنځی یولازمي یاني[یعنی] بې مفعوله، قوي یاني بې قاعدې (irregular)،معین یاني مرستندویي او عام مصدر دی ». (۱)
عزتمن وکیلي د ول په تصریف (اوړون) کې لیکي:
اوسمهال (بن مضارع) : « زه یم ؛ ته یې؛ دی دئ ؛ دا ده ـــ موږ یو؛ تاسو یاست ؛ دوی دي».
تېرمهال (بن ماضی) : « زه وم ؛ ته وې ؛ دی وو؛ دا وه ـــ موږ وو ؛ تاسو واست ؛ دوی ول» .
« دی» / «دا» د دریم شخص (مفرد غائب) ښیي. لکه :« دی» راغی؛ دا راغله.
«موږ» دمتکلم جمع ضمیر دئ.
د تیرمهال په اوړون کې د مفرد غائب(دی وو) او د متکلم جمع(موږ وو) متناظر او یو شان اختصاص ورکول. دبلخوا ؛ د ژبې ادبي وېنا او اولسي پوهه (منظوم ادب)؛ لرغون پوهنه(archeology ) چې یوې ژبې ژوندی تاریخ دي. ادبي بېلګه يي دلته وګورئ:
«پير روښان د پښتنو مشهور مبارز شخصيت ؤ
ريفورمېشن د ١٦ پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې هغه ستر فيوډالي ضد او کاتوليکي ضد غورځنګ ؤ
هيڅوك دعسكرۍ له خدمته معاف نه ؤ
عسكر له خپل هيواده په تېښتې تورن ؤ
د دوى پوځ خورا زيات بې روحيې اوبې نظمه ؤ
هغه په اساسي قانون كې دهرراز بدلون سخت مخالف ؤ
په پخوانيووختونوكې ټول واك يوازې دپاچا په لاس كې ؤ
افغانستان په نړيوالوجګړو اوسوړجنګ كې بې پلوه ؤ
هغه ډېركلونه په سياست كې بوخت ؤ
شكمن جاسوس د كشف دپوليسوترڅارنې لاندې ؤ»
«اشنا زما سره پلخا ؤ // پخلا اشنا راه نه بيلتون مرور کنه
زما د زړه په کلا جنگ ؤ // ستا د سينې مورچل ته غلی کيناستمه
هيڅ مناسب درسره نه ؤ// چې پخپل در کې دې په کاڼو وويشتمه»
« اوس به دلته د سرو گلو ښه چمن ؤ ـ ښايسته به له هر چا نه ستا وطن ؤ
دا ډگر به اوس په شنو ونو سمسور ؤ ـ هر سحر به د بلبلو پکښې شور ؤ
بل څوک نه ؤ همداته وې ننگياليه ـ چې دې داغ په خاطر ايښی د اورنگ ؤ
ددې ټولو يوخزان او يو بهار ؤ ـ ښه او بد يې وشريک يويې واکدار ؤ
وخت د بوټو اېښودلو دباغوان ؤ ـ ښه موسم د جدوجهد د انسان ؤ
يوه ورځ د سيند په غاړه شين سحر ؤ ـ کايناتو کې ښکاره د ژوند اثر ؤ
يوې خواته غر ولاړ ؤ درناوۍ کښې ـ بلې خواته سيند روان ؤ په مستۍ کښې » (۲)
ؤ ؛ [اوږد «و»] چې د حمزه توپیرنښې له لارې نوې بڼه لري؛ یو غـږ لرونکی یا مصوت حرف دئ. د ژبې سوچه والی په پلمه بې له بدیله حذف شوي. په عربي ژبه کې همزه «ء» د جمع معنی هم افاده کوي. لکه : ادباء و علماء و شعراء و حکماء و ... همزه (ء) لرونکی «و» [ؤ] تیر مهال(ماضی) ښیي؛ چې اوس زموږ په ادبیاتو کې نه کارول کیږي. بعضی اوقات د دوو «وو» په ډول لیکل شوي.
ول یا وول : مصادرثلاثی یا رباعی (درې یا څلورتوري) دي. د پښتو ژبې د مصدر نښه د کلمې په پای کې «ل» دی. هرکله چې د «مصدري» علامه لرې شي؛ د فعل بن مضارع [د حال ریښه] یا بن ماضی (تېر مهال ریښه) پاتې کیږي. لکه : لوستل، خوړل، موندل، نیول، اورېدل ؛ لوست، خوړ، موند، نیو او اورېد.
د «وول» مصدر په ماضی کې د مفرد غائب (دریم شخص) یعنی «دی» وو ؛ چې د «وول» مصدر ريښه ده ؛ د مصدر اصالت او جوړښت په اوړون کې اثبات وي.
اوس د «وول» مصدر ماضی (تیرمهال) پدې حالت کې ګورو .
تېرمهال: زه وم ؛ ته وې ؛ دی وو/ دا وه ــ موږ ؤ ؛ تاسو واست ؛ دوی ول// وول.
د شخص له نظره د فعل ځانګړتیاوې
د شخص مفهوم دا دی چې وینا کوونکی فعل ځان ته یا خپل مخاطب ته یا بل کس (غائب) ته منسوبوي. هر فعل د شخص شپږ غړي لري او د پیژاند دغه تل پاتې نښانې لکه یم ؛ یې؛ دئ / ده ـــ یو؛ یاست ؛ دي ( فاعلی متصل ضمیرونه) پیژندل کیږي.
د وول بې قاعدې مصدر لومړی ګردان په اوسمهال کي ګورو :
[زه یم ؛ ته یې؛ دی دئ / دا ده ـ موږ یـو؛ تاسو یاست ؛ دوی دي]
دغه د پیژاند نښې د فعل یوه برخه ده چې هره صیغه کې بدلیږي او فعل ته د شخص او عدد مفهوم زیاتوي. د صرفی افعالو څخه هر یو درې شخص لري: لومړی کس(متکلم)، دوهم کس(مخاطب) او دریم کس(غائب) د دې اشخاصو څخه هر یو په مفزد او جمع ویشل شوي. (( شپــږ (۶) ګونې صیغۀ)).
دا شپـږ ګونې صیغۀ د حروفو یوه ډله ده چې د بن ماضی یا بن مضارع په پای کې نښلول شوي او د فعل په صرف کې یو اغیزناک عامل دي.
صیغه [بڼه]: (اسم) (ادبي) په ګرامر کې، هغه نوع؛ هیئت؛ اصل؛ رېشه؛ شکل چې د حروفو په زياتوالي يا کمولو او يا د حرکاتو په تغییر فعل ته ورکول کيږي.
د «وول»معین(کومکی)مصدر دي. دپښتو ژبې د ټولو مصدرونو (مصادر) په ګردان یا تصریف کې مرستندوی دي.
د«وول» مصدر لکه د پارسي هستن مصدر[ م، ی، است، یم، ید، ند ] د شخص موجودیت په فعل کې مشخص وي او فعل د شخصي ضمیرونو [ضمائر] له ملګرتیا څخه ( من، تو، او، ما، شما، ایشان ..یا .. زه ؛ ته؛ دی/ دا ـ موږ ؛ تاسو ؛ دوی) په جمله کې بېنوا (بې نیاز) کوي.
پای . ۱۴/۱۲/۲۰۲۲
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ ـ https://www.nunn.asia/
۲ ـ https://qamosona.com/j/index.php
Pashto Landai // English Pashto Journalism Dictionary
Large Database of Pashto Poetry [Collected by Ahmad Wali Achakzai]
وروستي