قبه که عقابا 

هغه دنګه څېره چې له یما تر ما یې د هېڅ ظلم، تيري او کړاو پر وړاندې خپل سر خم نه کړ ، پخپله سینه کې  یې د جبر زمان ډېر داسې څه شته چې هم پرې تاريخ ویاړي او د دې تر څنګ داسې څه هم شته چې قلم یې نه غواړي ویې لیکي، دا څېره تنها کيسې او پېښلیک نه لیکي د واورې لومړۍ او وروستۍ څکه همدا کوي خو لوره یې پر هر چا ده هرتږي ته سړې اوبه ورکوي. 

دا هسکه څېره د وردګو ولایت د حماسو د ټاټوبي د ګربت د غره د لړیو هغه څوکه ده چې د مسجد دره او ګلدره سره بېلوي، پخپله غېږه کې د مسجد درې او ګلدرې ښايستونه در باندې ويني یا په نورو ټکو دوه اداري واحدونه چک او جغتو ولسوالۍ سره بېلوي او دا توربخنه څوکه له دې کبله د اهمیت وړ ده چې نسبت  همڅنګو څوکو ته لوړه او بېل جوړښت لري.  

هغه څه چې موږ يې څېړل غواړو؛ د څوکې د جوړښت او نومونې ترمنځ اړیکه ده چې د قبې نوم څنګه او ولې ورته کارول شوی دی که د فرهنګ عمید پاڼې واړو دا به راته جوته شي هرهغه جوړښت چې چت  یې ګرد او راوتلی وي ویل کیږي خو که چېرته موږ د سیمې یا له ځای ځایګي څخه لیدنه کوو دا څه به را ته ښکاره شي چې دا څوکه کابو نیم دایروي (قوس لرونکې) يا ګنبد ډوله ښکاري. 

دا هم شونې ده چې دا څوکه د عقابا وي کوم څه چې په پښتو کې شاهین، باز او ګوربت بلل کیږي د خپل طبيعي عادت له مخې په هسکو څوکو کې ځالې لري اوس نو دا څوکه چې ټولو ته لوړه ده د ګوربتانو ځاله  به هم وي، دا تنها دا بلکې د نړۍ په مختلفو سیمو کې  په مختلفو ژبو کې د ګوربت په نوم نومونه شته دي لکه البانیا هېواد یا په فلسطین کې د غقابا کلی او نور چې د ګوربتانو د سیمې مانا لري خو یو شاعر يې په خپل موزون کلام کې داسې را نغاړي 

چې شاهین یې په ختلو کې دمې کړي
پښتانه هلته حجرې لري جرګې کړي

په ځغاستونکو ژوو کې د زمري په الوتونکوکې  د ګوربت  ستاینه ده چې نوم یې  د انساني ټولنې مختلفو غړو ته هم نومول شوی دي خو د دې الوتونکي مرغه د پېژندنې لپاره همدا بس ده خوکمزوری  لامل دا هم کېدای شي که چېرته دا څوکه عقابا وي نو د دسیمې د مشهور غره د نوم ( ګربت) سره هم بې اړېکې نه وي.