په نړۍ کې د سود د رایج کیدو علت  

 انګلیسی اقتصاد پوه جان مینارد کینز په خپل لیکل شوي اثر ( General Theory of Employment, Interest and Money) کې وایي: "تر هغه چې له نړۍ سود ورک نشي; په نړۍ کې هیڅ وخت غربت پای نه مومي."

سره له دې چې دغه اقتصاد پوه مسلمان نه دی، خو بیا هم د سود زیانونو ته په کتو چې ټولنې ته یې لري، پوهیږي.

دده ډیر نظریات په معاصر اقتصاد کې هم پلی کیږي او د قدر وړ دي. خو ولې اوسنۍ نړۍ سودي معاملات خوښوي او اقتصاد پوهان هم لګیا دي خپلې تیورۍ او نظریات د سود له سیاستونو سره په هماهنګۍ جوړوي؟

په معاصره نړۍ کې تر ټولو شتمن خلک یهود دي، دوی د پانګوال یا کپیټالیستي بزدلانه او کرغیړن نظام تر سیوري لاندې د نړۍ 85 سلنه شتمني په واک کې لري، چې په نړۍ کې یې د سود په واسطه د وروسته پاتې هیوادونو د زیرمو او شتمنیو زبیښاک روان کړی او دوام لري.

کله چې بیل ګیټس تر 2017 کال پورې د نړۍ تر ټولو شتمن کس و; ویل کیدل چې کولای شي په خپله پانګه 36 داسې هیوادونه ورغوي چې له خاورو سره خاورې وي.
پانګوال نظام نړۍ څومره د بې عدالتۍ په جال کې بنده کړې؟ څومره خلک دي چې د ژوند خپلې لومړنۍ اړتیاوې نشي پوره کولای؟

دا چې دوی د نورو په بدبخته کولو کې بخت، په وژلو کې ژوند او په بیوزله کولو کې شتمني ويني; نو ځکه له سود لاس نه اخلي.

اسلام! هغه چې نړۍ ته یو بشپړ لارښود او مکمل دین دی، سود نه مني او هغه څوک چې سود خوري، الله جل جلاله او پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې په مقابل کې د جنګ اعلان کوي او نه یوازې د سود په خوړونکي او ورکوونکي دا عذاب نازلوي; بلکې د سود د معاملې سند لیکونکی هم ورسره په دې ګناه کې برابر بولي.

مؤمنان خپلې کاروباري معاملې د مضاربت، مرابحې، مشارکې، سلم بیعې، استصناع او نورو په رڼا کې تر سره کوي.