د مريخ (Mars) په اړه په زړه پورې مالومات 

مریخ سیاره له لمر څخه څلورمه او په ډبرینو سیارو کې وروستۍ سیاره ده. اندازه یې د ځمکې نیمه ده. د مریخ په خاوره کې د اوسپنې اکسایډ ډیر دي نو ځګه د مریخ خاوره سور رنګه ده. په پخوا زمانو کې مریخ د سرې سیارې په نوم پیژندل شوې وه. 

د مریخ سطحه د ځمکې سره ډیر ورته والی لري، سطح یې د غرونو، دښتو، لویو او کوچنیو درو څخه ډکه ده. د لمریز نظام په لویو سیارو کې تر ټولو اوږده دره د مریخ په سطه کې ده چې د (مارینر) درې په نامه یادیږي او (4000km) اوږدوالی لري. 

ترټولو لوی (جګ) غر هم په مریخ کې شتون لري چې د اولمپیوس(Olympus) په نامه يادیږي، چې (24km) لوړوالی لري. که څه هم اوس مریخ یوه وچه او یخه نړۍ ده خو په تیرو زمانو کې د اوبو څخه ډک لوی سیندونه د هغه په سطحه روان وو، اوس هم د مریخ په شمال او جنوب قطبونو کې کنګل شته دي خو عمدتاً د(ًCO2) یا وچ یخ دی. 

سره سیاره يا مریخ د یوې څنډې څخه تر بلې څنډې پورې (6780km) ده. د لمر په شاوخوا یې د ګرځیدلو مدار یې بیضوي ده، چې په خضیض حالت کې (207)میلیونه کیلومتره او په لرې حالت کې (249)میلیونه کیلومتره فاصله لري. په لومړني حالت کې له لمر څخه زیاته انرژي اخلي په دویم حالت کې د هغې سطحې ته د لمر وړانګې لږ را رسیږي، نو ځکه خو په اوړي کې د تودوخې لوړه درجه د مریخ په سطحه کې له (25c) څخه نه لوړیږي او په ژمي کې تر( ْ125c-) پورې سړیږي. 

 د مریخ یو دوران (یوکال) د ځمکې له (687) شپو او ورځو سره برابر دی او د خپل محور په شاوخوا (يو - شپه او ورځ) یې په (24)ساعته او (40) دقیقو کې پوره کیږي. 

د جاذبې قوه یې د ځمکې څلورمه ده یعنې که یو وزن د  ځمکې پر مخ (68kg) وي نو په مریخ کې به (26kg) وزن ولري. د جوړښت له حیثه مرکز یې له کلکې او درندې اوسپنې څخه جوړه شوې ده. ګوشته یې د سلیکاتي ډبرو او بهرنۍ سطح یا خارجي طبقه یې د خاورو او ډبرو څخه جوړه شوې ده. څرنګه چې په دننه کې کومه متحرکه طبقه نلري نو ځکه مقناطیسي میدان هم نلري، په دې وجه لمر وتوانیده چې د مریخ اتموسفیر ډیره برخه د خپلو بادونو په زور فضا ته وشړي اوس مریخ یو نری او سپک اتموسفیر لري.

د مریخ اتموسفیر د ځمکې د اتموسفیر په مقایسه (100) ځلې کم سوری او نری دی. %95 کاربن ډای اکسایډ، %3 نایتروجن او %2 یې اکسېجن او نور ګازونو څخه جوړ شوی دی. د مریخ د نري اتموسفیر له وجهې د لمر چارچ لرونکې ذرې کولی شي ددې سیارې سطحې ته را ورسیږي چې هر ډول ژوندي موجود ته مرګ ژوبله اړوي.