د افغانستان ټولنیز جاج او له هېواد بهر سیاسي جریانونه

←ټولنیز جاج؛ افغانستان له بل هر وخت له یو سخت وضعیت څخه تېرېدونکی دی، چې د یو شمېر کورنيو او بهرنیو  ننګونو سره مخ دی. دا هغه څه دي چې افغانستان یې انزوا  ته نږدې کړی، عدم مشروعیت، نړیوالو سره عدم تعاون، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې، د بشري حقونو په خوندیتوب کې د نړیوالو بشري او مرستندویه ټولنو اندېښنې، د تروریزم او ترهګرۍ په اړه د لویدیځوالو اندېښنې، په افغانستان د نړیوالو لخوا بندیزونه او فشارونه. چې لا هم د طالبانو حکومت په دې نه ده توانېدلی چې له نړیوالو سره ګډه د تفاهم ژبه رامنځ ته کړي، ترڅو دغه تشویشونه د مذاکراتو له لارې حل او یو ګډ تفاهم ته ورسیږي. سربېره پر دې د موجوده نظام پر وړاندې نه یواځې بهرني ګواښونه او ستونزې موجودې دي ددې ترڅنګ په کور دننه هم له یو شمېر فکري او جوړښتي ننګوونو سره مخ ده چې د پنځلس میاشتنۍ سرپرسته کابینه او دوام، د واحد اساسي قانون نه شتون، یو شمېر ملي ارزښتونو په تعریف کې د طالبانو او ولس فکري ټکر، د افغان انجونو پرمخ د تړلو شو ښوونځیو په سر راپورته شوې ناندرۍ، په افغانۍ کرنسۍ د کنګل شوې بودجه بدې اغیزې، له هېواده د علمي شخصیتونو فرار او پراخ مهاجرت، له هېواده بهر پاشلي سیاسي جریانونه او حرکتونه، د نړیوالو ویشلي دریځونه او موخې، د اسلامي هېوادونو غیرمسؤلانه او مبهم دریځ، د بهرنیو استخباراتي کړیو په مټ فاشیزم ته لمن وهل، د قدرت د انحصار وېره، نیم زوړنده اقتصادي حالت، په بهرنیو مرستو له حده زیات اتکا یې ښې بېلګې دي، او په ټوله کې یو التهابي حالت چې افغانان به د سوړ ژمي له سختو څپو سره هممهاله وځپي. 

له هېواده بهر په ګوندیزه بڼه د بدیل هڅه؛
د جمهوریت په پرځیدو او د طالبانو له راتګ سره د یو شمېر جریانونو ظهور ډول ډول پیغامونه له ځانه سره لري، خو یوه ډله له هېواده بهر اشخاص یې په ملاتړ تینګار کوي، خو بل خوا په کور دننه د کلکو غبرګونونو ترڅنګ د تیر ولسواکه نظام د سقوط عاملین همدوي ګڼي. 

حقیقت ته په کتو سره له تیر ۴۳  کلونو راهیسې یادو خوځښتونو او جریانونو خپل مسؤلیت او حدود نه دي پېژندلي او تل یې د ملت په منځ کې ویشلي افکار ځای په ځای کړي. او یوازې یې د ولسواکۍ په نوم خپل راج چلولی، څومره چې باور کېده تر هغې اندازې یې خپل مثبت رول په ولسواکه نظام کې ثابت نه شوای کړی. همغه ده چې نن له هېواده بهر او دننه یې باور له لاسه ورکړی او پر موجودیت یې کلکه بې باوري موجوده ده. اوس تحلیل دا دی چې یاد جریانونه به د افغانستان په روان وضعیت څومره تاثیر ولري او و به کولی شي چې طالب چارواکي یو ولسواکه نظام چې د ملت په رایو ولاړ وي اړ کړي، خو تر ډیره بریده یاد جریانونه پاشلي او غیر متحد شکله دي، تر دې چې په اساس نامه او ښکاره دریځونو کې یې عدم اتحاد مالومیږي، خو په یو شمېر باورونو رامنځ ته شوي جریانونه تکراري دي او د ولس له منځه لرې د ولس په منځ کې بې باوره دي او یاد حرکتونه به د افغانانو د درد دوا نه شي او نور یې د ولس په منځ کې له هر عنوان لاندې خپل باور بایللی، نور به ونه شي کولی چې له ملت څخه د ولسواکۍ په نامه خپل امتیاز واخلي. د حزبونو او سیاسي حرکتونو په وړاندې د ملت بې باوري اوسنۍ نه ده، له لسیزو راهیسې دا ملت د حزبونو او ګوندونو د ترخو تجربو جبران کوي. ولې هغه حزبونه چې د هېواد او ددې ملت د نجات لپاره تاسېس شوي و، نن همغه ګوندونه په ټولنه کې د بدبختیو لوی عاملین شمېرل کیږي. چې ویې نه شوای کړای یو باثباته افغانستان تضمین کړي. 

په افغانستان کې مخینه؛
اصولا په افغانستان کې  سیاسي ګوندونه، ډلې او ټپلې  له قومپالنې اغیزمنې دي او سیاسي ګوندونه په هیواد کې په همدې چوکاټ کې  جوړ شوي. که څه هم له ۲۰۰۱کاله وروسته ځیني افغان روڼ اندي ادعاکوي د افغانستان د ولس دحقوقو د دفاع لپاره یې ګوندونه جوړ کړي، خو د قومي ګوندونو په وړاندې  له اغیزمن قدرته برخمن  نه دي. په افغانستان کې سیاسی ګوندونه او ډلې  په څلورو ډولونو کې یعني کمونیسټي، اسلامي، قومي او یا لودیځ پالو ګروهنو سره  فعالیتونه کوي. که څه هم  د دغو  ګوندونو د جوړیدا اساس  هماغه راز  قوم پالنه ده. دا مهمه پوښتنه مطرح کیږي چې په بیلابیلو پړاؤنو کې ګوندونه په دغه هېواد کې له کومو موخو سره جوړ شوي دي؟
 
په افغانستان کې  د ګوندونو د جوړیدا د څرنګوالي په باب په مختصر توضیح کې په پیل کې باید په دغه هېواد کې د خپلو لاسوهنو او د نفوذ آعمالولو په باب له ګوندونو د آوزاري استفادې لپاره د بهرنیو قدرتونو  هڅې ته اشاره وشي. چې غرب او شرق هغه اړخونه دي چې د خپلو ګټو تضمین سره د ګوندونو په جوړولو او  له هغو په ملاتړ  یې هڅه کړې، ترڅو خپل ملاتړي ګوندونه په افغانستان کې واک ته ورسوي. که هغه د جهاد په پړاؤ کې و او که اوس دي. دویم عامل  هم  په افغانستان کې   ګوندونه ، دقومي  مشرانو او با نفوذه  کسانو  له خوا  د سیاسی امتیاز د اخیستو په موخې سره  جوړیږي. په همدې دلیل  دافغانستان ټول سیاسي او مذهبي  ګوندونه، ډلې او ټپلې د کابل او قدرت ته د رسیدو موخې لري. دریم عامل دا دی چې په دغه هېواد کې ګوندونه، له بهرنیو قدرتونو او ګاونډیو هېوادونو څخه د مالیي مرستو او امکاناتو  د ترلاسه کولو لپاره د یوه آوزار په توګه ګڼل کیږي. په افغانستان کې ګوندونه، له سیمه ایزو او نړیوالو مرستو پرته د راپورته کیدا او راپنځیدا  هیڅ امکان نه لري او قومي مشران د بهرنیو ملاتړونو د جلبولو لپاره ګوندونه جوړوي. دویمه اساسي پوښتنه دا مطرح کیږي؛ آیا په افغانستان کې  سیاسي او مذهبي ګوندونو، ډلو او ټپلو د دغه هېواد د پراختیا او ثبات بخښونکي بهیر کې آسانتیاوې جوړې کړې او یا دا چې د مخنیونکي عامل په توګه یې عمل کړی دی؟ دې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي،چې په افغانستان کې سیاسي او مذهبي ګوندونو او ډلو  هغو مسئلو او موضوعګانو ته په پام سره چې مطرح شوي، د افغانستان د بدلونونو په بهیر کې یې په ثبات بخښونکي بهیر کې د مخنیونکي  عامل په توګه عمل کړی دی.  د هر یوه ګوند له خوا د وسله والو کسانو په اختیار کې درلودل لامل شوي دي، په ځينو موردونو کې يې د افغانستان  د  قانون او حکومت په وړاندې هم مقاومت کړی او دریدلي دي او یا یې هڅه کړې ده، خو لوبه یې په خپلې ګټې سره ګډه وډه کړې. 

د سیاسي جریانونو په اړوند منل شوي معیارونه؛
ګوند په پښتو کې د ګوند کلمه د عربي د حزب او لاتینې پارتیز ((partis سره مترادفه ده چې د برخې، ډلې، ګروپ، حصې او قسمت مانا ورکوي. په سیاسي اصطلاح کې ګــوند د انسانانو هغې ټولګې ته ویل کیږي. چې په خپله خوښه د ټاکلو شریکو سیاسي مـوخـو د پوره کولــو، لپاره په واحد فکر  په یوه سازمان کې را ټول شوي وي. سیاسي موخې که مادې وې او که معنوي.

سیاسي جریانات باید د ملي ګټو پرمبنا ولاړ وي. په هېواد کې هر سیاسي ګوند، ائتلاف او یا نور سیاسي حرکتونه باید په ملي ګټو ولاړ واوسي، او دا راز حرکتونه باید ټاکلي معیارونه او د ملي ګټو اهداف ولري، سیاسون باید د ولس د ارادو، او ارمانونو مطابق په هېواد کې فعالیت وکړي. سیاسون دي او که بل هر څوک لومړی باید د هېواد ملي ګټو ته ژمن واوسي. ملي ګټې باید ورته سره کرښه واوسي. همدا ملي ګټې دي چې زموږ هویت ثابت کوي. موږ په دې وروستیو کې وینو چې سیاسي ائتلافونه جوړېږي او په رآس کې هغه کسان دي چې د ولسواکه نظام  سقوط کولو مقصرین دي دا د هر چا حق دی چې سیاسي ګوند جوړ کړي او سیاسي فعالیت ولري، ولې دوی هم باید د دولت په څېر د هېواد د آبادۍ، پرمختګ، د قومونو یووالي، ګډ فکر، داخلي ثبات او ارضي تمامیت څخه ملاتړ ترڅنګ داسې نورې ملي برنامې باید ولري.د سیاسي ګوند د جوړېدو لپاره د يوې روښانه او ټولېزې موخې ټاکل یانې څرګند دريځ لرل حتمې خبره ده، چې باید د ملي ګټو پر ملاتړ او له ملي ارزښتونو څخه پر ساتنه راڅرګند شي. هر سیاسي ګوند ته پکار ده چې په ټوله کې د شرایطو له غوښتنو سره سم یوه ناره یا شعار ولري، د سیاسي ګوند د جوړېدو په چارو کې تر ټولو ارزښتمنه خبر د مذهب او سیاست (جومات او دېره) جلا ساتل په کار ده. په ګوندي تګلورو کې د ژبې د غوړېدو، وچې او بې ګټې سیاسي او نا کره هڅې رانغښتل او شاربل مو لوړپالنې ته هڅوي، چې پایلې يې ژبنی تاوترېخوالی او استبداد جوړوي. په کار ده چې د قانون او د خپلې ژبې د پوهنيزه کولو له لارې، د ژبې د پرمختګ بنسټونه غښتلي شي. د لږکیو او ډېرکیو ځانګړنه او سکالو رابرسېره کول مو د ډېرکیو د استبداد په لور ټېلوهي، چې په وړاندې يې د لږکیو خوځښتونه په پرله پسې توګه کشالې جوړوي او پردیو ته د لاسوهنو موکه په لاس ورکوي. د داسې چارو هواری هغه مهال شونی دی چې د هېواد بشپړه او کره سر شمېرنه تر سره او د قانون له مخې هر چا ته د خوځښت خپله پوله په ګوته کړي.