عصري کیدل څه دي؟

راځئ د داسې علت په لټه کې شو چې ولې اکثر مسلمانان وروڼه له غربي او غیر مسلم کلتورونو د خپلولو سره مینه لري؟ ولې ددوی د کلتور اکثر برخې ورته ښې ښکاري؟ 

څنګه له دوی طرز خپلوي؟ ولې د ودونو په تالارونو کې د ناوې او زوم مراسم لکه د ترکانو غوندې کوو؟ ولې ښځینه هندي کالي په افغانستان کې تر ډیره ښه بازار لري؟ ولې ډیر ژر مو په د ژوند په سطحه کې د فرهنګي لحاظه تغیرات راځي؟

د اقتصاد د علم له نظره د وروسته پاتې یا پرمختیايي هیوادونو یو ځانګړنه دا هم ده چې په دوی هر څه مشروط منل کیږي، لکه مرستې، قرضونه او داسې نور... چې له بده مرغه زموږ ګران هیواد هم له دې ستونزو سره لاس او ګریوان دی. 

د تلویزیونونو له لارې د سیریالونو د بیلابیلو جامو، د ودونو، نکاح، او مینې بیلابیل ډولونو په نشریدلو سره مو په هیواد کې تر ډیره خپل فرهنګ کمرنګ شو، چې نه یوازې دا پردي رواجونه راته ښه ښکاري، بلکې راته عصریتوب هم ښکاري. 

په هیواد کې مو د زده کړې او عامه پوهاوي سطحه ډیره کمه ده، چې له بده مرغه نور هیوادونه د سیریال، فلم او نورو اشتهاراتو په اساس د عصریتوب او په نورو ورته نومونو خپل تولیدات راباندې په ښه قیمت خرڅوي او موږ د مصرفي هیواد نه بیخي په دیوالیه کیدو (Bankruptcy) باندې اخته کوي.

اوس دا پوهاوی پکار دی چې د عصریتوب (Modernism) اصلي مانا څه ده او په اسلام کې عصريتوب څه مانا لري؟

عصریتوب د اسلام د مقدس دین له نظره د بربنډتوب، عیاشۍ، بې ځایه مصرف او په تجملي اجناسو پیسې مصرفولو پر ځای د نوو تخنیکونو او مهارتونو زده کړه ده، چې په هغه کې په هره روا برخه کې د تخنیک او مهارت په لوړولو سره ددې په نیت چې پرې اسلامي امت ته خدمت وشي؛ ځان رسول او پوهول دي. چې ښه بیلګه يې د احزاب یا خندق په غزا کې کله چې مدینه منوره د کفارو له لوري فتح شوه؛ سلمان فارسي (رض) رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ځانونو د دفاع په موخه د خندق کیندلو مشوره ورکړه او رسول (ص) هم ومنله، چې مخکې دا تخنیک په عربو کې نه و استعمال شوی او خپله رسول صلی الله علیه هم د خندق په کیندلو کې برخه واخیسته.

همداسې رسول الله (ص) د مدینې منورې خلکو ته امر وکړ چې د کرنې د ودې په موخه ډیر کښتونه وکړي تر څو ډیر حاصلات په لاس راوړي او ډیر صحابه یې نورو هیوادونو ته د بهرنیو ژبو د زده کړې او د اسلحې جوړولو زده کړې ته لرې هیوادونو ته ولیږل.  

همدارنګه یې تاجران وهڅول تر څو عمان او مصر ته د سوداګرۍ په موخه لاړ شي او د هیواد سوداګرۍ ته پراختیا او بهبود ورکړي.

اوس خلک څومره پس پاتې دي؟ آیا کوم عصریتوب غوره دی؟ د نورو هیوادونو تولیدات او کلتور په خپل هیواد کې استعمالول او ورته اشتهارات کول او که خپلې سوداګرۍ، صنعت او کلتور ته پراختیا ورکول؟

هیواد جوړونه په موږ پورې اړه لري. عصري او دیني علم دواړه د اسلام تر چتر لاندې مهم دي، خپل افکار او رسم او رواج د سوداګرۍ او ټولنیزو رسنیو له لارې څومره ښه نشریږي، ښه بیلګه یې هغه پردي افکار یادولای شم چې تر ډیره په موږ تحمیل شوي.

 که خپل هیواد ته له لومړیو ژمن پاتې وای، اوس به آن په هند کې هم یوه رسمي ژبه پښتو وای. خو افسوس زموږ اکثر ځوانانو تر اتیا فیصده له هندي فملونو هندي ژبه زده کړې ده چې پرته له دې چې د فلم په مضخرفو سوژو ځان پوه کړي؛ بل څه پرې نشي ترسره کولای.
موږ به د وطن د آبادۍ سندرې وايو