د نړۍ نظم په لوی لاس له منځه وړل

   متل دی وايي د هغه شي د بيا رغولو ضرورت نشته تر هغه وخته چې کار کوي. لودیځ والو ددې متل د اصولو په رڼا کې د نړۍ نظم له منځه وړي او په نړۍ کې يې بې ثباتي رامنځته کړې  او ددې ګډوډي بیا رغونه به لسيزې وخت ونيسي. دا غير عادلانه ده؛  د لوديځې نړۍ د بنديزونو سياست ددې لامل شوی چې د نړۍ نظم او ثبات لمنځه ولاړ شي. 

  تاريخ ګوا دی چې ځينو امپرياليستي هيوادونو او  متحدینو یې له پخوا څخه د استعمار، غارت او بې ثباتۍ خواص درلودل چې د اسيا د وچې له ختيځ د کوریا  ټاپو وزمې، جاپان، چين څخه پيل په سويل ختيځ کې د هندو چين ټاپو وزمې ته پام وکړو. په سويل کې تازه د افغانستان او پاکستان مسايلو ته کتنه وکړو، په منځني ختيځ کې له ايران څخه بيا تر  سوريې هيواد پورې همدارنګه د شمالي افريقا هيوادونو حالاتو ته نظر وکړو، تر لاتینې امریکا پورې پرله پسې د هيوادونو لاندې کول، منزوي کول، بنديزونه لګول، د تروريزم، کيمياوي وسلو او مخدره توکو په پلمه نسل وژني، نژاد پالنه، نيابتي جګرې او د بشريت ضد جنايتونه یوازي ددوی پر شتمنيو نفت، ګاز، سره زر او نور نادره قيمتي معدني موادو او ټولو سوداګريزو محصولاتو باندې د تسلط پيدا کولو پخاطر ترسره شوي. 

د یادو مسايلو تاريخي پس منظر او اوسني حالاتو ته په کتو په واضح ډول ښکاري چې د نړۍ نظم په لوی لاس د څو محدودو هيوادونو له خوا له منځه وړل کيږی. د يادو هيوادونو له خوا تازه پر روسيې، ايران او په ځينو برخو کې پر چين او ځيني نورو هيوادونو بنديزونو لګول ددې لپاره چې نوموړي هيوادونه منزوي کړی شي. اما دلته موضوع برعکس شوې ده. پر روسيې انزوا کار ونه کړ؛ د بل لورې د روسيې ضد بنديزونو ملاتړي هيوادونه د نړۍ ډير لږ نفوس تشکيلوي چې دا د ټولې نړۍ پر وړاندې یو کوچنی اقلیت دی. ددې کوچني اقلیت د بنديزونو پالیسۍ فکر نه کوم چې د روسيې په شان سترو او پرځان  بسيا هيوادونو باندې کوم ډول اغیزه ولري. د دې ډول نامسوولانه بنديزونو پالیسۍ زیان يوازې بیوزله هيوادونو ته دی، چي افغانستان یې لا دمخه اغيزمن کړی دی. خو جالبه داده چې د غربي هیوادونو د بنديزونو پالیسي بيرته د ګرځېدو په حال کې ده. ددې پالیسۍ زيان هغه هيوادونو ته هم رسيدلې کومو چې بنديزونه لګولې دي. 

ناټو او اروپايي اتحاديې چې کله په لومړنيو فرصتونو کې د روسيې پز وړاندې اقتصادي حملې پيل کړې، وروسته معلومه شوه چې ددوی د اقتصادي بندېزونو پاليسۍ د غلط سنجش او د سياسي فشارونو لاندې ترسره شوې. ځکه اوس مهال په همدې هيوادونو کې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې لوړې شوي، د سون د توکو له کمبود سره مخ دي او د یورو ارزښت ښکته شوی دی. حتی په امريکا کې هم همدا ډول حالت جريان لري.

 اوس د يو قطبي نړۍ له سقوط څخه شپږ مياشتې وروسته ډير شمير هيوادونه د بنديزونو له احتمالي پايلو څخه ویره نه لري. اکثريت هيوادونه پردې پوهیږي چې د اقتصادي قواعدو ويجاړول د نوي فرصتونو لپاره يوه کړکۍ پرانيزي. په دې اړه مخکې د روسیې په سنپيتربورګ کې نړيواله اقتصادي غونډه هم ترسره شوې. په پام کې ده چې بله غونډه د روسیې په ختیځ ولادي وستوف کې د 7م اقتصادي فورم د سپټمبر په مياشت کې ترسره شي. په دي اړه ډيرې پوښتنې طرحه شوې دي، چې د نړيوالې همکارۍ نوي اقتصادي شرايطو ته اختصاص ورکړل شوی. 

د يادي غونډې په فورم کې به د ۹۰څخه زياتې سوداګريزې پيښې ترسره شي. ددې موضوعاتو تر څنګ به د لوجستیکي ځنځيرونو جوړول د اسیا د شانګهاي سازمان او نورو په چوکاټ کې به نړیواله همغږي رامنځته شي. ددې لوې نړيوالې ټولنې له خوا به د انرژۍ، خوراکي توکو او د انرژۍ د سرچينو په برخه کې متقابل عمل،د اقتصاد په مختلفو څانګو کې پانګونه، د هوايي او ځمکني چلند او د موټرونو جوړولو سره به پيل او د تخليقي صنعتونو سره به پای ته ورسیږي. 

د لوديځ موقعيت په پام کې نيولو سره نړۍ مجبوره دې چي ختيځ ته مخه وکړي. د ولاديوستوف ځانګړي جغرافيايي موقعيت ته په کتو سره به سږکال ياد اقتصادي فورم د پام وړ پاملرنه ترلاسه کړي. د اقتصادي بحران څخه د وتلو لاره چې نرۍ د لويديځ د بنديزونو له کبله ورکې شتون لري تر ډيره حده ددې پايلو پورې اړه لري د ولاديوستوف انجمن ګډونوال به د يو سيميز مرکز او نړيوالې همکارۍ په اړه خبري وکړي.او دوی به پګډه ددې سيمي څخه د نړۍ اقتصادي سيستم جوړ کړي. مخکني غوندې کې يادونه شوې وه چې ددې اقتصادي مودل هيوادونه به په انفرادي توګه خپلواک او په لويه کچه به په ځان بسيا وي. دا ډول مودل په بشپړه توګه د اعتماد وړ دې. ځکه چې ډير اسيا يي هيوادونه د روسی په وړاندې دوستانه اړيکې لري او بې طرفه دې دا د اقتصادي ودې لامحدوده بشپړتيا ته اجازه ورکوي. ددې سيمي  غوره والي دادې چي د اروپا په څېر دلته هيڅ ډول جيوپوليتکه سيالۍ شتون نلري. 

ګډونوال د خپل د هيواد ګټې په پام کې نيولو سره د کار کولو فرصت لرې. د روسیې د لري ختيځ د ځانګړي جغرافيايي او جيوپوليتک موقعيت ته په کتو سره به د اسيا تر ټولو لويه اقتصادي دروازه او د نړي وال مشارکت جهانی مرکز به جوړ شي. او ټولي نوې پروژې د غربي هېوادونو له نظر، انحصار او ديکتاتوري پرته به ترسره شي. داسي ښکاري چې د نړۍ وال نظم نوی خپلواک جوړښت به د متقابل ملاتړ او مساوي همکارۍ پر نوی اصولو ولاړ وي. زموږ مشرانو ته پکار ده چې له روسي او نورو هيوادونو سره خپل اړيکي پياوړي کړي او ددې فرصت څخه د افغانستان په  کټه استفاده وکړي.او د ياد نړيوال اقتصادي ځنځير سره افغانستان وصل کړي. نوموړي مهم اقتصادي فورم حتی د نړۍ په سطحه ګټور دې په ځانګړي توګه د اسيا يي هیوادونو منځني ختیځ او سوحيلي هيوادونو ته چي د يوي برخې ترانزيت يي د افغانستان له شمال څخه جنوبي اسيا ته وصل کيداې شی.