ټولنپوهنه او په طبي علومو کې یې د لوستنې اړتیا -لومړۍ برخه 

په طبي برخو کې د ټولنپوهنې لوستنې د اړتیا په اړه به وروسته وضاحت ورکړو، خو په پیل کې به په لنډ وضاحت ټولنه او ټولنپوهنه تعریف کړو. دغه راز ددې لپاره چې د مقالې لمن اوږده او متن یې ستومانونکی نه شي، نو لومړۍ برخه به د ټولنپوهنې لنډې پېژندنې او دویمه او درېیمه برخه به یې د ټولنپوهنې اړوند څیړنو اوزارو او طبي برخه کې یې د لوستنې اړتیا ته بیله کړم. 
 
ټولنپوهنه په ساده معنا د ټولنیزو واقعیتونو پېژندنه ده. خو مخکې له دې چې د ټولنپوهنې بشپړ هر اړخیزې پېژندنې او پیدايښت مخینې ته راشو لومړۍ ټولنه تعریفوو. 
 
ټولنه society: 
ټولنه یا society  د societus  له کلمې څخه اخېستل شوې ده، چې د دوستۍ معنا ورکوي. انسانان ذاتاً ټولنیز مخلوقات دي او په ډلګیو یا ګروپونو کې سره ژوند کوي. ټولنه د وګړو هغې ټولګې ته وايي، چې ګډ فرهنګ ولري او په ګډه سیاسي جغرافیه کې سره ژوند وکړي. یا هم له سیاسي جغرافیې ورها خوا هم یوه ټولنه تشکیل او بللای شو یعنې د ټولنې اطلاق پرې کیدای شي، لکه د څو هېوادونو د ژبې، دین او مذهب مشترکاتو په څیر درلودونکې جغرافیايي ساحه.  
 
اجتماع community: 
هغو انساني ګروپونو یا ډلو ته ویل کیږي، چې اړیکې پکې په مخامخ ډول عاطفي وي. انسان چې هر خاصیت او فرهنګ ولري نو ورسره سم د هغه هویت خپلوي. یعنې اجتماع له ټولنې یو کوچنی تشکیل دی. لکه قومي ګروپونه او ډلې، چې عاطفي او احساساتي انرژۍ سره تبادله کوي او اړیکې پکې مخامخ او نږدې دي او ګډ ارزښتونه لري. 
 
ټولنیز واقعیت: 
د ټولنپوهنې په تعریف کې ټولنیز واقعیت یاد شو. ټولنیز واقعیت عبارت له هر هغه څه چې په یوه ټولنه کې موجود وي واقعیت بلل کیږي او په یوه ټولنه کې د واقعیت په ډول منل شوی وي.
 
ټولنیز ارزښتونه، کړنې، دودونه، مذهبي ارزښتونه، عقیدې او .... ټول ټولنیز واقعیتونه بلل کیږي.انسان په یوه ټولنه کې د ټولنیز واقعیت په ټوګه رامنځته شوی او زېږدلی دی او د همدې ټولنیزو واقعیتونو منځ کې له منځه ځي. 
 
یا هم دا چې ټولنپوهنه د ټولنیزو ګروپونو یا ډلګیو علمي څیړنه ده. چې دې تعریف کې په ځانګړي ډول ګروپونه یا ډلې یادې شوي دي. دا ګروپونه چې ګډ اشتراکات سره لري یوه ټولنه یې جوړه او رامنځته کړې ده او د ګډو ګټو او ارزښتونو لپاره له یو بل سره اړیکې پالي او په ارزښتونو سره راټول دي. 
 
فرهنګي، ورزشي، مسلکي، فني، تخنیکي، مذهبي، ګروپونه دي چې تولنه یې جوړه کړې ده. په دوی کې ځانګړي ټولنیز خاصیتونه دي، چې له یو بل سره توپیر لري. یعنې د یو پوځي ډلې او یا کس خاصیتونه او کړنې له یو مذهبي او ملا کس سره توپیر لري. دغه راز د یو د یو ډاکټر او ښوونکي خاصیتونه هم سره ورته نه دي او د  مسلک او موقعیت سره سم له یو بل سره توپیر لري. 
 
مشهور عالم دورکیم وايي، چې ټولنپوهنه د ټولنیزو کړنو د تفسیر علم یا پوهه دی. 
په ټولنه کې هره ډله د تحلیل یا شننې په لړ کې یوه ځانګړې معنا او ارزښت لري او ددې ارزښتونو او پېژندنو څېړنه د ټولنپوهنې پورې اړه لري. په ټوله کې په ټولنه کې انساني ابعاد متنوع او پیچلي دي چې بشپړه څېړنه یې ستونزمنه ده، خو بیا هم اشتراکات شته چې آسانتیاوې یې رامنځته کړي دي. له همدې امله تعریفونه یې هم بیلابیل شوي دي.  
 
د ټولنپوهنې مخېینه: 
ټولنپوهنه د sociology له اصطلاح اخېستل شوې ده، چې په ۱۸ پیړۍ کې د اګوسټ کنټ له لوري وړاندې شوه. 
اګوسټ کنټ فرانسوي عالم دی، چې د لومړي ځل لپاره یې وویل چې ټولنیزې اړیکې،ټولنیزې ډلې، ټولنیز ارزښتونه، ټولنیز واقعیتونه باید د ساینسي علومو په څیر د تجربې له مخې وپیژندل شي او وڅېړل شي. 
 
یعنې اګوسټ کنت د ټولنپوهنې لپاره د ټولنیزو یادو مواردو د څیړلو ټېنګار د ساینسي علومو تجربو په څیر کولو او د همدومره ارزښت وړ یې بلله. 
 
یاده دې وي، چې اګوسټ کنټ مخکې له دې چې د ټولنپوهنې اصطلاح مطرح او وړاندې کړي د ټولنیز فیزیک اصطلاح یې مطرح کړې وه. خو مخکې له دې چې د یوې علمي فرضیې په ډول یې وړاندیز کړي یو بیلژیکي عالم دا موضوع ترې کاپي او مطرح یې کړه.نو ځکه کنت وروسته د ټولنپوهنې اصطلاح مطرح او وړاندې یې کړه او د ټولنیز فیزیک اړوند موضوعات یې هم پکې شامل او مطرح کړل. له همدې امله فرانسوي اګوست کنت ته د ټولنپوهنې پلار ویل کیږي. 
 
که بیا هم د ټولنپوهنې په تاریخي مخېینې تم شو، نو وایو چې ټولنپوهنه په ۱۸ پیړۍ کې د ډلو او ټولنیزو واقعیتونو مطالعې څخه را پیل شوه. چې دا د فرانسې له انقلاب سره هم مهاله پیل او د انګلستان صنعتي انقلاب سره د بشپړتیا تر کچې ورسیده. 
 
هغه مهال ټولنپوهنه د ټولنیزو ګډوډیو مطالعه او د هغوی کابو او منظمول او له منځه وړل وو، یعنې ټولنپوهنې په فرانسه کې غوښتل چې د انقلاب له امله د رامنځته شویو بدلونو له اغیزو ټولنیز له منځه تللي نظم بیرته را منظم کړي، خو دا وروسته په یو مطرح علم یا پوهې واوښت، چې اوس په ټوله نړۍ کې د یو مطرح علم په توګه تدریس کیږي او په ټولنیزو ستونزو او پرمختګونو کې ترې کار اخیستل کیږي. له تاریخي نظره ټولنپوهنه کم عمر لري خو پراختیا یې ډیره زیاته ده. یعنې د ټولنپوهنې ټول عمر ۲پیړیو ته رسیږي، یعنې په پوهنتوني علومو کې ځوان علم دی. په ټولو علومو او څانګو حتا په ادبیاتو کې ټولنپوهنه تدرسیږي. 
 
د ټولنپوهنې تاریخي بهیر روښانتیا لپاره به دلته لږ په تفصیل یاده کړم، چې په فرانسه کې ۱۸ او ۱۹ پیړۍ د فرانسې له ټولنیزو انقلاب، د انګلستان صنعتي انقلاب سره د خلکو ژوند له کلیوالي سیمو ښاري حالت ته بدلون موندلی ؤ. دا داسې حالت ؤ چې د خلکو ژوند له کرنیز څخه صنعتي ژوند ته بدل شوی ؤ.
 
له کلیوالو سیمو څخه ښارونو ته د خلکو ګډوالۍ زیاتیدو، د فیوډالیزم زوال او له منځه تګ، او پر ځای یې د بورژوازۍ نوي نظام ځای خپل کړی او نېولی ؤ، چې دې سره یو ډول ټولنیزه ګډوډتیا رامنځته شوې وه او دې حالت کې د ټولنپوهنې دنده دا وه چې بې نظمي له منځه یوسي.
 
فیوډالي نظام کې پر ځمکې او کرنه اتکا وه، خو صنعتي انقلاب سره ژوند نوی نظم راخپل کړ، چې دې کې یو اخلاقي او ټولنیز نا پوهي او حیرانتیا حالت رامنځته شو. 
 
له کلیوالو سیمو ښارونو ته د ګډوالۍ سره د خلکو ژوند سبک کې بدلون راغلی ؤ لکه په ځمکه کې د کرنې پر ځای په صنعتي کارخانو کې ښځو او نارینه وو یو ځای سره کار کولو او همالته یې ژوند هم کولو.یعنې کارخانې د کار او اوسیدو ځایونه شوي وو. نوي بنسټونه رامنځته شوي وو او له کورنیو یې د ماشومانو روزنې مسؤلیت هم اخیستی ؤ لکه وړکتونونه او مکتبونه. او دا ټولې آسانتیاوې د صنعتي کارخانو مسؤلینو رامنځته کړي وو څو کارګر زیات کار وکړي او له کورنیو مسؤلیتونو خلاص وي. دغه راز مذهب خپل رنګ او ارزښت بایللی ؤ او هیڅ دیني او فرهنګي اخلاقو شتون نه درلود چې دا ټولنیزه تشه ډکه کړي.
 
 ټولنپوهنه ددې رامنځته شوې پاشلتیا له منځه وړلو لپاره رامنځته شوه، څو بیرته ټولنیز نظم رامنځته کړي او له ټولو پاشلتیاوو مخنېوی وکړي.