دا چې د نړۍ د انسانانو زیاتره اړتیاوې د کرنې او مالدارۍ سکتور د لارې پوره کیږي، او ټوله نړۍ ددې سکتور پرمختګ لپاره هڅې کوي او لا روانې دي، زمونږ ګران هېواد چې یو کرنیز هېواد دی، د نورو سکتورونو په شان په دې برخه کې هم وروسته پاتې دی، دا چې په دې برخه کې کار وشي... نو ټولې اړونده ادارې باید جدي ګامونه واخلي.
څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د چتر لاندې هم په ټول افغانستان کې د زراعت لېسې او انسټیټيوټونه موجود دي. په دې کې د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې هم موجودې دي. خو له بده مرغه اکثره کرنیزې تعلیمي ادارې د عملي کار (پرکتیک) او څیړنو لپاره ساحه په واک کې نه لري، چې له دې کبله ددې ادارو زده کړیز بهیر هغسې نه دی، چې توقع ترې کیږي. نو ځکه دوې ته یوه ځانګړې ساحه په واک کې ورکول پکار دي، ترڅو دوې پکې خپل پرکتیک او څیړنیز کارونه ترسره کړي. او خپلې موخې ترلاسه کړي.
ددې لپاره ما د پرکتیک او څیړنیز کارونو لپاره یو ماډل ډیزاین او جوړ کړی دی، چې د کرنې اړوند څانګو د عملي کارونو برخې پکې ځانګړې شوې دي، که په همدې ترتیب مونږ د عملي کارونو لپاره عملي ګامونه واخلو، نو په دې ډول به، په لنډمهاله توګه به د عملي کار لپاره ساحه پیدا شي.
کاري فرصتونه به رامنځته شي
په اوږدمهاله توګه به دا کمپلیکسونه د عایداتو په مرکزونو بدل شي. نو مونږ به ان شاءالله خپلو موخو ته ورسیږو،. د تخنیکي او مسلکي زده کړو محترمې ادارې څخه هیله کیږي چې په دې برخه کې پوره او جدي پاملرنه وکړي.
وروستي