ایموجي د تصویري ژبې يوه پرمختللې او په زړه پورې برخه ده . ایموجې هغه کوچنیو شکلکونو ته ویل کېږي چې په ټولنیزو شبکو کې د مختلفو کاروونکو لخوا نه د بېلابېلو پیغامونو د تبادلې او رسولو لپاره کارول کېږي.ځينو پوهانو په لومړیو کې ایموجي کلمو څخه جوړه شوې کلمه ده emotion او I con د انګلیسي ژبې emoji انګلیسي کلمه بللې وه او ویلي یې وو چې حال دا چې ایموجې یوه جاپاني کلمه ده او له دوو برخو څخه جوړه شوې چې (اي ) د تصویر او (موجي ) د کرکټرونو په معنا ده یعنې د بېلابېلو کرکټرونو او تصویرونه ټولګه د اکسفورد نړېواله ډکشنري ایموجي په دې بڼه تعریفوي:
ایموجې د هغه کوچنیو دیجیتالي تصویرونو ټولګه ده چې د بېلابېلو احساساتو د توضیح او بیان لپاره کارول کېږي .
جاپان ته لاړه نو غوښتل یې د جاپاني ژبې لیکنیزه ژبه ددې ژبې د استندردو نښو په توګه هم Unicode consortiumکله چې کارولو ته چمتو کړي کله چې نوموړي په دې برخه کې ځيني نښې په مجازی نړۍ کې د ایموجیانو په بڼه وکارولې نو دا شکلکونه نه یوازې په جاپان کې بلکې په زیادترو هېوادونو کې د ځانګړې پاملرنې وړ وګرځېدل د همدې له امله ده چې وروسته بیا او د هغې شرکت په دې فکر کې شول چې ایا دا شکلکونه د جاپاني ژبې د یو جز په توګه وکاروي او یا Unicode consortium دې نښو ته د ټولو ژبو د نړېوالې استاندردې نښو نوم ورکړي تراوسه هم دې شرکت په دې اړه کوم کره تصمیم نه دی نیولی چې بلاخره دا نښې به د یوې ژبې د جز په توګه وکارول شي که د ټولو ژبو مشترکې نښې ،ځکه د هرې ژبې کاروونکی که چېرې د خپل پیغام د لېږدولو لپاره له دې نښو څخه کار اخلي نو مخاطب یې خامخا د خپل متکلم په پیغام او خبره باندې پوهېږي .
وروسته له دې بیا د امریکا آپل شرکت ددې لپاره چې په جاپان کې د خپلو موبایلونو د خرڅلاو لپاره ډېر اخیستونکي پیدا کړي د ایموجیانو مختلفې بڼو ته یې په خپلو موبایلونو کې ځای ورکړ او کله چې ایفون په ټوله نړۍ کې خپور شو نو خلک د ایموجیانو د مختلفو ډولونو سره هم په ډېرې چټکۍ سره اشنا شول او د ځانګړڼې پاملرنه وړ وګرځېدل او همدا پاملرنه او د خلکو مینه ددې لامل شوه چې کال په کال د ایموجیانو په شکلکونو کې ډېروالی راشي او نوې بڼې یې جوړې شي .
په ۱۸۸۲م کال په امریکا کې د کوچنیو شکلونو څخه چې د اموتیکان په نامه یې یادول د چاپ په برخه کې وکارول خو ایموجي د لومړي ځل لپاره ۱۹۹۰ م په لومړۍ لسیزه کې د جاپانیانو له خوا په جاپاني تلفونونو کې وکارول شول او په ۱۹۹۹م کې شیګتاکا کوریتا ۱۷۶ ایموجي یا تصویري شکلکونه خپاره کړل. وروسته له هغې په ۲۰۱۰ کال کې یو پوه د ( کنسرسیوم یوني کد ) چې د ډيجیتالي فونټونو لپاره یې د نړیوالو استاندردونو د غوره کولو دنده پر غاړه لرله د ایموجیانو یوه ټولګه کارونې ته چمتو کړه چې په دغه ټولګه کې ۷۲۲ شکلکونه شامل و. په ۲۰۱۲ م کال کې دا لړۍ نوره هم چټکه شوه او اوس مهال په ټوله نړۍ کې ۸۰۰ فعال ایموجي لرو چې د کاروونکو لخوا په مختلفو بڼو کارول کېږي .
ایموجیان د جاپانیانو لخوا د جاپان د تصویري او نورو نړېوالو ژبو له مطرحو شکلکونو څخه رامنځته شول او په ډېره چټکه بڼه په مجازۍ نړۍ کې خپاره شول او اوس مهال په ټوله نړۍ کې په پراخه بڼه کارول کېږي او خلک یې د خپلو احساساتو د بیان لپاره کاروي . اوس مهال په ګوګل شبکه او د سامسونګ ، ایفون، نوکیا او داسې نورو موبایلونو کې د ایموجي مختلف شکلکونه شته خو د هر تلفون د سیستم سره د ایموجیانو شکلکونه هم تغییر کوي او خلک یې مختلفې بڼې د خپل موبایل لپاره له ګوګل څخه ډاولوډوي .
د ایموجیانو د چټک پرمختګ او ډېرې کارونې یو عمده لامل دادی چې دوی دا ځواک لري چې د هرې ژبې پیغام ولېږدوي او په ټولو ژبو کې د کارونې وړ دی .
له تکنالوژۍ سره زموږ اړیکې ددې لامل شوی چې د بېلابېلو ټولنیزو شبکو له مخې خپلې اړیکې وپالو او د هغو سره په ارتباط کې ووسو او د خپلو ارتباطاتو او احساساتو څرګندولو لپاره مو تر ټولو ساده او اسانه نښې د ایموجي او سټیکرونو په نوم وکارولې او په دې بڼه مو د بصري ارتباطاتو په یوه نوې تګلارې یون وکړ. ددې تګلارې د پرمختګ لپاره ډېر شرکتونه کار کوي او هره ورځ د پرمختګ په حال کې ده حتي ځيني پوهان یې د نړېوالې تصویرې ژبې په نامه نوموي خو اوس دلته مهمه موضوع داده چې ددغې ژبې پرمختګ او د بېلابېلو ایموجیانو او اسټیکرونو رامنځته کېدل به د نړۍ د لیکنیزو ژبو په پرمختګ او یا شاته تګ به کوم ژور اغېز وښندي او که نه ؟
ددې پوښتنې په ځواب کې پوهان مختلف نظریات لري ځيني یې په مثبتو اغېزو ټينګار کوي خو اکثره ژبپوهان د تصویري ژبې پرمختګ د لیکنیزې ژبې په زیان بولي ددې مخالفینو له ډلې څخه یو هم ایوانز دی.
نوموړی متعقد دی چې ایموجي یو بصري سیستم او د انلاین ارتباطاتو یوه محدوده بڼه ده. دې ژبې د نړۍ د هرې ژبې په پرتله د نورو هېوادونو ترڅنګ په برتانیا کې هم ډېر زر خپور شوی او بې ساری پرمختګ یې لرلی که چېرې موږ د ایموجي ژبه او د هیروغلیف ژبه چې د پخواني مصر مشهوره ژبه وه سره پرتله کړو نو ثابتېږي چې هیروغلیف د خپل پرمختګ لپاره د پېړیو مزل وکړ خو ایموجي ډېر زر د خپل پرمختګ سفر پیل کړ او لا هم په چټکۍ ګامونه اخلي. خو ماته دا خبره د تعجب وړ ده چې موږ د هیروغلیف له وخت نه په ډېرو زیارونو تر شکسپیر او نورو پرمختللو لیکوالانو او شاعرانو تر عصره راورسېدو او اوس ددې ایموجیانو په کارولو موږ بیرته خپل پخواني وخت ته راګرځو زه نپوهېږم چې ولې موږ په اګاهانه یا نا اګاهانه بڼه بیاځلي هغو وختونو خوا ته روان یو چې خلکو به ډبرې صیقلولې ،په تیږو به یې ځينی مختلف شکلکونه ویستل او د همدې کیندل شویو او کښل شویو تصویرونو له مخې به یې خپل اهداف تر نوور رسول .موږ په ډېرې چټکې سره هغه خوا ته روان یو چې هر څه به د یو تصویر په بڼه نورو ته انتفالېدل . د ایموجیانو بله موخه سرګرمول دي دا د سرګرمۍ او خوښۍ یوه غوره وسیله ده او زه فکر کوم څومره چې د ایموجي ژبه پرمختګ کوي موږ په همغومره کچه شاته تګ ته نږدې یو. تاسې په یاد کړئ پخواني مصر چې څومره شانداره تاریخ یې لره او د هیروګلیف لیک د یو ځانګړي او ځواکمن سبک څخه برخمن و خو د دومره ښېګڼو سره سره یې ونشول کولای چې د ادب او یا د پوښتنو کولو ژبه شي ، هیڅ الیاد او اودیسیه په پخواني مصر کې رامنځته نه شول خو کله چې فنیقیانو لیکنیزه ژبه رامنځته کړه او د هغو لپاره یې توري وټاکل نو بې شمېره اثار په مختلفو برخو کې وپنځېدل. که چېرې تصویر هر څومره د لیکنیزې ژبې سره برابري وکړي هغه پرمختګونه چې د لیکنیزې ژبې په بنسټ رامنځته کېږي د تصویري ژبې په مټ نه شي رامنځته کېدلای. د ایموجیانو او سټیکرونو پرمختګ د لیکنیزې ژبې د زوال او نابودۍ په معنا ده. او په هره ټولنه کې چې ایموجیانې او سټیکرونه ډېر کارول کېږي د هغې ټولنې فرهنګ، کلتور،دین ،رسوم،عادات ،عنعنات او داسې نورې برخې هم د یو تصویر په بڼه خپرېږي . تصویر خپله د یو څه نمایش دی او ددې کار پایله به دا وي چې د یوې ټولنې ټول حقایق یوازې یوه نمایشي بڼه ولري او د خلکو د سرګرمولو لپاره به په کار اچول کېږي او په دې بڼه به یوه درنه د قدر وړ او د پرمختتلې ټولنې حقایق به په همدې نمایشي تصویرونو خپل ارزښت وبایلي .
همدارنګه د ایموجیانو او سټیکرونو د پرمختګ په اړه پستمن زیاتوي:
څومره چې په نړي کې ایموجونه او سټکرونه یا تصویري ژبه مخ ته ځي نو په همدې بڼه ورو ورو د تعقل ژبه ورو ورو خپل ځای د احساس ژبې ته پرېږدي او ددې عمل دوام به خلک دې ته وهڅوي چې د خپل ژوند مهمو مسایلو ته هم په سطحي نظر وګوري او یا د یو نمایش بڼه ورته ولري او هر ډول ټولنیز مسایلو ته به نمایشي بڼه ورکوي خلاص .
د کتاب لوستلو، لیکلو او ټولو لیکنیزو رسنیو د فعالیتونو مخه ډب کوي او یا خلک د لیکنۍ ژبې په پرتله دومره بې تفاوته کوي چې کېدای شي په راتلوونکي کې د هغوی د لیکنې او لوستنې انګیزه په بشپړه بڼه له منځه یوسي . د خلکو علایق د رښتینو حقایقو د موندلو لپاره کمرنګوي ځکه هر هغه څه چې د ایموجي او اسټیکر تر شا موجود دي هغه هم احساسات او حقایق دي خو هغه احساسات او حقایق چې د یو اسټیکر او یا ایموجي په مرسته د یو سمبول په بڼه نمایش ورکول کېږي د رښتینو خواوو د رابرسېره کولو لپاره یې بیا هم یوې لیکنیزې ژبې ته اړتیا ده .
په پایله کې ویلای شو چې اوسنۍ نړۍ په مختلفو بڼو او بېلابېلو برخو کې د تصویری کېدلو خوا ته روانه ده او اوسنۍ تکنولوژۍ اوس ټولنیزو رسنۍ ددې برخې د لا پرمختګ او دودېدلو لپاره یوه غوره او اسانې مرجعې ګڼل کېږی چې فیسبوک او انستګرام تر ډېره په دې برخه کې چټک ګامونه اخلي نن تجاران هم په همدې هڅه کې دي چې ویلو پرځای د بېلابېلو تصویرونو په مرسته خپل اخیستونکي ډېر کړي .لیکوالان د خپلو کتابونو د پوښتۍ لپاره له رنګه او ښکلو تصویرونو څخه ګټه اخلي تر څو اخیستونکو ته د اخیستلو انګیزه ورکړي او همداسې نور خو دا چې ددې کار پایلې به زموږ په ټولنه کې څه وي ؟ ښه به وي که بده هغه څه دي چې وخت به یې ثابته کړي خو تر هر څه دمخه موږ باید دا هیڅکله هم هېر نه کړو چې یوازې د یوې ژبې نه بلکې د هرې پدیدې د کارولو په وخت کې د هغه څیز مختلف بعدونه وسنجو او وروسته له هغه یې د پرمختګ لپاره خپلې مټې بډ وهو .
اخځلیکونه
۱:دهقان ،علیرضا،(۱۳۹۵).مطالعه استیکرهای وایبر و نشانه شناسی ایدیولوژی های ان،مقاله: دانشګاه تهران.
۲:عبدی وند،مهسا،اموزش استفاده ایموجی در ویندوز،تهران:مجله نت ران.
۳:نصرالهی،محمد صادق،(۱۳۹۷).نشانه شناسی فرهنګی –ارتباطی ایموجی ها در پیام رسان های اجتماعی ،مورد مطالعه فرهنګ خانواده،فرهنګ جنسي و فرهنګ زبان دست.
وروستي