په ۱۹۴۵ کال دويمه نړیواله جګړه کې المان ماته وخوړه، هر څه یې له لاس ورکړل، حتا د المان د دولت د راپور پر بنسټ ۹۰ سلنه ټول ښارونه یې وران او نابود شول. هیڅ ډول اسانتیاوو ته المانیانو لاس رسی نه درلوده. د ژوند پوره کولو لپاره هیڅ امکانات نه وه، که په لنډو درته ووایم د ژوند ټولې بدبختۍ په همدا هیواد کې راجمع شوی وې، خو ددې هر څه باوجود د المانیانو يوې نظریې ته پام شو، چې وایي، "موږ له ماتې مخکې یو ستر ملت وو، نو څه شی ددې مانع ګرځې، چې بیا ځلې پرمختګ وکړو؟" همدا نظریه یې تر فرد فرد پورې ورسوله او د خلکو په زړونو کې یو ځل بیا د المان جوړونې ولولې را ژوندۍ کړې.
دا وار دا خودجوشه حرکت دولت نه بلکې عام ولس را پیل کړ؛ کله چې دوی لومړنۍ ودانې جوړه کړه، نو همدا کلمات يې ورباندې ولیکل: "هیڅکله کوم شی بیرته شاته نه ګرځي، کوم کار چې کولای شئ تر سره یې کړئ."
هم هغه وه ۱۹۷۵ کال يانې د دیرشو کلونو په موده کې المان بیرته جوړ شو. المان د نړۍ درېیم پرمختللي هیواد او په دويم صادروونکي هیواد بدل شو.
يادونه: قوي، ټینګه او اوسپنیزه اراده درلودل، یو بل ته هیلې ورکول، او یو بل منل، هغه څه دي، چې تر بریا مو رسوي.
وروستي