د سیلاوونو مدیریت په معاصرو میتودونو سره

د راټولوونکي سریزه
باید عرض وکړم چې ما په نورو لیکنو کې د اوسنیو بیړنیو، وچکالیو او سیلاوونو په وړاندې د بیړنیو مرستو په هکله لږ او ډیر څه لیکلي دي. په دې لیکنه کې له مختلفو مسلکي نړیوالو منابعو د سیلاوونو د مدیریت ځینې مسلکي اوږدمهاله لارې چارې په ګوته شوې دي . کیدی شي ځینې به نیوکه وکړي چې موږ اوس ډوډۍ نه لرو، نو اوږدمهاله او ستراتیژیکې مدیریتي خبرې څه معنی لري. خو زه وایم باید پوه شو چې هغه د چا خبره  « کډې مو ځي دا زوی مې راملا کړه » سم تصور نه دی. هر څه مهم کار وخت، فکر او امکانات غواړي. د دې لیکنې هدف هم دادی چې باید سوچونو بدل کړو، له عقلانیت څخه کار واخلو، د نورو خلکو ټوپک له اوږو کوز کړو او د خپلو څو لسیزو تاریخ وارزوو چې څه مو ترلاسه کړل.
 
که غواړو له ورته ستونزو خلاص شو، نو علمي اوږدمهاله طرحې باید ولرو او په ژمنتیا یې عملي کړو، د دې لپاره تر ټولو زیات ثبات، د قانون حاکمیت، د مقرراتو او قانون په بنسټ پریکړو، ملي بنسټونو، امکاناتو، وړتیا لرونکو کادرونو او ښې حکومتولۍ ته اړتیا لرو. که داسې نه وي همدا به مو حال وي. وايي د یوه هیواد هرڅه په بل پورې تړلي وي، د لوبو په میدان کې ستا لوبغاړي هیڅکله په ارام زړه او لوړ مورال لوبه نه شي کولی، که په هیواد کې هوساینه او انکشاف نه وي او له سیالانو سره سیال نه وو، په یوه بهرني هیواد کې ستا محصل د وطن لپاره د تکنالوژیو په انتقال فکر نه شي کولی که ورته څوک اهمیت ورنه کړي، ستا لیکوالان انګیزه له لاسه ورکوي که یې تخلیق ته څوک په سپکه سترګه وګوري، که ستا په هیواد کې د ستراتیژیک فکر لرونکو مغزونو قدر نه وي، ستا ټول نخبګان او نبوغ لرونکي مغزونه د نورو په پوهنتونو کې بوختیږي، که اوږدمهاله فکرونو، ارمانونو او لرلیدونو ته اوس وده ورنه کړو، د څو کلونو، لسیزو، او پیړیو نسلونه به مو همداسې لنډه ځمکه ویني، همداسې به په نبابتي جګړو کې راګیر وي، یو بل به په سر سر وهي، په خس او خاشاکو کې به لاندې له یو بل سره لاس په ګریوان وي، لوړ انساني او اسلامي ارمانونه به نه پیژنی او له متمدنو ټولنو او ملتونو سره به د سیالیو نه وي، که د هیواد په اوږدمهاله ستراتیژیو فکر ونه کړو، د ودې، پراختیا او انکشاف فکر به په خلکو کې نه راټوکیږي او د چا خبره خلک به همداسې د بیګا د خوړو په غم کې له کرکو او کینو ډک وي. 
 
د سیلاوونو د راټوکیدو عوامل
کارپوهان وايي، څوګوني ډول ډول عوامل په نړیواله کچه د سیلاوونو له زیاتوالي سره مرسته کړې ده. په دې کې میتیورولوجیکي فکتورونه لکه باران، تالندې او تند اورښتونه او د تودوخې د درجې بدلون؛ هایدرولوژیکي فکتورونه لکه د خاورې رطوبت او د ځمکې لاندې اوبو سطحه؛ او ټولنیز فکتورونه لکه د ځمکې د کارولو څرنګوالی او د سیلاوونو په ساحه کې تصرفات  او کارونه او نور دي. په ښاري سیمو کې سیلاوونه یو ستر سرخوږی دی څرنګه چې په چکټتیا سره پراخه شوي دي، ځینې د سمندر په غاړه دي چېرې چې د سمندر د اوبو کچه راپورته کیږي او یا د ځمکې کېناستل یوه ستره ستونزه ده. 
 
د سیلاوونو خطرونه او مدیریت یې
د سیلاو ځپلو لپاره خو عاجلې مرستې اړتیا وي، خو په منځ مهال او اوږدمهال کې باید د سیلاوونو ستونزې ته تلپاتې او علمي میتودونه وکاروو، پالیسۍ جوړې، اړونده کسان وروزو او پروګرامونه پلي کړو. سیلاوونو زموږ په هیواد کې زیاتې خرابۍ وکړې او کیدی شي دا حالت د هوا د تودوخې له کبله نور هم خراب شي او په راتلونکو کالونو کې به خدای مکړه داسې سیلاوونه تکراریږي او دا به نوی نورمال حالت شي.
 
د کلونو په تیریدو، څنګه چې د سیلاوونو خطرونه زیات شوی دی، د خطر خاصیت او څرنګوالي بدلون موندلی دی. د مثال په توګه، که څه هم ساسنس پوهان په خورا دقیقه توګه نه شي کولی چې ځانګړي سیلاوونه د اقلیم له بدلون سره وتړي، خو هغوی پوهیږي چې د اقلیم بدلون د شدیدو اقلیمي پیښو له رامنځته کیدو سره مرسته کوي. په عین وخت کې پالیسي جوړوونکو او د پروګرامونو او پروژو پلي کوونکو په کراره کراره خو په دوام لرونکې توګه د سیلاوونو په هکله پالیسۍ او کړنې د سیلاوونو د کنترول په ځای د سیلاوونو د خطر و مدیریت ته متمرکزې کړې دي. د دې بدلون دلیل دادی چې تجربو او شواهدو ثابته کړې ده چې د سیلاوونو د مدیریت لپاره یوازې دودیز انجنیري کنترول نور مناسب او کافي نه دی. د مرکزي حکومت پالیسۍ باید غوښتنه وکوي چې ټولې پانګونې چې د سیلاو په ساحه کې اغیزه کوي، باید د سیلاوونو د مدیریت لوړ ستندردونه مراعات کړي او مرسته وکړي چې د سیلاوونو د ساحې     (Flood Plain) طبیعي مقاومت او ارزښتونه تحفظ او خوندي کړي.
 
دلته د خوړونو غاړو ته د مناسبو مقرراتو له مخې د ځنګلونو زیاتول، خو نه داسې چې د سیلاوونو ساحه تنګه او مخه یې ډب کړي، د سیلاوونو د کنترول لپاره د اړوندې درې او واټرشید تقویه ترټوله غوره میتود دی. لکه یوه مشهوره خبره ده چې د باران د اوبو د ذخیره کولو او ورنه د ګټې اخیستلو تر ټولو غوره لاره داده چې باران په هغه ځان کې ودروو او په ځمکه کې یې تر ډیره جذب کړو چیرې چې رالویږی. دا هلته کیدی شي چې د غرو او غونډیو له سرونو نیولی د درې تر پایه پورې ځمکه او خاوره یې له نباتي فرش څخه خالي نه وي، ځمکه تخریب نه شي او خوړۍ په کې جوړې نه شي، په اړینو ځایونو کې چکډمونه، په میلان لرونکو غونډیو او ځمکو کې واړه واړه ژور ځایونه په فني توګه جوړ کړو تر څو د باران اوبه پکې تر ډیره تم، سرعت یې کم او په ځمکه کې جذب شي. 
 
دا پالیسي د سیلاوونو د خطر د کمولو نوي ستندردونه رامنځته کوي کوم چې د راتلونکو سیلاوونو خطر او بیه راکموي، په اوسنۍ شته ( که شتون ولري) پالیسۍ تکیه کوي کومه چې « غواړي پلي کوونکې ادارې، که ممکنه وي، تر وسې وسې،  هڅې وکړي چې د سیلاوونو په ساحې کې بوختیاوو، انکشافاتو او بدلونو لنډ مهاله او اوږدمهاله اغیزې راکمې کړي او که یې بدیل او امکان وي د سیلاوونو په ساحه کې د مستقیم او غیر مستقیم انکشاف مخه ونیسي. د مثال په توګه که په دې ساحه کې موږ کورونه جوړ کړو، د سیلاوونو لپاره وړوکی او نری خوړ پریږدو او هغه هم د سیلاوونو په رسوباتو او جغلونو ډک شي نو سیلاوونه به خامخا راپورته کیږي، کورونه او د کرنې ځمکې به خرابوي. »
 
د سیلاوونو د مدیریت معاصره میتودولوژي
د سیلاوونو د ښه مدیریت لپاره معاصر روښونه او میتودونه هراړخیزه (Holistic) او ترکیبي (Integrated) روښونه دي چې زیات سکتوروي وزارتونه پکې په ګډه کار وکړي، زیات مسلکونه لکه انجنیري، د ځنګلونو او بوټو کرلو او ودې کارپوهان، د چاپیریال ساتنې او ټولنیزو چارو کارپوهان، د مالي مدیریت، تدارکاتو او نور دیسيپلونونه او تجربې پکې وکارول شي. دا روښونه د درو او دریايي حوضو له سره تر پایه، د ټولو اړوندو خواوو لکه پالیسي جوړوونکو، پلي کوونو ادارو، نادولتي موسسو، مدني ټولنو، پوهنتونو او تر ټولو مهم د بزګرانو او کلیوالي خلکو او د دوی د شوراګانو په ګډون باید د ځمکې او اوبو، بوټو او څړځایونو، کروندو او اوبه خور، مالدارۍ، او نورو ټولو په اړه مشارکتي پلانونه د هرې سیمې او درې لپاره جوړ او پلی کړي. داسې یو روښ به په خلکو او طبیعي سیستم یعنې، ځمکه، خاوره، نباتي فرش، څړځایونو، کانالونو او د اوبو رسولو په سیستمونو، لارو او مواصلاتو کې مقاومت رامنځته کړي او زیانمننه به د خلکو، چاپیریال او طبیعي منابعو لپاره راکمه کړي. داسې اصلاح شوي فعالیتونه به له پلان جوړوونکو سره مرسته وکړي چې د سیلاوونو په خطرونو پوه او مدیریت یې کړي. 
 
نو په نړۍ کې د پخوانیو مدیریتي لارو تر څنګ نن سبا د « طبیعت په بنسټ او په طبیعي توګه د سیلاوونو مدیریت » علمي روښ ثابت شوی دی. دا روښ هر اړخیزه دی، په محلي لحاظ خاص دی، د ټولو سکتورونو په ځان کې رانغښتونکی او شاملوونکی او متوازن دی. نو دا روښ تر زیاتې ممکنې کچې عملي او ترکیبي  (Integrated Flood Management, IFM) دی او دې ته زرغون روښ هم وايي ځکه چې د نباتي فرش، بوټو، ونو او انجنیري پوهې ټولو پکې . د دې روښ په هکله نړیوال علمي منابع داسې لیکي:
 
« د سیلاوونو هراړخیزه ترکیبي مدیریت، ( IFM) د ځمکې او اوبو مدیریت په یوه دریايي حوضه کې سره یو ځای کاروي او ترکیبوي، هغه هم د هر اړخیزه اوبو د منابعو د مدیریت په چوکاټ کې، په دې هیله چې د سیلاوونو د ساحې کارونه اغیزمنه کړي او پکې د ژوند او شتمنیو لپاره خطر کم کړي. د سیلاوونو هر اړخیزه مدیریت، لکه د اوبو هراړخیزه مدیریت، د ټولو کاروونکو، پلان کوونکو او پالیسي جوړوونکو په ټولو کچو کې ګډون اړین کوي. دا روښ باید ښکاره، شفاف او روڼ، ټول شموله او په اړیکه نیولو ولاړ وي؛ باید د پریکړې کولو سیستم غیر متمرکز کړي؛ او باید عامه مشورې او د ذینفعانو ګډون د پلان کولو او پلي کولو په بهیر کې یقیني کړي.»
 
د ټولې درې او دریايي حوضې په کچه او د ټولو سکتورونو په شمول، د ځمکې، خاورې او اوبو په ګډون په دې معنی دی چې د غرو له سرونو، د درې او دریايي حوضې تر پایه باید د ځمکې د خاورې، د ځمکې د نباتي فرش، څړ ځایونو، ځنګلونو، د څارویو، د کروندو، د خلکو د معیشت، د اوبه خور، د کرنیزو حاصلاتو و مارکیټ ته رسولو، د ټولنیز نظم او عامه پوهاوي، د هغوی په اړوندو فني کارونو کې روزنه او ټریننګ او داسې نور ټول په ځان کې رانغاړي. دا په دې معنی چې دلته موږ یوه مکمل هر اړخیزه، اوږدمهاله پلان کولو، پروګرام جوړولو او پلي کولو ته اړتیا لرو.
 
د سیلاوونو د مدیریت لپاره د لارښود تیارول
نن سبا په انټرنیټ کې زیات ورته لارښودونه شته او موږ اړ نه یو چې د هغه د چا خبره عرابه بیا له سره اختراع کړو. خو مهمه خبره داده چې لارښودونه موږ ته یوازې مسلکي مسئلې راښيي او موږ هغه هو بهو په خپلو خاصو شرایطو کې نه شو کارولی. موږ باید د سیلاوونو په مهمو عمومي عناصر، اهدافو، د پلان کولو په ستراتیژیو، د خلکو د مشارکت په څرنګوالي، د سکتورونو په ګډ کار او نورو باندې ځان پوه کړو او بیا دا لارښودونه د خپل هیواد، اړونده سیمې، پروګرام او پروژې له شرایطو سره سم عیار وکاروو او بدلون پکې راولو. البته داسې بدلون په لارښود کې یوازې کارپوه کسان راوستلی شي. 
 
ځینې نړیوالو موسسو لکه د وحشي څارویو صندوق، د امریکا د مرستو د ادارې د بهرنیو ناورینونو د دفتر سره په ګډه تر څیړنو وروسته د طبیعت په بنا د سیلاوونو د مدیریت لارښود جوړ کړی او پورته اصول یې کارولي دي. دې ته زرغون لارښود هم وايي ځکه له کلیوالي ټولنو سره مرسته کوي چې په محلي کچه طبیعي او په طبیعت محوره میتودونه وکاروي ترڅو د سیلاوونو مدیریت وکړي. د زیاتو مسلکونو لرونکو نړیوالو کارپوهانو یوه ټیم د دې زرغون لارښود په انکشاف کې ونډه لرله او زیاته پاملرنه او تمرکز یې په محلي خو په طبیعت ولاړو میتودونو وه تر څو سیلاوونه سم مدیریت کړي. 
 
د سیلاوونو د مدیریت لپاره دا زرغون لارښود په جمعي معاصرو تجربو، د اوس وخت د سیلاوونو د مدیریت د غوره فعالیتونو په بیا کتنو او ارزونو، د انجنیرۍ، د اوبو د منابعو، د ښاري پراختیا د پلان کولو او پالیسۍ جوړولو، د اقلیم د بدلون، د ټولنو د شمولیت او انکشاف له کارپوهانو سره په مشورو ولاړ دی تر څو د سیلاوونو د ښه مدیریت لپاره غوره میتودونو ته انکشاف ورکړي.  د دې لپاره چې دې لارښود ته انکشاف ورکړي، موظف ټیم په سویلي اسیا او لاتینه امریکا کې د زیاتو ټولنو له استازو سره هم مشورې وکړې. 
 
د سیلاوونو د ترکیبي او زرغون مدیریت لارښود له شته منابعو او اسنادو هم ګټه واخیستله او د هراړخیزه ترکیبي مدیریت په بنا ولاړ دی، کوم چې مني سیلاوونه کله کله طبیعي پیښې او ان ګټورې پروسې دي. دا لارښوود داسې طرح شوی دی چې د سیلاوونو له اوبو اعظمي ګټه واخیستله شي خو په عین وخت کې هڅه کوي داسې لارښوونې وړاندې کړي د طبیعت او طبیعۍ سیستمونو په بنا چې تر نظر لاندې سیمه کې شتون لري سیلاوونه مدیریت کړي. کارپوهان په دې باور دي چې دا میتودونه د سیلاوونو د مدیریت یوه هراړخیزه او ستراتیژیکه برخه ده. 
 
نوټ: داسې لارښودونه نن سبا په انټرنیټ کې شته خو باید پوه شو چې موږ باید لمړی باید د  هغوی په مفهوم ځان پوه کړو او بیا یې د خپلو خاصو شرایطو او ځايي کانټکسټ په بنا وکاروو. مدیران او د پروژو مسؤلین باید د تطبیقي مدیریت یا له مکاني او زماني شرایطو سره د عیارولو په بنسټ داسې لارښودونه وکاروي. 
 
کله چې داسې یو لارښود موږ ولرو د هغو په بنا بیا د وړتیا لوړولو  او ټریننګ پروګرام ته هم اړتیا ده تر څو اړونده کسان یې په مهمو ټکو پوه شي او و یې کارولی شي.