هغه یو غریب ما امام په کور کې وزیږید، پلار ورباندې د محمد عمر نوم کېښود. دخپل مو او پلار لومړنۍ اولاد و. لا یې خاپوړې کولې چې پلار یې له اصلي سیمې [خاکریز] څخه لرې د کندهار ښار ته څیرمه (نوده) کلي کې امامت ونیو. کوچنی عمر د مولوي غلام نبي صاحب په غریبانه، خو دایمان په نور زیبا خاندان کې را لوی شو. د مؤمنې او مصالحې مور په عیږ کې تربیه شو. او لومړنی امتحان ورباندې هغه وخت راغی چې ل اشپږ کلنۍ ته نه و رسیدلی، د نودې د کلي ملا امام وفات شو او کوچنی زوی یې (محمد عمر) د یتیمتوب له یوه دنیا غمونو او امتحاناتو سره د الله (ج) اسرې ته پریښود. الله تعالی چې همیشه په بندګانو کې خپل د قدرت عجایب ښکاره کوي. همدا د نودې دکلي ملا پنځه کلن یتیم زوی یې دې یوه لوی کار لپاره عوره کړ. دا لوی کار چې دانسانیت د خلقت له مقاصدو څخه ګڼل کیږي، د الله تعلی په ځمکه اسلامي خلافت یا د شرعي نظام جوړول دي، پر ځمکه د اسلام حاکمیت رامنځته کول دي، هغه فریضه وه چې له ډیرو کلونو راهیسې انسانانو هیره کړې وه.
د مسلمانانو له ذهنه دا خبره وتلې وه چې دوی اصلاً د همدې ستر کار لپاره پیدا شوي دي، د وروستیو پیړیو د سترو امتحاناتو له امله مسلمانان دخلافت، امیرالمؤمنین، شریعت، امربالمعروف او نهی عن المنکر، اسلامي اُحوت او داسې نور مفاهیمو سره یو مخ ناشناخته شوي وو.
الله تعالی مقدره کړې وه چې د اسلامي واکمنۍ د عملي تطبیق کار نامه به د نودې د کلي د مسافر ملا امام یتیم زوی په لاس ترسره کوي چې د خپل پلار له مړینې وروسته له خپلې مور سره په بیګانه سیمه کې بې سرپرسته پاتې و. یتیم محمد عمر له کندهار څخه د خپلو ترونو د اوسیدو سیمې روزګان ته لاړ. همالته را ستر شو، د کلي، مدراسې او مسجد ماحول یې شحصیت صیقل او په سوچه اسلامي—افغاني رنګ ښایسته کړ.
د خپل مؤمن، مجاهد او غیرتي ولس په غیږ کې واوسید، د هغوی په هر غم او ښادي یې په ځلن او روح سره حس کړه، د ولس په ژبه وغږید، د ولس په رنځ رنځور شو، د خپل ولس په منځ کې ماشومتوب او ځوانۍ تیرولو پکې سوچه عادات تقویه کړل. د غیرت، حیاء، ایماندارۍ، صداقت او ایثار په شأن سوچه عادات یې د روح او جسم په رګ رګ نهادینه شول.
همدا لامل و، کله چې په ولس بده ورځ راغله کمونیزم یرغل راوړ، ځوان ملا محمد عمر لومړنی تن و چې دقربانۍ ډګر ته په هسکه غاړه ور وړاندې شو.
لومړی یې په د هراوود کې له شورویانو او کونیستانو سره تاریخ جوړوونکې ډغرې ووهلې او بیا کندهار ته راغی نو د کندهار—هرات لارې ترمنځ دسنګ حصار او پاشمول سیمه یې د روسي ټانګونو په هدیره بدله کړه. هغه دخپل دین او اُمت د دفاع لپاره څلور ځله خپله وینه تویه کړه، خپله ښۍ سترګه یې دروسي بم له پرچې سره والوته، خو دې زخمونو، سختیو او آزمونونو په عمري عزم کې کوم اغیز و نه درلود. هغه د کمونسیت نظام د را پرځیدو تر ورځې پورې په پوره متانت دسنګ حصار په سنګر کې ولاړ وو او د جهادي مبارزې توغ یې رپاند ساته.
کله چې کمونیزم راوپرځید، نو ملا محمد عمر خپل جهادي مرکز په مدرسه بدل کړ. هغه د اسلامي نظام د جوړولو کار هغه رهبرانو، پروفیسرانو او انجینرانو ته پریښود چې هر یوه دوه لسیزې په اسلامي نظام، خلافت او شریعت باندې ژبې ټکولې وه.
هر یوه ځان د اسلامي نظام تیوریسن او متحصص باله، هر یوه د اسلامي نظام او حلافت د جوړولو په موضوع ګڼې لیکنې او رسالې لیکلې وې او کلونه یې خلکو ته د سرتاسري اسلامي نظام د قیام او فلسطین د ازادۍ وعدې ورکړې وې، خو درې کلنې تجربې ثابته کړه چې قول او عمل دوه بیلا بیل شیان دي. ډیر ځله به یو څوک په تیوریک لحاظ په یوه موضوع پوهیږي، مګر الله تعالی به د عملي تطبیق استعداد او صلاحیت نه وي ورکړی. زمونږ جهادي پروفیسران او انجینران همداسې پوچ وختل.
هغوی لا د کمونیزم له جهاده نه وو وزګار شوي چې تر خپل منځ یې یو بل ته د جهاد! اعلان وکړ. هغوی په خپل درې کلن کردار نه يوازې دافغان جهاد وقار په اوبو لاهو کړ بلکې لسکونه زره بې ګناه کابلیان یې هم ووژل. فساد او ټګماري یې هم ترویج کړه، د غلا، عصب، ظلم، قتل او د بیت المال دلوټ مارۍ کلتور یې هم عام کړ او په نړیواله کچه یې اسلامي فکر او جهاد ته سخته صدمه او بدنامي واړوله.
ملا محمد عمر مجاهد چې د پروفیسرانو کمزوري ورباندې وعمیده، مجبور سو چې خپل مسؤلیت په خپله ادا کړي. هغه په لومړی ورځ تک تنها ووت، درس په درس او حجره په حجره وګرځید، دفساد په وړاندې قیام ته یې خلک را وبلل او په ډیره لنډه موده کې یې دالله تعالی په نصرت یو داسې څپاند اسلامي حرکت په غورځنګ راووست چې د فساد اوټګمارۍ ځنځیرونه یې دخسو په شأن په مخه کړل.
هوکې، ملامحمد عمر مجاهد اسلامي نظام جوړ کړ، علمأکرامو هغه ته د امیرالمؤمنین لقب ورکړ هغه د اسلام هغه ټول قوانین عملي کړل چې په توان یې پوره وه. د ټولنې د اصلاح، د قوانینو او قضأ داسلامي کولو، د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د دیني وجیبې ترسره کول، د حدود او قصاص نفاذ اودسلامي تعلیمي نظام د پیاده کولو په شمول یې ټول په توان پوره شرعي اقدامات ترسره کړل.
د سیمه ییزو هیوادونو او نړیوالو کافرانو د پوځي، اقتصادي، سیاسي او تبلیعاتي جنګ او فشارونو په وړاندې لکه غر داسې دنګ او مطمین ودرید. د نړۍ طاعوتیانو هڅه پیل کړه چې د اسلام ددې ریښتني زوی ورمیږ ور ټیټ کړي. مګر د درېیم عمر په زړه کې له هغه پیغمبر سره د وفا تعهد پروت و، چې لومړي عمر (رض) هم ورباندې ایمان راوړی وو.
له شرقه تر عربه د نړۍ سترو طواغتیو په ګډه د ملا عمر محمد عمر مجاهد او د هغه لخوا تأسیس شوی اسلامي نظام په وړاندې د جنګ اعلان وکړ، کفار له سترو جنګي ساز او سامان سره راغلل. ملا ممد عمر مجاهد ددې پر ځای چې اسلامي اُمت کمزورۍ کړي او د کفر په وړاندې اسلامي بیرغ ټيټ کړي، د اسلامي تاریخ بې سارې قرباني یې ورکړه. د پاچاهۍ تحت پرځای یې د غرونو او رغِونو لاره ونیوه، د هیواد له عرنیو سنګرونو د صلیبي طاعوت په وړاندې جهاد ته دوام ورکړ.
په لومړي ځل یې داسلام سرسخته دشمنان امریکایان په ځان پورې حیران او د تاریخ تر ټولو اوږد جنګ په ستړیا واړول. ملا محمد عمر مجاهد د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د جهاد او اسلامي نظام ارمانونو ته متعهد پاتې شو.
هغه لکه څنګه چې د هیواد دکلیو په سوچه او فطري ماحول کې راستر شوی و، بیرته هماغو خړو کلیو، خټینو کورونو او ډبرینو سنګرونو ته وروګرځید.
تر دې چې بالاخره د مبارزې له همدې کلیوال سنګر څخه په جګو سترګو او سپن مخ دخپل رب حضور ته ورغی.
هوکې، درنو لوستوونکو! امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (۱۳۹۲ه ش) کال د ثور د میاشتې په څلورمه نیټه له فاني نړۍ د ابد لپاره وکوچید. راځئ د مغفرت په دعاګانو یې یاد تازه کړو.
وروستي