د زمري ۲۸ د هیواد د خپلواکۍ ۱۰۰۳ مه کلیزه د ټول افغان ولس ته مبارک وي

د زمري ۲۸ د هیواد د خپلواکۍ ۱۰۰۳ مه کلیزه د ټول افغان ولس ته مبارک وي

دوه دری د سر لنډې خبرې
د استقلال د کلیزې نمانځلو په ګټو باید ځان پوه کړو. د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز استقلال پيژندل، د بشپړ استقلال د ترلاسه کولو او ساتلو شرایط، هنر، علم او توان باید وپيژنو، او د دې ورځې د نمانځلو په مرسته کولی شو چې یو داسې پلتفورم رامنځته کړو چې ملي مسئلې پکې حل، بشپړې سولې ته کار وکړو او پرمختګ وکړو. 

د ملي استقلال د کلیزې د نمانځلو اجمالي ګټې
د زمري د میاشتې ۲۸ نیټه د هیواد د استقلال د بیرته اخیستلو ۱۰۰۳ مه کلیزه د ټولو افغانانو ته مبارک وي. د هر ملت لپاره ګډ ملي سمبولونه او داسې ملي تاریخي ورځې چې ټول ملت ورباندې قانع وي خورا زیات اهمیت لري. خو د داسې ورځو اهمیت نور هم هلته زیاتیږي چې د تاریخي زده کړو، ملي یووالي، ټولنیزې ودې، د سیاسي شعور د لوړولو، نړیوالو اړیکو او نورو ساحو کې یې په اهمیت او رول پوه شو او ورنه د ګټې اخیستنې توان، پوهه او وړتیا پیدا کړو او په داسې ورځو کې د علمي بحثونو ګډ پلتفورمونه رامنځته کړو. داسې پلتفورمونه چې په مختلفو ساحو او مسلکونو کې د نظراړونده خاوندان برخه واخلي، یو بل ته غوږ ونیسي، د یو بل خبرې واورې او کارپوهان ورنه د لنډیز په توګه د خلکو د نظرونو انعکاس راوباسي. 

د زمري ۲۸ امه زموږ د تاریخ ویاړمنه پېښه
د زمري ۲۸ مه موږ ته د خپلو پلرونو هغه درایت، سیاسي شعور او ملي یووالی راښيي چې د تاریخ په یوه حساسه مرحله کې یې وکولی شول له داسې یوې امپراتورۍ ازادي واخلي چې په قلمرو کې یې لمر نه لویده، د اسیا، افریقا او امریکا زیاتې سیمې یې تر ښکیلاک لاندې وې. خو افغان ملت وتوانیده چې له دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته چې کوم فرصت رامنځته شوی و، سمه ګټه پورته کړي او په وخت مناسبه پالیسي غوره کړي. دې ځیرکتیا افغان ملت او رهبري یې د ښکیلاک تر زولنو لاندې ملتونو ته هیله ورکړه او د افغانستان لور ته یې د هیلو سترګې راماتې شوې. همغه و چې د هند د ازادي غوښتونکو په مرکز افغانستان بدل شو، د هند لمړی په تبعید کې حکومت هم په کابل کې جوړ شو او ان زیات مسلمانانو غوښتنه وکړه چې افغانستان د تر عثماني خلافت وروسته د خلافت مرکز شي او خلافت د بیا احیا شي. خو په خواشینۍ سره دا فرصتونه له لاسه ووتل او اوس افغانانو ته په کار دي چې په پرې توګه وڅیړي چې ولې او د کومو پیښو، تیروتنو او غلطو پالیسیو له کبله نه یوازې افغانستان کوم مهم مرکز نه شو بلکه د استعمار د دسیسو له کبله بیا بیا د زیات وخت لپاره ناکام هیواد پاته شو. 

د تفکر، سر ګریوان ته ګولو او له تاریخه د زده کړې ورځ
دا ورځ که موږ نمانځو خو موږ ته رایادوي چې ولې موږ قربانۍ ورکړو، د سترو سترو نړیوالو قدرتونو سره ډغرې ووهو، له خپلې خاورې یې وباسو، خو موږ ونه توانیږو چې ځان او ملت اداره کړو، بیا بیا همغه استعماري اشغالګر قوت ته احتیاج شو. ولې موږ جنګونه د خپلو خلکو، ځوانانو، ماشومانو، او ښځو د وینو او د هیواد د ورانیو په بیه ګټو، خو په سیاست کې یې بایلو او د واک او ځواک لرونکي مشروع نظامونه نه شو جوړولی. ولې له تاریخه زده کړه نه کوو؟ زموږ د ملي ژوندانه په دریو څلورو مرحلو کې څه پیښ شول چې افغان ولس له خپلو قربانیو ګټه پورته نه کړه، بلکه تر هر اشغال وروسته مو ورځ نوره توره تیاره شوه؟  

د زمري ۲۸ مه د افغانانو د ملي یووالي ورځ
د استقلال په معرکه کې ټولو افغانانو په یوه او بل شکل برخه درلوده او په ټولو افتخاراتو کې یې ځان شریک بولي. نو دا ورځ موږ ته فرصت راکوي چې ټول په دې ویاړ او افتخارکې ځان شریک ووینو. دا ورځ دا سمبولیک رښتینی ارزښت لري او موږ ته موکه راکوي چې د سرتاسري سولې، ورورولۍ، ملت جوړونې او ملي یو والي د ټینګښت په یوه مهم پلتفورم باندې یې بدله کړو، په راتلونکو کلونو او لسیزو کې ورته د یوه منظم علمي پلان له مخې مناسبه تیاري ونیسو، داسې کارونه په دې ورځو کې ترسره کړو چې د یوه کال لپاره یې اغیزې احساس شي.  

د اسد ۲۸ امه د ملي مسئلو او معضلاتو د حل ورځ
دا ورځ موږ ته موکه راکوي، چې په خپل تیر تاریخ هر کال ډور نظر وکړو، او یقین راته پیدا کوي چې کله موږ د یوه ملت په توګه یو موټی پاته شوی یو او د خپلو روا حقونو لپاره مو جهاد او مبارزه کړې، د نړۍ هیڅ زبرځواک نه یو مات کړي. خو کله چې د نورو د مداخلو په وړاندې متحد نه یو پاته شوي، د اشغال، نبابتي جګړو، د راز راز استعماري قدرتونو او د هغوی د سیمه ایزو ګوډاګیانو په وړاندې هوښیار نه یو پاته شوې او سره یې ویشلي یو، نو خوار او ذلیل شوی یو.

موږ ته دا ورځ یوه غوره موکه راکوي، چې د سولې، ملي روغې جوړې او ملي وحدت په هکله فکر، جرګې او مرکې وکړو، د خپلو تیرو اسلافو په قدم پل کیږدو، هغه روحیه چې د دې ورځې د نمانځنې څخه راټوکیږي په کار واچوو او په یوه کلنۍ عنعنه یې بدله کړو تر څو ورنه سمه ګټه واخلو. 
 
د اسد ۲۸ مه نمانځل د افغان ولس د ودې انکشاف ورځ کولی شو
 دا ورځ موږ افغانانو ته که په هر قوم پورې اړه لری، موکه راکوي چې هر کال یې په لیکلو، تلویزیوني پروګرامونو، هنري سیالیو سپورتي مسابقو، کلتوري میلو، مشاعرو، دینې موعظو او نورو لارو ونمانځو او په دې نمانځنو کې زیاته پاملرنه دې ته وکړو چې څنګه په مهمو ملي مسئلو لکه د واک او ځواک مشروع نظام جوړولو، د دیني او ملي ارزښتونو د ټینګښت، اقتصادي ودې او نورو باندې د علمي او ګټور بحثونو په ترڅ کې د خپلو خلکو سیاسی شعور، ټولنیز او فرهنګي وده، له تیروتنو د زده کړو او نورو په هکله د خلکو عامه پوهاوی زیات کړو او د عامه پوهاوي لپاره یوه ملي پروسه رامنځته کړو.  

دا نمانځل باید تش بې مفهومه غونډې او غورې نه وي بلکه باید دا نمانځل د یوه مهم تاریخي، سیاسي، ټولنیز او د نظام جوړونې د یوه تکراریدونکي پلتفورم په توګه رامنځته کړو. په دې مناسبت داسې لیکلي اثار وپنځوو چې د شهیدانو او غازیانو روح ته دعا واستوو، له لاسته راوړنو او تیروتنو یې زده کړې وکړو. په دې پلتفورم کې چې د ټول افغان ولس په ګډون که هغه په بهر کې دي که په داخل کې په دې علمي بحثونه وکړو، علمي مستندې مقالې وړاندې کړو چې څنګه د واک او ځواک لرونکي نظام جوړولی شو، ولې مو تراوسه دا کار ونه شو کړی، څنګه ښې حکومتولۍ، ټولنیز عدالت، له نړیوالو سترو قدرتونو، ګاونډیانو او له نورو هیوادو سره د اړیکو په څرنګوالي، د ملي وحدت په ټینګښت، د ملي اقتصاد په وده او رشد، د غوره ښوونیز او روزنیز نظام په رامنځته کولو او ټینګښت کې یوې ګډې اجندا ته ورسیږو.