نوې طبي موندنه: روبوټيک جراحي عملیات د ډاکټرانو د جراحي عملياتو په پرتله ۲۰ سلنه غوره دي 

اوسنۍ ۲۱مه پېړۍ کې د طب برخه کې د بېلا بېلو ناروغيو درملنې لپاره جراحي/سرجري عمليات تر سره کېږي. دغه عمليات د طبي وسايلو په مرسته د ډاکټرانو له خوا کېږي خو اوس وخت کې روبټيک جراحي عملیات يانې هغه عمليات چې روبوټ يې تر سره کوي شوني شوي دي. 

 روبوټیک جراحي، چې robot-assisted surgery په نوم هم پیژندل کیږي، جراحانو ته دا وړتيا  ورکوي چې د دودیزو طریقو په پرتله په ډیر دقت، انعطاف او کنټرول سره مختلف پیچلي عملیات ترسره کړي.

د لندن پوهنتون  - کالج او د شیفیلډ پوهنتون د ساینس پوهانو له خوا د خپل ډول لومړنۍ کلینیکي آزموینې وموندله چې د مثانې سرطان لرې کولو کې د روبوټ په مرسته جراحي عمليات کول ناروغانو ته ۲۰ سلنه ژر روغونه ورکړې او له روغتون ژر رخصت شوي دي. 

ساينس پوهانو وايي چې روبوټ به راتلونکې کې وکولی شي چې نور پيچلي عمليات په ځانګړي ډول د زړه، مغزو او سرطاني ناروغيو برخه کې دقيق عمليات تر سره  کړي چې ډېر به کره او دقيق وي.