چين او روسيه يې په سر کې غښتلي هېوادونه دي؛ نړۍ کې لسګونه هېوادونه شته دي، چې د امريکا د زبرځواکۍ پر وړاندې درېدلي او نور په دې لټه کې دي، چې د امريکا هېجمون ځواک بايد نسکور شي. ورځې تر بلې د امريکا پر وړاندې سياسي او پوځي سرخوږي ډېريږي او داسې ښکاري چې د امريکا د زبرځواکۍ د هني مون يا ماه عسل دوره تېره شوې ده. له زبرځواکۍ څخه د امريکا لېرې کول به يا په تدريجي بڼه وي، چې روسيه او چين به يې په ائتلافي ډول ځای ناستې کيږي او يا به د لومړۍ او دويمې نړيوالې جګړې په څېر نړۍ په يوې درېيمې نړيوالې جګړې کې سره مخا - مخ کېږي او دې سره به د امريکا ځای ناستی ځواک زږېږي.
مخکې له دې چې د امريکا متحدو ايالتو د ولسي جرګې مشره نانسي پلوسي تايوان ته سفر وکړي، چين يې په اړه خبرداری ورکړی وو، چې پر پوځي اقدام لاس پورې کوي او پايله کې به يې د چين او امريکا اړيکې سره ترېنګلې شي. همدا وړاندوينه د امريکا پوځ هم کړې او ولسمشر جوبايډن ته يې ويلي وو، چې د پلوسې سفر به ښې پايلې ونه لري.
د ریچارډ جاوید حیدریان په نوم د اسيايي جیو پولیټیکل او اقتصادي چارو متخصص په دې اند دی، چې ښايي تايوان ته د پلوسي سفر دومره لوړه بيه هم ونه لري، چې نړۍ به درېيمې نړيوالې جګړې سره مخ کړي، خو د لوېديځ او ختيځ ترمنځ اړيکې داسې خرابولی شي، چې د همکارۍ او مقابل تعامل ځای به تضادي او د يو - بل ځپلو سياستونو ونېسي.
د (شياو تينګ لين) په نوم د تايوان يو مخکښ سياسي شنونکی په دې اند دی، چې تايوان به يو ځل بيا د سترو ځواکونو ترمنځ د زور ازموينې ميدان شي او دی هم دغه ټاپوګانو ته د نانسي پلوسي سفر ښه نه ګڼي. د شياو تينګ لين په وينا، اوسنی وضعيت دومره نه دی چې پايله به يې درېيمه يا کومه بله نړيواله جګړه شي، خو څه ډول چې عملاً روانه ده، د امريکا او چين ترمنځ به د تايوان شااوخوا د وسلو سيالۍ (arm race) لوبې او زور ښوودنې ډېر او پراخه شي.
د امريکا او چين د سياستونو ځيني نړيوال شنونکي وايي، چې تايوان ته د نانسي پلوسي سفر به د چين او امريکا ترمنځ بله جګړه، چې دوی يې کنګل شوې يا Frozen conflict بولي پيل شي. Frozen conflict هغه وضعيت دی، چې مخامخ پوځي جګړه په کې نه وي خو ورته وخت کې د سولې او مقابلې همکارۍ کوم تړون هم نه وي موجود.
ګنګل شوي وضعيت کې هر وخت دا شونتيا شته چې د تنش په زياتېدو سره به وضعيت له کنګل څخه ووځي او مخامخ ټکر رامنځته کېدای شي. ددغه شنونکو په اند، د نانسي پلوسي سفر د امريکا او چين ترمنځ وضعيت Frozen conflict کې اچولی دی.
وروستي