د اسلام له نظره د نظر ساتل

ګناهونه داسې یو څه دي،  چې انسان داسې رژوي،  لکه: د مني هوا چې له ونو پاڼې رژوي. د ګاناهونو څخه د ځان ساتلو یوه لاره د نظر ساتل دي. که غواړﺉ،  چې د نیکانو په څیر شئ نو د نیکو خلکو خواص او صفتونه په ځان کې پيدا کړﺉ او د هلاکت له ځای نه ځان وساتئ. څوک چې د ګمراهۍ او ګناه په لار روان وي او بیا هم د کامیابۍ هیله کوي،  نو داسې کس ناپوه او د تباهۍ په لومو کې ګیر شخص دی. دارنګه اشخاص همېشه دا وايي،  چې ځه خالق مو مهربانه دی او بښنه به راته وکړي. حال دا چې دوی په غلته لار تللي او ځانونه خطا باسي،  ځکه چې الله تعالی له ګناه وروسته توبه ایستلو ته په سلګونو ځلې اشاره کړې. که دوی په دې اند دي،  چې خدای به مې وبښي،  نو بیا توبې ته څه ضرورت دی. حقیقت دا دی،  چي انسان یوازې په افسوس کولو نه خلاصیږي،  بلکه له هغې سره د علاج کولو اړتیا هم شته،  نو که له بد نظرۍ نه دې ځان وساته،  الله تعالۍ به دې هم له ډیرو نورو ګناهونو نه وساتي.

 
د نظر ښکته ساتل یو الهي امر دی
الله تعالی په دې اړه فرمایلي:
قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصٰرِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ۚ ذٰلِكَ أَزْكٰى لَهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا يَصْنَعُونَ [سُوۡرَةُ النُّور: 30]
ژباړه: [اې پېغمبره (ص)!] مؤمنو نارينه وو ته ووايه،  چې خپل نظر تر كنټرول لاندې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. دا د هغو لپاره ډېره پاکه کړنلاره ده. په باوري توګه، هغوى چې څه كوي الله پرې خبريږي.
 
ابن کثیر(رحمه الله)فرمایي
الله تعالی حرامو شیانو ته کتل منعه کړي دي،  نو کله که په غلطۍ کي نظر ورغی باید چې ژر ښکته شې..(تفسېرالقرآن العظیم).

 
نظر ښکته کول د مخ د نورانیت سبب دی

ابن کثیر رحمه الله فرمایي: د (ذالک ازکی لهم) معنی دا ده،  چې نظر ښکته کول د زړه او ایمان پاکوالي او د تقوای سبب کېږي،  لکه: علماء کرام چې فرمایي: من حفظ بصره اورثه الله نوراً في قلبه
ژباړه: څوک چې د خپل نظر ساتنه کوي،  الله تعالی به یې په زړه کې نور پیداکړي (تفسېرالقرآن العظیم).

 
په احادیثو کې هم د نظر ښکته کولو فضیلت راغلی دی،  لکه څه رنګه چې له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی،  چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمايل:
الله تعالی د هر بني آدم لپاره د زنا یوه برخه لیکلې ده،  چې خامخا به یې کوي،  د سترګو ګناه کتل دي،  د ژبي زنا د هغي په اړه خبرې کول دي،  د نفس زنا د هغې خواهش پوره کول دي او په پای کې شرم ځاي یا د زنا تکذیب یا تصدیق کوي (بخاري).

 
ابن حجر(رحمه الله) فرمایي: ابن بطال (رحمه الله) ویلي دي،  په دې حدیث کې ځکه حرامو لیدلو او خبرو کولو ته زنا ویل شوې چې دا دواړه د زنا لور ته حقیقي دعوت کونکي دي (فتح الباري).

 
هر هغه شی چې د سړي احساسات راپاروي او له امله یې په ګناه کې اخته کیږي،  کتل ورته نه دي پکار او په دې توګه پخپله د حلالو لورته متوجه کیږي او له هغه جال نه به خوندي پاتې شي،  چې د اسلام دښمنانو د مسلمانانو ګمراه کولو لپاره غوړولي دي.

 
د نظر د حفاظت ګټې
ښکاره خبره ده،  چې د شهوت راکمولو لپاره د نظر حفاظت کول تر ټولو ښه لار ده،  ځکه له حرامو شېانو څخه د نظر په ښکته کولو کې ډیرې ګټې دي. یواځینۍ ګټه یې دا نه ده،  چې سړی پرې له زنا څخه بچ کیږي،  بلکې ځینې نورې ګټې هم لري،  چې امام ابن القیم (رحمه الله) يې یادونه کړي ده او په لاندي ډول دي.

 
① د نظر په حفاظت کولو سره په زړه څیره او ټول بدن کي یو نور پیداکیږي او په بد نظرۍ سره پر څېره او زړه باندې تیاره خپریږي.
② د ګناه دروازې بندیږي، ځکه بد نظري د ګناه بلنه ده په داسې حال کې چې الله تعالی له ګناه نه منعه کړې ده.
③ په زړه کې خوښي پیداکیږي، ځکه سړی چې کله د خپل نفس او شیطان مخالفت وکړي په زړه کې یې خوښي پیداکیږي.
④ زړه پرې د شهوت او غفلت نه خالي کیږي او په بد نظرۍ سره سړی له الله تعالی او اخرت نه غافل کیږي (روضة المحبین).
⑤ د نظر په حفاظت کولو سره د علم دروازې پرانیستل کیږي او په بد نظرۍ سره بندیږي.
⑥ په زړه کې قوت او زړورتیا پیدا کیږي او په بد نظري سره بې زړه توب پیدا کیږي.
⑦ عقل پرې پیاوړی او زیاتیږي، په بد نظرۍ سره عقل کمزوری کیږي.
⑧ د نظر په حفاظت کولو سره هوښیارتیا او پوهه نصیب کیږي.

 
پایله
دا چې د نظر ساتل یو الهي امر دی،  نو موږ ته ضروري ده،  چې خپل نظر وساتو او د خپل خالق امر پر ځای کړو. زموږ خالق په هغه څه امر کوي،  چې د خپلو بندګانو یې پکې خیر وي. داسې څه باندې امر نه کوي،  چې بندګانو ته یې پکې شر ورسیږي. د نظر ساتل تنها نارینه وو ته الهي امر نه دی،  بلکې ښځینوو ته هم همداشان فرمایل شوي دي. نامحرمو ته کتل هم یو ډول زنا ده،  چې په ځينو ځایونو کې ورته د سترګو زنا ویل شوې ده. په آخر کې پر موږ مسلمانانو فرض ده،  چې د خپل نظر ساتنه وکړو او حرامو څيزونو ته ونه ګورو.