اسلام کې د ښځو د زده کړو حق 

لومړنۍ لارښوونه چې د الله ج له خوا د ټول انسانيت لپاره په وروستۍ او اخيرنۍ وحي،  يانې سپيڅلي قران کې کريم کې نازل شوې، هغه د لمانځه د ادا، صدقي ورکړې، روژې نېونې په اړه نه وه، بلکې هغه اقراء وه، هغه لارښوونه دا وه چې ولوله، اعلان يې کړه او تکرار يې کړه. 

د سپيڅلي قران کريم لومړني پنځه آيتونه، د ۹۶ العلق سورت له لومړۍ تر  پنځمې شمېرې آيتونه دي، چې الله تعالی فرمايي:
سُوۡرَةُ العَلق : 
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِى خَلَقَ
[اې پېغمبره (ص)!] ولوله، د خپل رب په نوم چي هغه (ټول مخلوقات) پېدا کړي؛
خَلَقَ الْإِنسٰنَ مِنْ عَلَقٍ
د كلكې شوې وينې له يوې ټوټې څخه یې انسان هست کړ؛
اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ
ولوله، او ستا رب ډېر مهربان دی؛
الَّذِى عَلَّمَ بِالْقَلَمِ
چي هغه د قلم په مرسته (انسان ته) علم وښودی؛
عَلَّمَ الْإِنسٰنَ مَا لَمْ يَعْلَمْ
انسان ته یې هغه علم ورکړ، چي هغه پرې نه پوهېدی.

لومړنۍ لارښوونه چې د الله تعال له خوا په قران کريم کې شوې، هغه دا ده چې ولوله، هغه د دواړو، نارينه او ښځينه لپاره ده. د ابن ماجه لومړي ټوک، ۲۲۴ شمېره حديث شريف کې راغلي دي، چې رسول الله ص فرمايلي: د علم زده کړه پر هر مسلمان نارينه او ښځينه فرض ده. رسول الله ص مېندو او پلارونو ته  فرمايلي چې خپلو ماشومانو ته زده کړې ورکړي، په ځانګړي ډول خپلو لوڼو ته. 

دا د خاوند دنده ده، چې خپلې ميرمنې ته زده کړې ورکړي په ځانګړي ډول ديني زده کړې. که خاوند داسې ونه کړي نو ميرمن يې حق لري چې محکمې ته لاړه شي، قاضي ته ورشي او د زده کړو غوښتنه وکړي. که چېرې خاوند په خپله خپلې ميرمنې ته زده کړې ورنه کړي. 

صحيح بخاري شريف، لومړي ټوک، ۱۰۱ شمېره حديث شريف دی، چې يو ځل ميرمنې رسول الله ص ته ورغلې، او هغې مبارک ته يې وويل چې هر وخت نارينه ستاسې چاپيره وي او ولې تاسې مبارک موږ ته ځانګړی وخت نه راکوی؟ رسول الله ص هوکړه وکړه او دوی ته يې د زده کړو لپاره ځانګړی وخت وقف کړ؛ حتی رسول الله ص ښځو ته اصحاب کرام ولېږل چې ځانګړې زده کړې ورکړي. 

که چېرې موږ د اسلام تاريخ ولولو، ۱۴۰۰ کاله وړاندې چې کله د  ناپوهۍ وخت وو، هغه وخت کې موږ داسې بېلګې لرو چې زياتې او  په ګڼ شمېر  ميرمنې عالمې وې. غوره بېلګه چې زه فکر کوم، هغه حضرت عايشه بنت ابوبکر رض، د رسول الله ص بي بي وه. د هغې يوه زده کوونکې، د اروا په نوم وه، هغه وايي: ما د حضرت عايشه رض نه بله لويه عالمه نه ده لېدلې؛ د قران کريم په زده کړه،  مسووليت ښوودنه، حلال او حرام څېزونو، ادبياتو او شاعرۍ کې، د عربې ژبې تاريخ او شجره نسب پېژنده کې. 

کله چې موږ د حضرت عايشه رض سيرت لولو، نو پوهيږو چې هغې د رسول الله ص له وفات وروسته کالونه ژوندۍ وه او ډېرو اصحابو ته يې لارښوونې کړې  او حتی خلفای راشدين ته يې رهنمايۍ کړې. ډېرې ځلې چې کله به رسول الله ص ته بهرني پلاوي راتلل د درملو او نورو مسايلو په اړه به يې خبرې کولې، نو حضرت عايشه رض چې غښتلې حافظه يې درلوده، نو دغه مسايل به يې ياد کې ساتل. حضرت عايشه رض په رياضي کې هم ډېره ماهره وه. د رسول الله ص له رحلت وروسته به د ميراث اړوند مسايلو کې اصحاب کرام نوموړې ته راتلل او اړوند مسايل به يې پوښتل ځکه دي په رياضي کې تکړه  وه. 

تاريخ موږ ته وايي چې نوموړې ګڼو عالمانو ته تدريس ورکړی، هغې له ۸۸ ډېرو عالمانو ته زده کړې ورکړې او لنډه دا چې موږ ورته د عالمانو عالمه ويلی شو. نوموړې لږ تر لږه ۲۲۱۰ حديث شريف نقل کړي دي. 

بله بېلګه د حضرت اُم سلمه رض وړاندې کولی شو. هغه د رسول الله ص بي بي وه. د امام النووي اړوند، هغه د زده کړو لرونکو ميرمنو په منځ کې ډېره فکر لرونکې او پوهه وه.   د ابن حجر په اند هغه يوه متخصصه وه. همدا ډول بله بېلګه صفيه رض ده، هغه د رسول الله ص ميرمن وه. امام نويي په اند هغه يوه پوهه ښځه وه. همدا ډول فاطمه بنت قيس، چې پراخه پوهه يې درلوده. يو وخت د هغې، حضرت عايشه رض او حضرت عمر ترمنځ د جعل په اړه بحث وو، هغه نظر چې دي وړاندې کړ، نو حضرت عايشه او حضرت عمر رض اعتراض وکړ او خو ويې نه شول کولی چې هغه ناسم يې ثابت کړي. 

همدا ډول بله بېلګه د نامتو صحابي حضرت انس رض د مور ده. د ابن حجر په نظر هغه يوه ډېره پوهه لرونکې ښځه وه او امام النووي ورته متخصصه ويلي. امي درده، هغه د ابي درده ميرمن وه. د نوموړې په اړه امام بخاري په صحيح بخاري کې ويلي؛ چې هغه د ساينس او حديث برخه کې متخصصه وه. بله بېلګه سيده نفيسه ده، هغې ډېر زده کوونکي لرل، د زده کوونکو له منځ يې يو هم امام شافعي وو. همدا ډول  عايشه بنت سعد بل مثال دی. هغه هم عالمه وه او د زده کوونکو له منځه يې امام  مالک هم زده کوونکی وو. 

تصور وکړئ، چې هغه د ناپوهۍ دوره کې د زده کړو تر سره کول سخت وو  خو بيا هم موږ بيا هم لسګونې ميرمنې سترې عالمې او پوه لرونکې وې.