په ژوند کې د راحت له ساحې راوتل او بریاوو ته رسیدل

په ژوند کې د راحت له ساحې راوتل او بریاوو ته رسیدل
سریزه
موږ ټول انسانان په خلقت کې دوه خاوې چې نفس اماره او غوښتنې یې دي، شیطان او وسوسې یې دي او دا موږ له لارې باسي. خو بلې خواته فطرت او به بنسټ یې وجدان، عقل او الهي ارشادات دي چې موږ ته د ځان د اصلاح او کنترول وسیلې په لاس راکوي. په دې لیکنه کې هڅه کیږي چې ځوان کادرونو ته یو څو داسې میتودونه وښيي، چې په ژوند کې له تنبلۍ څخه ځان ورباندې ژغورلی شي او هیله ده لاندې خبرې به ورته ګټورې وي.
 
د راحت له ساحې څخه راوتل او د خپل ځان د ودې تفکر لرل

کله چې تاسو د بدلون او ودې عادت ته په ځان کې وده ورکړئ، تاسو په ځان باور مومئ چې تل زده کړه کولای شئ او بریالي کېدای شئ.

د دندو  نړیوال کارپوه او روزونکي (ترېنر) ټرېور رګن دا مسئله  د “ځنګل له پړانګ” سره تشبیه کوي، څوک چې غواړي په خپله دنده کې د بریا لپاره د دندې په ټول بهیر کې خطر قبول کړي او د راحت له ساحې راووزي، نوي نوښتونه وکړي او لوړو پوریو ته ځان ورسوي.
 
نړیوال بانک خپلو کارمندانو او کارپوهانو ته یو شمېر منابع برابروي تر څو یې له مسلکي ودې او انکشاف سره مرسته وکړي. نو ټریوېر رګن ته یې بلنه ورکړې وه چې د نړیوال بانک کارپوهانو ته ټریننګ ورکړي.
 

زده کړه کول، ښه زده کړه کونکی کېدل او پخپلو مهارتونو ورزیاتول د نن زمانې یوه مهمه مسئله ده او  له ننګونو سره مبارزه، د بریا مهم راز او د دې لیکنې منځپانګه ده. دا لیکنه د هغه ټرېننګ او ورکشاپ په بنا لیکل شوې چې د نړیوال بانک په مرکز کې کارپوهانو ته رابلل شوی و. د ټرېنر نوم جک ټرېور دی او هغه په دندو کې د بریا نړیوال کارپوه دی چې زیاتو لیکوالانو، سپورتي لوبغاړو، پرمختیایي کارپوهانو، مدیرانو او د تشبثاتو او کار و بار لرونکو کسانو ته یې ټرېننګونه ورکړي. دا ټرېننګ ځکه مهم دی چې انسانان تل نویو مفکورو، د ځانونو هڅولو تازه لارو چارو، نړیوالو تجربو او د بریالیو کسانو مشورو ته اړتیا لري، خو دا هر څه په پټو سترګو کارول موږ ښو زده کړو او بریاوو ته یو په یو نشي رسولای، بلکه دا د هرچا خپل کار دی چې څنګه هغه د خپل ژوند، دندې، بزنس او کار و بار په شرایطو کې په کار واچوي، خپل اړونده مهارت زیات او بریاته ځان ورسوي.
 

موږ ټول د خپلو دندو او ژوند په نورو اړخونو کې وېرې لرو. خو موږ ټاکو چې هغه وېره داسې وکاروو چې د ارام او بې تحرکه تنبل ژوند له ساحې مو راوباسي، یا غواړو چې په هغه ارامه ساحه او ژوند کې پاتې شو؟ ویل کیږي چې یوه کمه کچه تشویش (سترس) ښه خبره ده. که یو انسان بیخي بیغمه وي، که هیڅ لاسته راوړنه ونه لري، هیڅ کوم مثبت کار ونه کړي، هیڅ چاته یې خیر ونه رسیږي دی یې په کیسه کې نه وي، نو دا ښه عادت نه دی. بلکه زموږ فطرت داسې خلق شوی چې که تل زیات تشویش له ځانه په مختلفولارو لیرې او کنترول کړو، خو له یو څه تشویش او که سم یې ووایو د مسؤلیت له احساس سره باید ژوند وکړو.
 

د ودې طرز تفکر  (Growth Mindset)یا لکه څنګه چې د دندو کارپوه ټرېور رګن یې په ځنګل کې پړانګ بولي، هغه تاسو باندې فشار راوړي چې د زده کړې لپاره کلک هو‌‌‌‌‌‌ډ ولرئ او د خپلې دندې په بهیر او وخت کې د خطر احتمال ته اوږه ورکړئ. خو بې خوځښته طرز فکر چې ټرېور رګن یې د ژوبڼ پرانګ په نامه بولي، تاسو رابولي چې په ارامه او تنبله ساحه د ژوند کې پاتې شئ او یوازې په هغو شیانو منګولې ونښلوی چې له مخکې ورباندې پوهېږئ او د کوم نوي مهارت د زده کړې او نوي کار د کولو هڅه ونکړئ.


زده کړه او خپل ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول مهارتونه زیاتول، د ژوندانه له ننګونو سره هدفمنده بریالۍ مقابله له موږانسانانو غواړي چې لمړی د اړتیا په وخت له تنبلۍ او د ارام ژوند له ساحې راووزو. دوهم، د خپلو ټاکلو موخو ترلاسه کولو لپاره کار او هڅو ته داسې دوام ورکړو چې تر بریا پورې له ماتو او لاسته راوړنو زده کړې ته دوام ورکړو، ناهیلي او ماتې ته تسلیم نشو تر څو په پای کې بریاته ورسېږو. که دا کار ونه کړو، نه مهم بریاته رسوونکي مهارتونه ترلاسه کولای شو، نه د ژوند له هسکو او ټيټو سره مقابله کولای شو او تر ټولو مهم او اړین مهارتونه نشو زده کولای.


د کار د راتلونکي په هکله د خپلو غونډو او وینا والو راغوښتو په لړۍ کې نړیوال بانک ټرېور رابللی و چې د ودې او بدلون د طرز تفکر د عامولو ورکشاپ مشري په غاړه واخلي.


ټرېور په پيل کې وویل چې کله تاسو د ودې فکر ولرئ، تاسو به باور لرئ چې تل زده کړه کولای شئ او بریالي کېږئ. تاسو اړ نه یئ هرڅه زده کړئ، خو تاسو تل یو څه زده کولای شئ. هغه د مثال په ‌‌‌‌‌‌ډول وویل چې د ده انا لمړی ځل سمارت فون نشو کارولای خو اوس سکایپ کاروي.ټریور وویل هر څوک د نړیوال بانک کارمند نشي کېدای. د ده په قول د بانک کارکوونکي د لوړې کچې زده کړې او تجربې لري. تاسو دې ځای ته له راتګه مخکې په ‌‌‌‌‌‌ډېر څه پوهېدی او تاسو به لا نور زیات څه دلته زده کړي وي او دې زده کړې ته دوام ورکړئ.


دا د زده کړې دوران دی: باور— عمل — وده — باور. که مو باور له منځه لاړ ، نو د زده کړې ټوله پروسه به کار ونه کړي. یو بې خوځښته فکر کېدای شي د ‌‌‌‌‌‌ډار يا هغو کیسو له کبله چې تاسو یې ځانته وایئ، دوام کوي لکه: تاسو ښه نه یئ، یا ستاسو دا لمړیتوب نه دی؛ یا ستاسو په هکله به خلک قضاوت وکړي. وېره بد څيز نه ده. په حقیقت کې هغه موږ ته مصونیت راکوي. خو که وېره سمه ونه کارول شي، زیات وختونه ‌‌‌‌‌، ویره د زده کړې په وړاندې خنډ کېدای شي.


ټرېور وویل تاسو وېره بیخي له منځه نشئ وړلئ، ، خو تاسو هغه په نوي چوکاټ کې اچولائ شئ. کیسې زموږ قفس جوړوي؛ او وېره موږ په هغو کې ساتي.


خو سیالي کوونکي لمړیتوبونه په کور او کار کې، څوک وخت لري، یا اټرنېټ ته لاسرسی لرل، تر څو د کوم نوي څه کولو هڅه وکړي؟ تل به د کوم نوي شي په زده کړه کې ځينې خنډونه وي. خو تاسو وړوکی پيل کولئ شئ. که تاسو یوازې له 5- 10 دقیقو وخت ولګوئ او د خپل راحت له ساحې بهر د کوم نوي څه د کولو هڅه وکړئ، هغه تر دې ښه دي چې تاسو ټوله ورځ هېڅ نه وي کړي.
 
دین موږ ته څه وايي؟
انسان ته الله تعالی فرمايي: لیس للانسان الی ما سعی. د انسان لپاره بې له هیڅو کولو بله لاره نشته. په یوه حدیث شریف کې رسول الله ص فرمايي: « المُؤمِن الْقَوِيُّ خيرٌ وَأَحبُّ إِلى اللَّهِ مِنَ المُؤْمِنِ الضَّعِيفِ وفي كُلٍّ خيْرٌ.»، معنی او مفهوم یې داده چې هغه مومن چې ایمان، توکل او اراده یې قوي تر هغه مومن چې ایمان یې کمزوری وي غوره دی، خو په دواړو کې خیر شته دی او ان د کمزوري ایمان څښتن مومن هم بیخی بې خیره نه ده. د امام رازي په قول د اسلام نچوړ او خلاصه که راوباسو، د الله تعالی عبادت او د خلق الله خدمت دی. نو داسې مومن به د دواړو کارونو توان ولري او خلکو ته به یې زیاته ګټه ورسیږي. 
 
څنګه او په کومه ستراتیژي دا کار کولی شو؟
په ژوند کې لوړ هدفونه لرل چې له خواږه خوبه او د راحت له ساحې مو په اسانۍ سره را ایستلی شي. زموږ جوړښت کې الله تعالی دوه خواوې لکه یوې خوا نفس اماره، شهواني غریزې، استراحت غوښتنه او شیطان دي او  بل پلو ته فطرت، عقل، دیني ارشادات دي چې موږ سعی او هڅو ته هڅوي. که موږ په ژوند کې لوړ او هڅوونکي هدفونه وټاکل، موږ ته به توان درکوي چې له خوبه مو په اسانۍ راپاڅوي او د راحت له ساحې مو راوباسي.
 
له ځان سره محاسبه، خپل کړه وړه تل ارزول او ورنه زده کړه کول او ځان اصلاح کول. حضرت عمر رض فرمايي: « حاسبوا أنفسكم قبل أن تحاسبوا.» له ځان او خپل نفس سره محاسبه وکړئ، مخکې له دې درسره محاسبه وشي. په اصل کې دلته مراد دادی چې موږ د محشر روځې حساب او کتاب ته ځان برابر کړو. خو په ژوند کې هم موږ له دې روښ څخه باید کار واخلو. ښه په ځیره وګورو چې موږ کومې خوا ته روان یو. په خواشینۍ سره داسې کسان لږ نه دي چې په ژوند کې د خپلو کړو وړو په هکله هیڅ سوچ نه کوي، خپلو ناکامیو ته تل پوله جوړوي او توجیه کوي یې. دا حالت نه یوازې په افرادو کې وي بلکه ستر ستر سازمانونه، خوځښتونه او ډلې هم د خپلو کړنو ارزول، ورنه زده کړه او نوی مسیر غوره کول په خپل فرهنګ کې نه لري. که رښتیا ووایو زموږ د هیواد زیات ګوندونه، ډلې او خوځښتونه ورته حالت لري.
 
په خپل نفس حاکمیت درلودل. زما پلار د خدای ج وبښي، په وړوکتوب کې یې ماته دا خبره د درس په وخت کړې او بیا بیا یې راته تکرار کړې ده. زه باید اعتراف وکړم چې په لمړی سر کې زه نه ورباندې پوهیدم، خو د ورځې په تیریدو یې اهمیت راته څرګندیږي او هم دا اسانه کار نه دی، ځکه موږ په خپل ژوند کې له خپلو ځینو ناوړو عادتونو سره مخ کیږو چې ورباندې غلبه اسانه نه ده. هر څوک به د ځان په پوره کنترول کې له ستونزو سره مخ وي، خو ځینې بیا دې ته هیڅ ځیر نه وي. زیات خلک ښه پوهیږي چې په غلطه روان دی، خو د خپل عادت په زولنو او لومه کې بند پاته وي او د خلاصونه لپاره هیڅ هیڅه نه کوي، بلکه بیخي ستونزه مني نه، دا تر ټولو بد حالت دی.
 
هڅه وکړو چې له ښو خلکو سره علاقه ولرو او غوره کتابونه ولولو. په نړیوال معاصر ښوونیز او روزنیز نظام کې د همزولي فشار او اغیزه تر مور او پلار زیاته بلل شوې دي. په اسلامي علومو کې هم د مناسب ملګري او همزولي په رول د ځوان په شخصیت جوړونه کې زښته زیات تاکید شوی دی. له خپل ملګرو، هغو خلکو چې ورسره سروکار لرو په موږ ارومرو اغیزه کوي او زموږ د شخصیت او تفکر برخه ګرزي. نو باید د ملګرو، د لوستلو لپاره د کتابونو او محافلو ته د تلو په وخت دا په نظر کې وساتو چې په موږ به څه اغیزه پریږدې.
 
له لاسته راوړنو سره مینه ولرو. انسان د لاسته راوړنو سره مینه لري، خو دې ته وده ورکول په کار دي، نو موږ په ځان کې دا الهي موهبت ته باید وده ورکړو. خو موږ باید پام وکړو چې موخه مو سمه او نیت مو پاک وي، نیت مو باید خپلې کورنۍ، هیواد، او خپلو خلکو ته ګټه رسول او د الله تعالی د رضا وي. موږ باید زیات د خلکو د ستاینو په غم کې نه وو، خو په دې هم پوه شو، چې که ښه وکړو، نه ورکیږي، که چا تقدیر نه کړو، له الله تعالی سره خو حساب شته. دا کار به موږ له ریا، عوامفربیو، کش شخصیت، پاپولیزم او نورو خوارووکو او اجر خوړونکو بلاوو موږ وساتو، چې موږ سخت ورته عاجز یو.
 
موږ باید د سترو نړیوالو خادمو شخصیتونو ژوندونه مطالعه کړو. دا به راسره مرسته وکړي، چې دوی څنګه په ژوند کې له وخته  ګټه اخیسته، څنګه یې ځان هڅاوه او د استراحت له ساحې څنګه راوتل، څنګه یې د ستونزو او کړاوونو په وړاندې زغم درلود، څنګه یې ټول انسانیت ته خدمت د ژوند موخه وه، څه پلانونه یې لرل او موږ څنګه ورنه ګټه اخیستلی شو؟
 
د ناکامو خلکو له حالته عبرت اخیستل. موږ ارومرو په خپل ګاونډ او د کار ځای کې ځینې خلک ګورو چې نه په ژوند کې کوم مناسب هدف لري، ژوند ته یوازې د ساتیریو او مسخرو په توګه ګوري، نه کومه لاسته راوړنه لري او نه یې په غم کې دي.