ريښتونی ژورنالیست

ژورنالیست هغه څوک دی چې د وضعیت او حالت د غوره والي او بهبود په موخه د دولت او ملت ترمنځ د پله حیثیت او مقام خپل کړی او د کره، ریښتیني او بې طرفه اطلاعاتو پر بنسټ یې د ټولنې ټول وګړي د ورځنیو تحولاتو څخه لحظه په لحظه خبر کړي دي.
ژورنالیستان د بیان د آزادۍ پر بنسټ د ملت غوښتنې او مشکلات د خپلو تکلمي او نشراتي وسایلو پرمټ د حکومت ترمسؤلو چارواکو پورې رسوي; تر څو د ټولنیز پرمختګ او سالم متوازن پرمخیون او بدلون لپاره خنډونه هوار او په ترځ کې یې لازم اجراءات تر سره شي.
ژورنالیستي هڅه تل د ټولنې د افرادو د غوښتنو او اړتیاوو له مخې د رسنیزو وسایلو په کارولو سره صورت مومي، تر څو له شته او ممکنه بحرانونو څخه د ټولنې هر فرد ته د خلاصون او هوساینې لپاره د لازمو تدابیرو غوښتنه او هڅه وشي.
د ژورناليزم د مسلک پیروان تل د جنګ جګړې خلاف او برعکس د هیواد د آبادۍ او پرمختګ پر لوري د هڅو پلوي او ملاتړ کوي.
بد بختانه باید ووایم چې اکثره الحاقي ګروپونه او کړۍ نه غواړي، چې د بیان د آزادۍ پرمټ د حق نعره اوچته شي؛ ځکه چې دوی او د دوی متحدین تر ستر ګواښ لاندې راتلای شي. نو همدا علت دی چې د حق پالو ژورنالیستانو لیکې په نښه کوي؛ هڅه یې دا وي چې تر څو د دوی کړنې د بیان د آزادۍ پر قلمي نوکې د نقاشۍ پر تخته په عیني او حقیقي بڼه وړاندې نه شي.
ژورنالیستان یوازې معلومات راټولوي او وړاندې کوي یې قضاوت یې د ولس پر وړاندې ږدي.