هندوستان هڅه کوي چې په خپله خاوره د ځمکې لاندې اوبو  خطرناک کمښت ودروي

Picture of a farmer pumping water from a tubewell
په هند کې د تر ځمکې لاندې اوبو را ایستلو سرعت په تیرو پنځوسو کلونو کې تر لس ځلو زیات شوی دی – په ۱۹۶۰ ام کال کې له ۳ میلیونه ټیوبویلونو تر ۳۵ میلیونه ټیوب ویلونو پورې په ۲۰۱۰ ام کال کې، ورسیدل. ( مایکل فولي). 
هندوستان په نړۍ کې تر ټولو نورو هیوادونو زیات د ځمکې لاندې اوبو باندې تکیه کوونکی هیواد دی، چې د امریکا او چین دواړو له مجموعي مقداره څخه زیاتې اوبه را وباسي. نن سبا تر ځمکې لاندې اوبه د هند د زیاتو خلکو لپاره د اوبو یوازینۍ سرچینه ده، چې د کرنې او کورني استعمال زیات برخه له همدې تر تهدید لاندې سرچینې څخه تر لاسه کوي. 
په داسې حال کې چې تر ځمکې لاندې اوبو زرغون انقلاب وهڅاوه، هغه چې هند یې د غذایي نظره په ځان بسیا ملت کړ، خو د دې ارزښتناکې سرچینې تر کچې زیاته را ایستنه د هغې یو خطرناک کمښت رامنځته کړی دی. د اقلیم له بدلون سره چې د اورښت شکل (ترتیب) یې په زیاتیدونکې توګه له وړاندوینې ایستلی دی، نو په پای کې به تر د ځمکې لاندې اوبو اهمیت به لا نور زیات شي. د اقلیم د بدلون او هوا د تودوخې له کبله به د کال وچه برخه اوږده او باراني وخت به راکم شي، په دې باراني وخت کې به زیات اورښت د تالندې په توګه راپریوزي، چې طبیعي ده د سیلاوونو په شکل به هم زر له لاسه وزي، زیاتې ځمکې او خاورې به تخریبوي، دا خړ سیلاو به زیات تخریبوونکی وي، له سیمې به زر بې له ګټې اخیستنې وزي، که بندونه یې هم په مخ کې وي زر به ډکوي، دا به نه یوازې په هند بلکه په ټوله نړۍ ستره ستونزه وي. 
وار له مخه، تقریبن دوه پر دری برخه – ٪۶۳ سلنه د هند د ولسوالیو د ځمکې لاندې اوبو کچه د کښته تللو له خطر سره مخ ده. په زیاتو حالاتو کې، دا اوبه ورځ تر بلې چټلېږي. په زیات تشویش سره، په هغو ولسوالیو کې چې د ځمکې لاندې اوبو کچه (۸) متره کښته تللې، د فقر کچه د ( ۹-۱۰) سلنه لوړه ده، یعنې د اوبو کښته تلل د فقر له زیاتوالي سره مستقیمه اړیکه لري، دې حالت واړه بزګران په ځانګړې توګه له زیات زیان منونکي حالت سره مخ کړي دي. که دا حالت دوام وکړي، لږ تر لږه ۲۵٪ سلنه د هند کرنه به له خطر سره مخ وي. 
Picture of farmer with cattle
 
د هندوستان د خاورې دوه پر دری برخه د وچکالیو تر تهدید لاندې ده. وچکالۍ په عمده توګه د هندوستان په باراني کرنه  کې مهمه رول لري، او د دې هیواد د کرل شوې ځمکې ۶۰٪ ساحه جوړوي. ( تصویر: کارولین سوزمن). 
په ۲۰۱۹ ام کال، د هندوستان حکومت د ځمکې لاندې اوبو مهم پروګرام پیل کړ، « اتل بوجال یوجنا»، تر څو د دې چټک کمښت مخه ونیسي. د دې لپاره چې په هند کې د ترځمکې لاندې اوبو تحفظ د سلهاوو میلیونو خلکو په لاس کې دی، نو دې پروګرام ټولنې او خلک د خپلو هڅو په مرکز کې راوستل، چې علمي معلومات یې له دودیزې پوهې سره یو ځای کړل تر څو دې پیچلې ننګونې ته ځواب ووایي.
په ۲۰۲۰ ام کال نړیوال بانک د هندوستان د حکومت د هغه پروګرام سره مرسته پیل کړه چې په اوو (۷) ایالتونو کې له تر (۹۰۰۰) زیاتو کلیوالي شوراګانو سره چې د اوبو له کمښت سره مخ وو – په شمال کې په هریانه او اترپرادیش کې،  په غرب کې په ګوجرات او مهاشراترا کې، په مرکز کې د مډیاپرادیش او په سویل کې د کرناټکه په ایالت کې. 
دا ایالتونه د هند د  هغو سیمو له ډلې دي چې تر ځمکې لاندې اوبه یې تر فشار لاندې دي او په سلو کې ۲۵ ٪ جوړوي – په دې معنی چې په کال کې، د ځمکې لاندې اوبو کلنۍ ایستل شوې کچه د بیا چارج کیدو له کچې زیاته وي، یا دا هغه حالت څرګندوي چې زر به دې حالت ته ورسیږي. دا سیمې مختلف هایدروجیولوجیکي سیستمونه لري، کوم چې د اندو – ګنجتیک اوارو ځمکو ژور الوویل اکویپرونه او همدارنګه د کم عمقه او سختو ډبرو لرونکي اکویپرونه په ځان کې رانغاړي. 
د پروژې له پیله دوه کاله وروسته، تجربې دواړه هیله بښونکې او ننګوونکې دي – هیله بښونکې ځکه دي چې ګورو ټولنې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په اهمیت باندې یو څه پوه شوې دي په دې معنی چې هر ملت اړ دی لمړی خپل خلک په دې ستونزه او په مدیریت یې سم پوه کړي او دا اسانه کار نه دی. خو ننګوونکې ځکه دي چې باید عملي حل لارې ومومو او وښیو چې څنګه دا لارې په ستره او ملي کچه پلې کولی شو. 
د مثال په توګه، تاسو څنګه د سلهاوو میلیونه خلکو سوچ بدلولی شی چې په هند کې د ترځمکې لاندې اوبو مدیریت او خوندیتوب یې په لاس کې دی؟  تاسو څنګه د کلیوالي ټولنو مرسته د هغې سرچینې لپاره یقیني کوئ چې په سترګو یې نه شی لیدی؟ تاسو څنګه د اړوندو خواوو ژمنتیا د اوږدمهال لپاره ساتلی شی کله چې پایلې ترلاسه کول په زیاتو کلونو کې نه شي لیدی؟ تاسو یوه داسې سرچینه چې په اداري واحدونو پورې تړلې نه ده، څنګه خوندي او بیا چارج کولی شی؟ تاسو څنګه د اوبو د نه ضایع کیدو او خوندیتوب تدبیرونه بنسټیز کولی شئ، په ځانګړې توګه په هغو جغرافیوي، ټولنیزو او چاپیریالي شرایطو کې چې په هغه پراخه هیواد کې زیات رنګارنګ دي؟ 
















 
په هند کې د همدې پراخه کچې مسئلو له کبله، پروژې د مختلفو سکتورونو له زیاتو کارپوهانو سره په ملي، ایالتي او د ولسوایو په کچه، په همغږۍ او ګډ کار پیل کړ. د سیمو د خاصو شرایطو سره سم د عامه پوهاوي کمپاین په لاره واچول شو، چې موخه یې د بزګرانو، د ښاروندانو د مشرانو، د ښوونځیو د زده کوونکو، ځوانانو او ښځو د ځان سره مرسته کوونکو ګروپونو او نورو سره کار و. ښځې چې د اوبو په مدیریت کې زیات لري، باید پوهاوی یې له پامه ونه غورځول شي. 
Picture of woman fetching water
 
د دې لپاره چې کلیوالې ښځې د اوبو د راوړلو بار په غاړه لري، نو هغوي د تر ځمکې لاندې اوبو په هکله د کمپاین د هڅو رهبري کوي. تصویر: مایکل فولي.
 
که څه هم د پروژې پرمختګ د کرونا وبا په واسطه له ستونزو سره مخ شو، خو خپلواکې سروې ښيي چې عامه پوهاوی په دې هکله زیاتیږي، او کلیوالي ټولنو د تر ځمکې لاندې اوبو د نظارت کار ته ملا تړلې ده او تر (۶۰۰۰ ) زیات مشاهداتي څاګان یې رامنځته کړي دي. تر (۲،۲۰۰) زیاتو کلیو د ابو بودجه ( تولید او لګښت) یعنې پلانونه تیار کړي دي، دا ښيي چې په هر اړوند ځای کې څومره اوبه شته، د بیا چارج کیدو امکان یې څومره دی، د کرنې لپاره څومره اوبه بیلیدلی شي، چې د اوبو تر ټولو زیاته برخه همدا د کرنې برخه ده. پلانونه په دې تمرکز کوي چې څنګه بزګران د ابو د زیات اغیزمن مصرف او د اوبه خور د لا اغیزمنو لارو چارو سره اشنا کړي او زیاتې پیچلې مسئلې لکه د لږو اوبو غوښتونکو کښتونو لور ته یې وهڅوي.
 
په ګوجرات کې، د مثال په توګه، بزګرانو پیل کړي هغه اړتیا درک کړي چې د زیاتو اوبو غوښتونکو کښتونو لکه پنبې او غنمو د کرلو په ځای انارو او زیرې ته مخه کړي، چې نه یوازې لږ اوبه غواړي بلکه زیاته ارزښت هم لري. نړیوال بانک اوس یوه څیړنیزه مطالعه پیل کړې ده او د پلانونو په جوړولو لګیا دی تر څو له بزګرانو سره مرسته وکړي چې د زنجیره ایي ارزښت په زیاتولو او د لمړیو ښه کیفیت لرونکو موادو لکه تخمونو، سرې، د نباتي ناروغیو د مدیریت او نورو په تهیه کولو د کښتونو او فصلونو په غوره مدیریت سره، دا کار ممکن کړي. تر ټولو مهمه داده چې پلانونه بزګران په ګډه د بازار موندنې له لارې و ښو فرصتونو او غوره مارکیټونو ته معرفي کوي او مرسته کوي چې محصولات یې په مناسبه توګه پروسس، درجه بندي او بسته بندي شي. 
 
په هریانه کې، له بله پلوه، ایالتي حکومت، د « میرا پنجي، میرا ویرانجي ویراسات – یعنې زما اوبه، زما میراث، بزګران هڅوي چې د زیاتو اوبو غوښتونکي کښتونه لکه شولو په  ځای جوار، دال، او نسک وکري. 
 
د هند حکومت اوس د ځمکو لاندې اوبو خپل تر ټولو مهم پروګرام – اتل بوجال یوجنا – د یوه پلتفارم په توګه کاروي، د کوم په شاوخوا چې د خپل هیواد ملي او ایالتي پروګرامونه را منظم کړي. د مثال په توګه، دولت د MNREGA program او واټرشید د انکشاف پروګرام کاروي چې له بزګرانو سره مرسته وکړي د باران له اوبو د ګټې ساختمانونه جوړ کړي، او د اوبو د اغیزمنې کارونې په مرسته د « د هرې قطرې لپاره، د زیات کښت» شعار عملي کړي. 
Picture of sprinklers in a field
 
تصویر: تالا بولا
 
پوهیږو چې په مخکې لاره به اسانه نه وي. تر ټولو مهمه ننګونه به داوي چې څنګه بزګران قانع کړو چې داسې کښتونه غوره کړي چې په هر موسم کې د اوبو له شتون سره برابر  او مناسب وي، او د حکومت لپاره دا ننګونه ده چې څنګه اقتصادي وسیلې په کار واچوي تر څو دا بحران مدیریت کړی شي.
 
خو بیا هم، زموږ هڅې زموږ د زده کړو سره سمې دوام کوي، بیا هیروو او تیروتنه کوو، بیا زده کوو او د هرې سیمې لپاره په تر ټولو غوره حل لارو غور کوو. 
 
له دې کبله چې، که د ځمکې اوبه په پوره احتیاط مدیریت شي، نو هغه نه یوازې د اورښت د کمښت او وچکالۍ په کال اړتیا پوره کوي او همدارنګه د هند په تر ټولو زیانمنونکو بیوزلو خلکو د اقلیم د بدلون زیات اوږدمهاله اغیزې راکموي. 
ــــــــــ
لیکوال: جان روم، په سویلي اسیا کې د نړیوال بانک د دواملرونکې پراختیا منجر
ژباړن: محمد عارف رسولي
هندوستان هڅه کوي چې په خپله خاوره د ځمکې لاندې اوبو  خطرناک کمښت ودروي.
۵/۲۵/۲۰۲۲