د ښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې د هغې اغیز - لومړۍ برخه 

 د مخکې تللو تر مخه  په هغو افکارو باندې هم نظر اچولو ته اړتیا ده  چې د حمل (د کوچني دپیدایښت)  د مخنیوی د خوزښت  په  لړ کې منځته راغلې. د اتلسمې پیړۍ په  اخر کې، یعنې هغه وخت چې  انګریز  اقتصاد پوه  (Malthus) مالټوس د نفوسو د کمښت  له پاره د حمل (دکوچني دپیدایښت) د کنټرول وړاندیز وکړ نو  په همغه وخت   کې  دهغه  په  فکر  او ذهن  کې  دا خبره  هم   نه ګرځیده  چې  ددې  دغه وړاندیز به یوه پیړۍ وروسته د زنا او فحش  د خپرواې له پاره تر ټولو ستر  عامل او مرستندویه   ثابت شي. هغه د نفوسو د ډیرښت  نه  د مخنیوې په خاطر، په نفس کنټرول او  په زیات  عمر کې د نکا ح  کولو مشورi  ورکړې وه خو د نولسمې پیړۍ  په اخر کې  چې کله  نیومالټوسي (Neo-Malthusian Movement) غورځنګ  سر را  پورته  کړ نو د هغې  بنسټیز  اصول دا  وو  چې د نفس  غوښتنې  دې  په پوره ازادۍ سره  تر سره شي  او د هغې  فطري  زبیښه یعنې د اولاد  د پیدا یښت  مخه په علمي او طبي  لارو  چارو سره   ونیول شی. ددې غورځنګ  دغه وړاندیزونو  د زنا او  بدکارۍ  په  وړاندې هغه اخری بند  هم ورمات کړ  چې د  ازادو  جنسي اړیکو په مخ کې خنډ واقع  کیداې شو. ځکه  چې اوس  یوه ښځه پرته له دې ویرې خپل ځان د یوه سړی په غیږ کې ور اچولې شی چې د هغې به اولاد  پیدا شي او په  هغې به د مسؤلیتونو  بار  وا چول  شي. 

دلته د هغې پایلو د بیانولو  فرصت نه شته.  مونږ یوازې یو څو داسې نمونې  وړاندې کوو  چې د نسل د پیدایښت د کنټرول  (Birth Control) په لیکنو کې ډیرې یادې شوې دي. په دې لیکنو کې چې د مالټوسې غورځنګ  پلویانو کوم  استدلال  کړی  هغه په لنډه توګه دادي چې:

"هر انسان په فطري توګه د درې ډیرو قوې اړتیا,و سره مخ  کیږي. د غذا  اړتیا، د ارام اړتیا او  د شهوت  اړتیا.  فطرت  دغه درې  واړه  اړتیاوې  په  انسان کې  په پوره  ځواکمنۍ  سره  پیدا کړې دي  او د هغوی په پوره کولو کې  یې  ځانګړې لذت  ایښې دې،  ترڅو انسان د هغې د پوره  کولو لیوال وي. د عقل او منطق  غوښتنه داده   چې انسان د هغې د پوره  کولو  له پاره هڅه وکړي. د لومړی دوو شیانو  په هکله د هغه تګلاره همدا ده  خو د درېیم  په هکله د هغه تګلاره لږ څه توپیر لري.  ټولنیزو اخلاقو په هغه بندیز  لګولې چې جنسي  غوښتنې د نکاح نه پرته باید تر سره نه شي او د هغې نه  اخوا یې  دا شرط  هم پرې ایښې  چې د اولاد پیدایښت باید تم  نه شي. دا ټولې خبرې  له یوه  سره  عبث دي. د عقل او فطرت پر خلاف دي. په خپلو اصولو کې  غلطې دي او د انسانیت  له پاره د ډیر بد استثمار او زبیښناکۍ  سبب ګرځي."

  په دې  لکینو کې  چې د کومې ودانۍ  جوړښت  شوی  لږ څه هغه هم ووینئ: 
"د جرمني د سوسیال  دیموکرات  ګوند  مشر (Bebel) ډیر  په ډانګ  پيېلې توګه  لیکي چې:
 «ښځې او نارینه  حیوانات  دي، نو ایا د حیواناتو په  جوړو کې نکاح  او بیا  د تلپاتې  نکاح  پوښتنه  را پیدا کیداې شي؟"

  ډاکټر ډریسیډل (Dr. Drysdale)لیکي چې، "نږدې د ټولو غوښتنو په څیر  محبت هم یو تغییر خوړونکې څیز دې  نو هغه د یوې لارې سره ځانګړې کول د فطرت په  قوانینو کې ترمیم کول دی. په ځانګړې توګه نوې ځوانان دې بدلون  لورته میلان  لري  او د هغوې دغه  رغبت د فطرت د هغې منطقي نظام  مطابق دي  کوم  چې  غوښتنه  کوي چې زموږ تجربې باید بې شمیره وې .... ازاد  اړیکې د نورو سترو  اخلاقو  ښکاروندې دي  ځکه  چې هغه د فطرت د قوانینو  سره ډیر  مطابقت  لري. او په دې خاطر هم  چې هغه نیغ  په نیغه  د جذباتو ، احساساتو او بې غرضه محبت  او مینې ښکارندوې دی.

ګورئ چې  اوس  تصور او آند  بدلیږي، بلکه سرچپه کیږي.  لومړۍ دا هڅه  کیدله  چې د زړونو  څخه دا  تصور  وکاږي  چې ګویا  زنا له  اخلاقي  اړخه  یو ناوړه  کړچار دی او دا ثابته کړي  چې زنا  او نکاح  دواړه برابر دي. اوس  یو قدم مخته ږدي او نکاح  یو معیوب کار او زنا ته د اخلاقي لوړوالي مرتبه ورکوي.   لکه  چې  بل ځاې  همدا  ډاکټر  وایې چې: 
يادونه: د ليکنې پاتې برخې هم نشريږي او لوستلی يې شئ