اسراییل پیژندنه -لومړۍ برخه

اسراییل په نړۍ کې د یهودو یوازینی هېواد دی او د فلسطین هېواد په منځ کې په ۱۹۴۸ م کې د انګلستان او امریکا په ګډو استخباراتي هڅو را منځته شو، د اسراییل نوم د یهودو ملتپالو سیاستوالو له خوا پر دغه هېواد کیښودل شو، اسراییل په عبرې کې د عبدالله یعنې د خدای بنده مانا لري او دا د حضرت یعقوب(ع) چې اوس یې مقبره د بیت المقدس په څنګ ده، نوم دی او په اسراییل کې هغه قومونه چې د یعقوب (ع) زامنو سره تړلي دي شامل دي، اسراییل سره ځینې اسلامي ملکونه رسمي اړیکي لري خو د اسراییل ځینې اوسیدونکي بیا د افغانانو سره د رسمي اړیکو جوړولو ستره هیله لري، ممکن د تېرو شپیتو کالو را هیسې اسراییلو څو ځله د افغانستان سره د اړیکو د عادي کولو غیر رسمي غوښتنه کړي وي، خو ولې افغانانو ورته شین څراغ نه دی ورکړی.

اسراییل کې تر پنځه اتیا فیصدو پورې یهود، دویم قدم کې زیات مسیحان او دریم ګام کې نږدې یو فیصد مسلمانان اوسیږي، د اسراییل پراخوالی د افغانستان هلمند ولایت له درې چنده هم کم دی، د اسراییل ملي ژبه عبراني چې په یو وخت کې مړه ژبه بلل کیده، خو د اسراییل په منځته راتګ بېرته ژوندۍ او په اوس وخت کې د نړۍ هغه ژبه ده چې زیاتې ماستریانې او دکتوراوي په کې شوي دي، په دغه هېواد کې د اسراییل اسلامي ګوند په نوم یو سازمان هم کله کله فعالیت کوي، چې زیاته خواخوږي یې د عربو او مسلمانانو سره ده او د اسراییل د استخباراتو تر سخت څار لاندې دی.

اسراییل د منځني ختیځ یو پر مختللی هېواد دی، یو فعال سیاسي نظام او یو مجهز پوځ لري، د اسراییل په ابادۍ او پښو درولو کې امریکا او په غرب کې مېشتو یهودي سرمایه دارانو رول ډېر واضح دی او تر اوسه پورې یوازې د امریکا دولت ورته ۲۶۰ ملیارده ډالر وړیا مرستې ورکړي دي، کوم چې په تېرو شلو کالو کې افغانستان ته د مرستو په اندازه څلور چنده کمې دي.

نور بیا...